جلال اباد (پژواک، ۷ مرغومی ۹۵): د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس وايي چې روان کال په دغه ولايت کې امنيتي منسوبينو د نشه يي توکو ۱۷۱ کاروباريان نيولي او څارنوالۍ ته يې سپارلي دي.
خو بلخوا د ننګرهار ولايت اوسېدونکي وايي چې ورځ تر بلې په دغه ولايت کې پر نشه د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي خو حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د ننګرهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس محمد ادريس ساپي له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې د روان کال په ترڅ کې د امنیتي مؤظفینو له لورې ۱۷۱ تنه تر نیول کېدو وروسته څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي .
نوموړی دغه راز وايي چې په ياده موده کې پوليسو دغه راز ۲۱ ټنه بېلابېل ډوله نشه یي توکې سوځولي او ۶ ټنه هیروین، تریاک، چرس، تېزاب، الکولي مشروبات او ګڼ شمېر نور نشه یې توکي نیول شوي دي .
د ساپي په وينا، د تېرو دوو کلونو په موده کې یې د لس میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت بېلابېلې پروژې چې په کې د روږدو کمپلېکس، ننګرهار پوهنتون لیلیې ودانۍ جوړول، ځینو ولسوالیو کې اته کانالونه، د نعنا او ګلابو د پروسس فابریکه او په خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې د چرګانو د وېش چارې شاملي دي .
د ننګرهار د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ريیس وایي، د روان کال په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ۱۴ سوه روږدو کسانو درملنه هم شوې ده.
خو بلخوا د ننګرهار ولايت اوسېدونکي او په ځانګړې توګه جلال اباد ښاريان وايي چې د ننګرهار ولايت چارواکي د نشه يي توکو د کښت او کاروبار په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
هغوی زیاتوي چې د ننګرهار په ډېری ولسواليو کې کوکنار کرل کېږي، په جلال اباد ښار کې په ښکاره ډول خرڅېږي او ورځ تر بلې په ښار کې روږدي کسان هم ډېرېږي؛ خو ولايتي اداره يې مخه نه نيسي.
د جلال اباد ښار د انګور باغ سيمې اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل: ((هاغه مخامخ ځای ټول تر چوک تالاشۍ پورې له نشه يانو ډک دی، دوی ته دا پوډر څوک راوړي، پوډريان يې پيدا کولی شي او حکومت يې نه شي؛ خو خپله يې ورته زمينه برابره کړې ده.))
دغه راز د امير شهيد باغ تر څنګ ولاړ د ننګرهار پوهنتون يو محصل جواد ساپی چې په باغ کې یې د روږدو کسانو ننداره کوله، په خواشیني حالت کې پژواک ته وويل چې د ځوانانو دغه تباهي د چارواکو د بې غورۍ له امله ده.
نوموړی غوښتنه کوي چې حکومت بايد په ټوله معنا دې چارې ته پام وکړي او په پروژه يي شکل دې د نشه يي توکو د مخنيوي په اړه څرګندونې نه کوي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري هم د ولايتي چارواکو پر دغو څرګندونو نيوکه وکړه او وړانديز يې وکړ چې عملي کار بايد د ولسواليو په کچه ترسره شي؛ ځکه چې که ترياک کرل کېږي؛ نو د نشه يي توکو مخه نه شي نيول کېدای.
هغه وړاندې پژواک ته وويل: ((که د حکومت خبرو ته غوږ کېږدو؛ نو ته به وايي چې وطن ګل ګلزار دی؛ خو چې بیا حقيقت ته مخه کړې؛ نو نور ځايونه پرېږده د ولايت په مخ کې امير شهيد باغ ته چې ورشې؛ نو د روږدو ځوانانو په ليدو به درته د چارواکو خبرې يوازې خبرې ښکاره شي او بس.))
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې والي د يادې موضوع په حل کې جدي دی او ټولو اړوندو ادارو ته يې سپارښتنه کړې چې د نشه يي توکو د کښت، کاروبار او استعمال د مخنيوي په برخه کې هڅې لا ګړندۍ کړي.
خوږياڼي په جلال اباد ښار کې پر نشه د روږدو کسانو د شمېر ډېروالي په اړه د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل چې هم يې د نشه يي توکو د پلورونکو په اړه هلې ځلې چټکې کړې او هم يې د معتادينو د راټولولو او درملنې په اړه ګامونه پورته شوي دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په جلال اباد ښار کې ورځ تر بلې پر نشه د روږدو کسانو شمېر په ګواښوونکي ډول زياتېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










