جلال اباد (پژواک، ۴ مرغومی ۹۵): د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ خلک وايي چې له حکومت سره يې د خپلې همکارۍ په پايله کې امنيت ټینګ شوی؛ خو د روغتيا، پوهنې او په نورو رغنيزو برخو کې يې ستونزې لا هم ډېرې زياتې دي.
دوی شکايت کوي چې دوربابا ته ولايتي ادارې هېڅ پاملرنه نه ده کړې او حتی په تېرو ۱۵ کلونو کې ورته يوه والي هم سفر نه دی کړی.
د دې ولسوالۍ قومي مشر حاجي فرمان ګل شينواري پژواک اژانس ته وويل چې د ولسونو په همکارۍ امنيت ټينګ دی؛ خو نورې ستونزې ډېرې زياتې دي.
دی وايي، د دوربابا ولسوالۍ سړک خام دی او تر څنګ یې پل او پلچک هم تخريب شوي او که يو عادي باران هم وشي؛ نو د ولسوالۍ اړيکې له ښار او مرکز سره پرې کېږي.
هغه د ښوونځيو په برخه کې د شته ستونزو يادونه هم وکړه او زياته يې کړه چې ښوونځي يې کړکۍ نه لري، چارديوالۍ يې نشته، چتونه يې هم نشته، د کوټو تش دېوالونو کې زده کوونکي زده کړې کوي.
نوموړي د ښوونکو په برخه کې د ستونزو يادونه هم وکړه: ((ښوونکي ټول د نورو ولسواليو دي، لاره خرابه ده، دوى يوه ورځ په تګ تېروي او يوه په راتګ، هفته کې درې ورځې درس وي او نور شاګردان همداسې ناست وي.))
د دې ولسوالۍ يو بل قومي مشر ملک کفتر خان هم د يادو ستونزو تاييد کوي او زياتوي چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتيا په برخه کې هم ډېرې ستونزې لري.
هغه زياته کړه: ((يوه ښځه او يو نارينه ډاکټر دلته شته چې هغه هم لس بجې د ورځې راځي او دوولس بجې بېرته ځي، که له دوولس بجو وروسته څوک ناروغ کېږي؛ نو موږ ولسوالۍ کې ډاکټر نه لرو او غني خېلو ته يې وړو.))
دی وايي، د لارې د خرابوالي له امله ډېر کله هغه ناروغان چې هلته يې درملنه نه کېږي او يا له غرمې وروسته ناروغېږي؛ نو د تګ پر مهال د دې پر ځای چې د درملنې ځای ته ورسېږي، په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.
د دې ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر رڼاګل شينواري پژواک ته وويل چې د دوربابا ولسوالۍ ځوانان هم د نورو ولسواليو د ځوانانو په پرتله له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي.
د هغه په وينا، ځوانان د زده کړو، روغتيا، تفريح او نورو بېلابېلو برخو کې ستونزې لري او ولايتي اداره ورته هېڅ پاملرنه نه کوي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم هم پژواک ته وويل چې د دوربابا ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې دوی يې وخت نا وخت له ولايتي چارواکو سره ستونزې شريکې کړې دي.
دی وايي، ولسونو امنيت خپله تامين کړی؛ خو چارواکو ورسره د ستونزو د حل په برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.
د دوربابا ولسوال هميشه ګل مسلم هم د ستونزو د شتون په اړه د ولسونو شکايتونه پر ځای ګڼي او وايي، له تېرو پنځلس کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د رغونې چارې نه دې ترسره شوې.
ولسوال وايي، په همدې پنځلس کلنه موده کې دی په دوربابا کې ولسوال پاتې شوی، امنيت يې د ولسونو په همکارۍ تامين کړی؛ خو نورې ستونزې چې امکاناتو ته اړتيا ده، د ولايتي ادارې بې غورۍ له امله نه دي حل شوي.
هغه وويل، هر والي ورته ډاډ ورکړی چې ستونزې به حل شي؛ خو تر اوسه يې هېڅ ستونزه نه ده حل شوې.
هميشه ګل تاييدوي چې د دې ولسوالۍ سرک خراب دی، د روغتيا او د پوهنې په برخو کې ډېر مشکلات موجود دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين هم مني چې د دې ولسوالۍ ښوونځي ودانۍ نه لري؛ خو د ښوونکو په برخه کې د شته ستونزو د حل خبره کوي.
د ياد رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري پژواک اژانس ته وويل چې تازه يې دې ولسوالۍ ته ۴۵ کسه ۱۴ پاس ښوونکي چې د همدې ولسوالۍ دي، پر دنده ګومارلي او د ښوونکو په برخه کې شته ستونزه يې حل شوې ده.
هغه د ښوونځي د ودانۍ د خرابوالي په اړه وويل: ((د ودانيو ستونزه يوازې د دوربابا نه ده، د ټول ننګرهار او د ټول افغانستان ده. موږ ته هر کال د لسو ښوونځيو د ودانيو ونډه راکول کيږي او د را روان کال په پلان کې د دوربابا ولسوالۍ هم شته دی.))
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم پژواک سره په خبرو کې د دوربابا د ولسونو د ستونو شتون تاييد کړ او ټينګار يې وکړ، چې والي ګلاب منګل يې د حل لپاره پلان جوړ کړی دی.
هغه وويل، والي په نږدې راتلونکي کې دې ولسوالۍ ته سفر کوي او د مشکلاتو د حل لپاره اړوند رييسان هم له ځان سره بیايي چې ستونزې يې تر اورېدو وروسته حل کړي.
د يادولو ده، د ننګرهار نورې ګڼې ولسوالۍ هم ورته ستونزې لري؛ خو د هغو ولسواليو په اړه ولايتي چارواکي د امنيت خرابوالي خبره کوي، امنيتي مشکلاتو له امله په کې رغنيزې چارې نه شي ترسره کولی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










