منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ولسمشر له لارښوونې سره سم د تاريخي او شنو سيمو د بيارغونې پروګرام پيلېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): د ولسمشر له لارښونې سره سم، د کابل د عيدګاه جومات او پل خشتي جوماتونو، د مزارشريف سخي زيارت دويمې ګومبزې، د هرات جامع جومات، د امان الله خان مقبرې او جلال اباد کې د سليمانخېل باغ بيارغونې کار به ډېر ژر پيل شي.

محمد اشرف غني چې نن يې د ښاري پراختيا پنځمې ناستې او د دارالامان تاريخي ماڼۍ دويمې برخې بيارغونې پروګرام د پيل مراسمو کې خبرې کولې، وويل چې د تاريخي او شنو سيمو ساتنه او بيارغونه د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي او د يادو پروژو لپاره کافي اندازه پيسې شتون لري.

د ښار جوړونې او مسکن، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ښاروالۍ ګانې، د نوي کابل اداره او يو شمېر نورې ادارې د دې شورا غړيتوب لري.

ولسمشر وايي چې د تاريخي او شنو سيمو بيارغونې پروګرام، ټول افغانستان کې پلى کېږي او بايد هر ښاروال دې برخه ته جدي پاملرنه وکړي.

ولسمشر وويل چې کابل ښار کې د پل خشتي جومات د زلزلو له امله زيانمن شوى او بايد بيارغونه يې سږ کال بشپړه شي.

د نوموړي په وينا، د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار کې د شاه امان الله مقبرې او سليمان خېل باغ او د هرات جامع جومات بيارغونه اړينه ده او بايد د ښاري پراختيا شورا په دې برخه کې هم ځيني کارونه تر لاس لاندې ونيسي

نوموړي مزارشريف ښار کې د سخي روضې ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د يادې روضې دويمه ګومبزه له کانکرېټ څخه جوړه شوې ده او اړينه ده چې د بيارغونې په برخه کې یې اقدام وشي.

هغه وايي چې د بالاحصارونو، کاروان سرايونو، شنو سيمو بيارغونه او د هېواد هره ولسوالۍ کې د جوماتونو جوړول د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي او هر کال به دې برخې ته زياته بوديجه ځانګړې شي.

غني وويل چې د يادې موخې عملي کېدو لپاره، بايد څرګنده او جامع طرحه د ښاري پراختيا شورا له لوري برابره شي او دده په واک کې دې ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېرى تاريخي سيمې، تېرو درې لسيزو جګړو کې يا په بشپړه توګه او نسبي ډول ويجاړې شوي دي.

ولسمشر د خپلو خبرو په دوام وويل چې د تاريخي سيمو بيارغونې او ساتنې سره، له يو لوري د هېواد تاريخ ژوندى کېږي او له بل خوا افغانستان کې د ګرځندوى فرهنګ  د ودې لامل ګرځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه