فراه (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٥): په فراه ولايت کې څه باندې ٨٥٠٠ ماشومان په داسې حال کې په سختو کارونو او سوالګرۍ بوخت دي چې د زيانمنو ماشومانو د ملاتړ په برخه کې دولتي خدمتونه له دغو ماشومان يوازې پنځه سلنه تر پوښښ لاندې نيسي.
د دغو ماشومان ډېرى يې چې شمېر يې مخ په ډېرېدو دى، د فراه ښار په واټونو کې پلاستيکونه پلوري، موټر مينځي، پلاستيکونه، وسپنيز قوطي او حتى د خوراکي توکو پاتي شوني ټولوي او تر څنګ يې سوالګري او نور کارونه هم کوي.
اووه کلنه راحله د همدې ماشومانو له ډلې يوه ده.
د ساعت ستنه د شپې اتو بجو ته نږدې کېده چې راحله له خپلو دوو وروڼو (١١ کلن ميرويس او ٩ کلن عبدالله) سره د فراه ښار په څلورمه ناحيه کې له يوې خځلنۍ د پلاستيکونو او خوړو د پاتې شونو په ټولولو بوخته وه.
دغې نجلۍ چې زړې او شلېدلې جامې يې اغوستې وې، له خبرو کولو يې ډډه وکړه، خو د يوې خځلنۍ دننه ناسته وه او د پيدا کړي بانجان پر خوړلو بوخته وه، د هغې څېرې د ژوند د مجبوريتونو او سخت ژوند کيسه کوله.
خو ميرويس بيا خبرې کولې او ويې ويل: ((ډوډۍ پيدا کوم چې له خپلې مور سره يې يو ځاى وخورم.))
دغه ماشوم وويل چې پلار يې روږدى و، دوه کاله وړاندې د ژمي په يوه سړه شپه د يخنۍ او نشه يي توکو د نه ور رسېدو له امله مړ شو.
هغه زياتوي: ((پلار مې چې ژوند وى، کار يې نه کاوه، ما او مور ته مې يې ويل چې سوال وکړو او پيسې پيدا کړو. اوس مې هم مور هره ورځ له ځان سره بيايي، ځو او په بازار کې سوال کوو چې پيسې پيدا کړو.))
د هغه په خبره، ځينې ورځې اړ کېږي چې له خپلو ګاونډيانو پيسي وغواړي يا هم خځلنيو د هغوى د خوړو پاتي شوني ټول کړو او ويې وخورو؛ ځکه چې کله کله د سوال له لارې دومره پيسې نه شي پيدا کولى چې خپله اړتيا پرې پوره کړي.
نوموړي يوې خځلنۍ ته چې د خوړو پاتي شوني يې ترې ټولول، په اشارې سره وويل: ((دا خځلنۍ هوټل ته نږدې دي، د خوړو پاتې شوني په کې اچوي، موږ هم راځو او هغه ټولوو، کور ته يې وړو او له خپلې مور سره يې يو ځاى خورو.))
هغه وويل چې کور نه لري، يوه خپلوان يې د فراه د مرکز په کلا محمد کلي کې خپله د دوو خونو لرونکې حويلۍ دوى ته ورکړې ده.
لس کلن محمد ولي او لس کلن احمد ولي هم دوه وروڼه دي چې د اقتصادي ستونزو په سبب ښوونځي ته نه ځي او اړ دي چې کار وکړي.
ياد شوي دواړه ماشومان وايي چې له اره د فراه ولايت د خاکسفېد ولسوالۍ د غورچي کلي اوسېدونکي دي، خو نږدې يو کال وړاندې د جګړو او نا امنۍ له امله له خپلې کورنۍ سره له خاکسفېد نه فراه ته راغلي او اوسمهال د فراه د مرکز په کرجي کلي کې په يوه کرايي کور کې ژوند کوي.
محمد ولي د فراه ښار د ښاروالي په چوک کې تله اېښې او د پيسو په بدل کې د خلکو وزن معلوموي.
دى وايي چې پلار يې وزګار دى او دى اړ دى چې له خپل ورور احمد ولي سره د خپلې اووه کسيزې کورنۍ لپاره يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.
هغه وايي چې احمد ولي په ښار کې د مبايل کرېډېټ کارتونه پلوري.
هغه وويل: ((موږ هر يو د ورځې له شپېتو تر اويا فغانيو پورې ګټو، د خپلې کورنۍ د څو مياشتو کرايه راباندې پاتې ده، څو ورځې وړاندې د کور مالک کور ته راغى او اخطار يې راکړ چې يا د کور کرايه راکړئ او يا کور تش کړئ.))
هغه ښوونځي ته د دوى د نه تګ په اړه وايي: ((زموږ په وطن [غورچي سيمه] کې ښوونځى نشته، دلته چې راغلي يو، ښوونځي ته نه ځو، کار کوو او د ښوونځي تګ ته وخت نه لرو.))
د فراه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست د وړکتونونو عمومي مشر او د ماشوم کړنې شبکې (CPAN) مسوول محمد اکبر انوري وايي چې د فراه ولايت په مرکز او ولسواليو کې څه باندې ٨٥٠٠ ماشومان
د هغه په خبره، د دغو ماشومانو اکثره چې پنځه سلنه يې نجونې جوړوي، د فراه ښار پر سړکونو پر ځينو کارونو لکه موټر مينځل، د پلور وړ توکو او پلاستيک په پلورلو بوخت دي او ځيني سوال هم کوي.
هغه وويل چې د (CPAN) شبکې دغه شمېرې د خپلو ټولنيزو کارکوونکو او ځايي پراختيايي شوراګانو په مرسته راټول کړې دي، خو ياده شمېره مخ پر لوړېدو ده.
نوموړي يادو ماشومانو ته د دولت د خدمتونو په اړه وويل چې اوسمهال ١٠٠ بې وزلي ماشومان د افغان- ايران په فني او حرفه يي مرکز کې په فني څانګو کې په زده کړو بوخت دي، ١٠٠ ماشومان او پنځوس نجونې د کار او ټولنيزو چارو وزارت په يوه حرفوي رونيز پروګرام کې زده کړه کوي، ٢٠٣ يتيم او بې وزلي ماشومان چې ٦٠ يې نجونې دي، د کار او ټولنيزو چارو رياست روزنتون کې شامل دي.
هغه وويل چې د روزنتون ماشومان ښوونځي ته شامل شوي او خپله په روزنتون کې هم د هغوى لپاره روزنيز حرفوي پروګرامونه شته دي.
خو هغه دا فعاليتونه ډېر ناڅيزه بولي او وايي چې په دغه ولايت کې د زيان لېدونکو ماشومانو نه د دولت او موسساتو ټول ملاتړي پروګرامونه يواځې شاوخوا پنځه سلنه ماشومان تر پوښښ لاندې نيسي.
هغه وايي چې جګړه، وزګارتيا او بېوزلي له هغو لاملونو دي چې کورنۍ يې اړ کړې، څو خپل ماشومان درنو کارونو او خيرات غوښتلو ته اړ کړي.
د نوموړي په خبره، د دې لامل چې ولې ډېرى دا ډول ماشومان په فراه کې دي، دا دى چې زرګونه کورنۍ د نا امنۍ له امله له ولسواليو ښار ته راغلې او ډېرې يې وزګارې دي.
د فراه اوسېدونکي هم د کوڅه يي ماشومانو پر زياتېدو اندېښنه څرګنده وي.
د فراه ښار يوه هټۍ وال غلام سول پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د سړکونو پر غاړه د ماشومانو شمېر زيات شوى او د ښار بڼې ته يې بدلون ورکړى.
هغه وويل چې د دغو ماشومانو له ډلې يې ځيني د فراه ولايت په کچه د مالونو غلاوې کوي.
هغه وويل چې څه موده وړاندې د همدغو ماشومانو له ډلې يوه د کوم ګاونډي له هټۍ نه غلا کړي وو چې زموږ د ګاونډي له لوري ونيول شوه.
د ټولنيزو چارو کارپوه اسدالله نايبي هم د دغو ماشومانو ورځ په ورځ زياتېدونکي شمېر د اندېښنې وړ بولي.
د هغه په خبره، د يادو ماشومانو ډېرى شمېر چې د ټولنې راتلونکى نسل جوړوي، له زده کړې پاتې کېږي.
هغه وويل: ((دغه ماشومان له سختو خطرونو لکه جسمي او جنسي ناوړه ګټه اخيستنې سره مخ دي، له رواني اړخه ناسالم راځي او د محروميتونو په سبب عقده يي انسانان ترې جوړېږي، دا په رښتيا سره هم له سالمو انسانانو نه جوړې ټولنې لرلو لپاره يو جدي خطر دى.))
هغه هم وويل چې بېوزلي او جګړه د دې ستونزې عمده لاملونه دي او د حل لارې په اړه يې زياتوي: ((د کار غوره لار، اقتصادي کار او د جګړې پاى دى؛ ځکه هر څومره چې جګړه او نا امني زياتېږي، په همدې اندازه کاري زمينې له منځه ځي، ټولنه له بېوزلۍ او ګڼو محروميتونو سره مخ کېږي.))
نوموړي همدارنګه وويل چې پر ماشومانو د درنو کارونو د مخنيوي لپاره بايد د هغوى له کورونو ملاتړ وشي، څو خپل ماشومان سختو کارونو ته اړ نه کړي.
د فراه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست د وړکتونونو عمومي مشر او د ماشوم کړنې شبکې (CPAN) مسوول محمد اکبر انوري وايي چې رياست يې د يادو ماشومانو او د هغوى د کورنيو لپاره د زياتو خدمتونو وړاندې کولو امکانات نه لري، خو يوه کورنۍ شخصي موسسه(د افغانستان پراختيا او بيا رغونه) د دا ډول ماشومانو د کورنيو لپاره رونيز پروګرامونه لري.
هغه وويل چې سږ کال د ماشومانو د کورنيو ٥٠٠ له خطر سره مخ غړي له دغه پروګرامه پيل شوي او اوسمهال د ٢٧٠ ښځو په ګډون ٣٩٠ کسان په دغه پروګرام کې شامل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سختو کارونو د ترسره کوونکو او خطر سره مخ ماشومانو ستونزه نه يوازې چې په فراه، بلکې په ټول هېواد کې شتون لري.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد په کچه څه باندې درې ميليونه وګړي له خطر سره مخ دي، خو ځينې راپورونه څرګندوي چې دغه شمېره تر شپږ ميليون کسانو پورې رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ١٩٩٤ کال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو سازمان له کنوانسيون سره يو ځاى شوى او په خپلو کورنيو قوانينو کې يې هم د ماشومانو له حقونو د ملاتړ موارد ځاى پر ځاى کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو کنوانسيون په ٣٢مه ماده کې راغلي: "د دې کنوانسيون لاسليک کوونکي هېوادونه بايد د استثمار او درنو کارونو د ترسره کولو پر وړاندې چې د ماشوم ذهني، روحي، معنوي او ټولنيزې ودې ته زيان رسوي، د ماشوم حق پر رسميت وپېژني."
د دغه کنوانسيون په يوه برخه کې راغلي: ((د ماشوم مور او پلار او نور سرپرستان مکلف دي چې د خپلو امکاناتو او وس په چوکاټ کې د ماشوم د ودې لپاره اړين شرايط برابر کړي.
د کنوانسيون غړي هېوادونه به خپلو شرايطو ته په پام سره د هغوى پلرونو او نورو مسوولو افرادو ته په امکاناتو پيدا کولو کې اقدام کوي، د دوى لاسنيوى دې وکړي او ماشومانو ته يې دې د زده کړې زمينه مساعده کړي.))
د افغانستان اساسي قانون په ٤٩مه ماده کې راغلي چې پر ماشومانو د کار تپل جواز نه لري.
د هېواد د کار قانون په ١٣مه ماده کې يادونه شوې چې تر اتلس کلنو ټيټ عمر لرونکو ماشومانو باندې کار کول چې د ماشوم د فزيکي ودې خنډ او د معلوليت سبب ګرځي، په دې ماده کې د سپکو کارونو د ترلاسه کولو لپاره د ماشومانو عمر ١٥ او د کار زده کړې لپاره ١٤ کاله په پام کې نيول شوى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










