جلال اباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۵): د ننګرهار ولايت مدني فعالان، خلک او د ولايتي شورا غړي غوښتنه کوي چې د دغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې دې د سپين جومات تاريخي ودانۍ رغنيزې چارې بيا پيل شي.
په جلال اباد ښار کې سپين جومات چې د امير عبدالرحمان خان په وخت کې د شاهي قصر دننه جوړ شوى دی، په وروستيو دورو کې بيا ونړول شو او له سره يې د جوړولو چارې پيل شوې دي.
ياد جومات د ١٣٩٢ لمريز کال په لومړيو کې د سختې زلزلې له امله زیانمن شو چې د ولايتي ادارې له لوري يې د نړولو امر وشو او بيا پرې له سره کار پيل شو.
د دغه جومات بیارغول چې ۱۴ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي، د ملي سوداګرو له لورې پيل شوی او د جومات تر څنګ يوه اېف اېم راډيو او يو لوی کتابتون هم رغول کېده.
خو وروسته له هغه چې په دغه جومات کې د ستر فساد او اختلاس راپورونه ورکړل شول، محکمې يې تر څېړنې پورې د چارو بندېدو امر وکړ چې لا يې هم کارونه نه دي پيل شوي.
په ننګرهار کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې مشر ډاکټر نعمت الله همدرد پژواک خبري اژانس وويل چې سپين جومات د ننګرهاريانو لپاره د ديني اړخ تر څنګ تاريخي ارزښت هم لري او بايد مسئولين يې د کار په پيل کې ناغېړي ونه کړي.
دی وايي، ولايتي اداره دې د دغه جومات د اختلاس پر دوسيه باندې کار چټک کړي او هم دې زمينه برابره کړي چې د جومات چارې پيل شي.
د مثبت بدلون ټولنې مشر او مدني فعال عبدالبصير سباوون هم ټينګار کوي، بايد د سپين جومات رغنيزې چارې پيل شي.
هغه د فساد په اړه وويل چې له قرارداده نيولې په بېلابېلو برخو کې فساد شوی او هغوی چې اختلاس کې لاس لري بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په ننګرهار کې د روڼتيا د څار کمېسيون استازي ډاکټر محمد حنيف هاشمي پژواک اژانس ته وويل چې د سپين جومات په چارو کې پراخ فساد شوی او بايد ولايتي اداره او څارنوالي يې کارونه ژر خلاص کړي.
دی وايي، په دې چاره کې په لويه کچه يو شمېر لوړپوړو چارواکو لاس درلود؛ نو ځکه يې چارې هم ځنډېدلې دي.
د ډاکټر هاشمي د معلوماتو له مخې، د جومات لپاره د چندې او مرستو په نوم له مصارفو درې چنده زياتې پيسې راټولې شوې او ټولې د يو شمېر کسانو له خوا اختلاس شوې دي.
د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ رييس څارونکي احمد ولي هاشمي هم پژواک ته وويل چې موضوع تر دوی رسېدلې او کار يې پرې جريان لري.
هغه زياته کړه، ، دوی ته موضوع مخکې راجع شوې وه چې په کې ښکېل ۶ کسان دوی نيولي او ترې يې څېړنې کړې چې له ډلې يې د سپين جومات د جوړوونکي شرکت قراردادي پر دوه نيم کاله بند هم محکوم شوی او ۵ نور کسان په ضمانت خوشي شوي دي.
دی وايي، پاتې پنځه کسان يو يې د جومات ملا امام، دوه تنه د حج او اوقافو رياست کارکوونکي او دوه ملي سوداګر دي.
د هاشمي په وينا، اوس يې د سپين جومات د چارو د څېړلو په خاطر د ښار جوړونې له وزارت انجنيران ورغوښتي چې پر جومات د راغلو مصارفو او پاتې مصارفو اندازه معلومه کړي.
هغه ډاډ ورکړ چې د جومات د رغولو لپاره په بانک کې ډېرې پيسې موجودې دي او د يادو انجنيرانو تر څېړنې وروسته به د جومات رغنيزې چارې پيل شي.
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني پژواک ته وويل چې د سپين جومات د چارو د پيل په اړه يې د ولايت په اداري مجلس غونډه کې وړانديز کړی چې د والي له لوري منظور شوی او يو پلاوى هم له کابله راغلی چې کارونه يې و ارزوي.
هغه مني، چې د جومات چارې د فساد او د پيسو د اختلاس له امله ځنډېدلي او ټينګار کوي چې اړوند ارګانونه بايد دې قضيې په حل کې چټک ګامونه واخلي.
حقاني په دې قضيه کې د اوقافو رياست د کار کوونکو د تورنېدو په اړه وويل: ((اصلاُ دا جومات رياست سره له مشورې پرته شهيد شوی دی، بيا يې پر خپل سر په کې زموږ د دوو کارمندانو نومونه د پلاوي په توګه ليکلي وو؛ خو هغوی بېخي خبر هم نه وو، کله چې ونيول شول د معلوماتو له په ډاګه کېدو وروسته بېرته خوشي شوي دي.))
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم پژواک ته وويل چې دغه جومات د تاريخ په اوږدو کې دوه ځلې شهيد شوی او هغه جومات چې د امير عبدالرحمن خان په وخت کې جوړ شوی و، نقشه يې هم بدله وه او ساختار يې هم بدل و.
دی وايي، اوسني جومات تاريخي ارزښت نه درلود؛ خو د جلال اباد د ښاريانو اړتيا ده؛ چارې يې بايد ژر پای ته ورسېږي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم پژواک ته وويل چې د سپين جومات د کارونو له فساد ډکه منازعه به د څارنوالۍ او د ښاري پراختيا وزارت د ګډ پلاوي له لورې څېړل کېږي او لګښت به يې معلومېږي.
دی وايي، د ياد پلاوي تر راپور وروسته به سوداګرو ته اجازه ورکړل شي چې د دغه جومات د رغولو چارې پيل کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










