منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۳ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د شاه شهید د وړم کال چاودنې د دې ساحې خلکو ته رواني ستونزې پیدا کړې دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ليندۍ ٩٥): د کابل شاه شهيد سيمې کې له خونړۍ چاودنې ١٦ مياشتې وروسته هم د پېښې زيانمن د يادې شوې پېښې له منفي  روحي او رواني اغېزې ځورېږي او له وسله والو مخالفينو غواړي چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دې د خلکو له ژوند سره لوبه نه کوي.

د ١٣٩٤ لمريز کال د جمعې شپې مهال د کابل په شاه شهيد سيمه کې يوه درنه چاودنه وشوه چې د ځايي سرچينو په وينا، په يوه روان لارۍ موټر کې د ځاى پر ځاى شوو چاودونکو توکو د چاودنې له امله وه.     

د شاه شهيد سيمې وکيل، شاه محمد ضيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حکومتي سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٣٢ کسان وژل شوي او شاوخوا ٤٠٠ نور ټپیان شوي چې د ځينو قربانيانو له کورنۍ سره حکومت يوه اندازه نغذي مرستې هم وکړې.

خو نوموړي زياته کړه چې حکومت په سيمه کې د  ورانيو د رغولو په اړه خپلې ژمنې عملي نه کړې او ويې ويل چې د سيمې اکثره اوسېدونکو لا هم د چاودنې ترخې خاطرې نه دي هېرې کړې، تل یې د دردونو او رواني ستونزو کيسې کوي.

د هغه په خبره، ځينې کورنۍ چې کورونه يې د پېښې ځاى ته د نږدې والي په سبب وران شول او د کورنۍ غړو يا خپلوانو ته يې مرګ ژوبله واوښته، له سيمې ووتې او بيا نه دې راستنې شوې.

٦٠ کلن محمد نسيم يو له هغو کسانو دى چې په دې پېښه کې يې يوه ځوانه لور او دوه ځوان ورېرونه وژل شوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه دومره  سخته او ځوروونکې وه چې پر ده او د کورنۍ په غړو يې منفي اغېزې د ١٦ مياشتو له تېرېدو وروسته هم پاتې دي.

د هغه په خبره، د کورنۍ غړي يې د پېښې پر مهال په کور کې ويده وو، د چاودنې د سخت والي ورته رواني ستونزې پيدا کړې دي.

نسيم څرګنده کړه چې مېرمن او  اولادونه يې له دې پېښې وروسته تل خپه او پرېشانه وي، له سخت سردرد سره مخ شوي دي.

دغه سپين ږيري وويل چې د لور د مړينې له امله يې له حکومته يوه اندازه پيسې ترلاسه کړې چې د جنازې او خيرات مراسمو کې يې ولګول شوې، خو د حکومت د لوړپوړو چارواکو د نه پاملرنې له امله د سيمې بيا رغونې ته پاملرنه نه ده شوې او اړ شوى چې د خپل کور د بيا رغونې لپاره  له خلکو پور واخلي.

د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار د دفتر وياند تواب غورځنګ پژواک ته وويل چې حکومتي چارواکي د يادې سيمې د رغولو او له خلکو سره مرستې ته ژمن دي او د دې مرستو يوه برخه ترسره شوې ده.

د شاه شهيد د دويم سړک اوسېدونکي ٤٩ کلن نورمحمد چې د چاودنې پر مهال يې د کورنۍ ١١ غړي ويده وو، وايي چې د يادې پېښې وحشت او ډار به هېڅکله هم هېر نه کړي.

نوموړې په بنده ژبه وويل: ((نږدې د شپې يوه بجه وه چې يو وېروونکى غږ مو واورېد، وسپنيزه المارۍ  چې ټلويزيون پرې اېښى و، راباندې را ولوېده چې له امله يې سر او يوه پښه چې په ١٣٦٩ کال کې د يوې حادثې له امله سخت ژوبل شوي وو، بېرته ژوبل شول.))

نوموړي څرګنده کړه چې لا هم سر درد لري او پښه يې نه ده جوړه شوې، د ډاکټر له څو نسخو سربېره مې هم دردونه ځوروي.

خو نور محمد د دې پېښې د منفي اغېزو په اړه وويل: ((هره شېبه چې دوه کسان جګړه کوي، يا لوړ غږ اورم، هماغه پېښه را يادېږي، دواړه غوږونه مې په لاسونو کې کلک نيسم او کوښښ کوم چې له هغه ځايه لرې شم، فکر کوم چې د اور او لوګيو په يوه نړۍ کې يم، په چيغو او فريادونو کې ځان رانه ورک شي.))

هغه وايي چې حتى په کور کې د ماشومانو له شور ماشور هم  ځورېږي، نه پوهېږي چې څه وکړي او چېرته ولاړ شي چې ارام شي.

دغه ٤٩ کلن سړى وايي چې په افغانستان کې لس کلنې جګړې له وژنې، تباهۍ او خرابۍ پرته هېواد ته بل څه نه درلودل، وسله وال مخالفين بايد د ملکي وګړو له وژنې لاس واخلي.

د شاه شهيد د دويم سړک اوسېدونکى ٤٥ کلن فريدالله هم د يادې پېښې له زيانمنو دى.

هغه وايي چې د چاودنې پر مهال يې د کورنۍ ټول اته غړي ويده وو چې يو ځل له خوب را پاڅېدل، د دوى چيغې د چاودنې له غږ ډېرې وېروونکې وې.

د کورنۍ دغه پلار پژواک ته وويل چې د درې خونو لرونکي کور ټولې ښېښې يې ماتې شوې، حتى د کور ځيني دېوالونو يې هم د چاودنې د لویوالي له امله چاکونه کړي وو.

فريدالله چې د يوې دولتي ادارې کار کوونکى دى او هره مياشت ٩ زره افغانۍ تنخوا اخلي، پژواک ته وويل چې د دولت ناڅيزه مرستې يې ترلاسه کړې، خو وايي چې د کور د ښېښو او نورو زيانونو د رغولو پيسې له جېبه ورکړې دي.

د زمري مياشتې د ١٦مې نېټې چاودنه کې دغه زيانمنه شوې کورنۍ وايي، يوازېنۍ ستونزه چې لا يې هم د کورنۍ ټول اووه غړي ترې ځورېږي، د هغه د دوو لوڼو رواني ناروغي ده چې ١٢ او ١٦ کاله عمرونه لري.

هغه وويل چې لور يې د درملنې لپاره څو ډاکټرانو ته بیولې، خو  نه ده روغه شوې: ((له هغې شپې وروسته مې دواړه لورګانې د شپې په خوب کې پاڅېږي او ژاړي.))

نوموړى وايي چې دی او کورنۍ يې، بلکې لسګونه نورو کورنيو هم په دې پېښه کې د مالي زيانونو تر څنګ، په جسمي او روحي ډول ځورېدلې چې درملنه يې وخت او لګښت غواړي.

فريدالله له حکومته وغوښتل چې د يادې پېښې له زيانمنو سره خپله کړې ژمنه عملي کړي او وسله وال مخالفين بايد پوه شي چې دا ډول کارونه يې د خلکو له وژنې او تباهۍ پرته کومه بله پايله نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه