منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۲ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يوه روږدې مېرمن چې په څو موسسو کې يې کار کړى: ما وژغورئ!

· ۷ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

 کابل (پژواک ١٤ مرغومى ٩٥): يوه تحصيل کړې مېرمن چې په افغانستان کې په څو نړيوالو موسسو کې د کار کولو ادعا کوي او اوس له تېرو درېيو کلونو راهيسې د پل سوخته تر پله لاندې پر نشه يي توکو له سلګونو نورو روږدو کسانو سره يوځاى ژوند کوي، له دولت څخه د مرستې  غوښتنه کوي.

 ياده ٣٠ کلنه ايران الاصله مېرمن قمبري نومېږي، چې د ياد هېواد د "قزوين ولايت" اوسېدونکې ده، مور يې دري ژبې او پلار يې د قزوين له ترکانو څخه دى.

 مېرمن قمبري، له دولسم ټولګي له فارغېدو او دوه کلونو چمتووالي وروسته د ايران امام خميني پوهنتون ته لاره موندلې چې په طب کې يې درې نيم کاله تحصيل هم کړى دى.

 په نشه يي توکو دغه روږدې مېرمن وايي، په يوولس کلنۍ کې يې د قزوين ولايت په کچه د قرانکريم په يوه سيالۍ کې د ٤٠٠ ګډونوالو له ډلې لومړى مقام ترلاسه کړى او له يوه روزنيز مرکز څخه يې په کمپيوټر کې د استادۍ سند هم لري.

 جسمي وضعيت:

 د پژواک خبري اژانس خبريال چې له يادې مېرمنې سره مرکه کړې، وايي چې ياده مېرمن اوس هم له نورو سلګونو معتادينو سره يوځاى، چې په دغه سيمه کې د ډېرو بويونو او خځلو له امله له ماسک پرته ساه اخيستل هم ستونزمن کار دى؛ شپې او ورځې سبا کوي.  

د پژواک د خبريال په وينا، ليلا کله چې د پل سوخته له پله څخه راپورته کېده، نو سر يې ببر او بې شېمې ګامونو پورته کولو راغله، چې له ٥٠ کلونو زياته معلومېده، خو د نوموړې په وينا؛ عمر يې ٣٠ کاله دى.

ياده مېرمن، له پله څخه له راوتلو وروسته د پله پر يوه دېوال تکيه وکړه او مرکې کولو ته يې ځان چمتو کړ.

کله مې چې ياده مېرمن له نږدې وليده، نو د ژامې لاندينې غاښونه يې مات او پاتې څو نور يې تور شوي غونته و، چې له جسمي پلوه هم دومره کمزورې معلومېده تا به ويل چې له څو ورځو راهيسې يې ډوډۍ نه ده خوړلې.

 ليلا قمبري، چې له ښه روغتيايي حالت برخمنه نه وه او په ډېرې سختې يې خبرې کولې، زياته کړه چې دولس کاله وړاندې يې له يوه افغان ځوان چې د دايکنډي ولايت اصلي اوسېدونکى دى؛ واده وکړ او په ايران کې له دوه کلونو تېرولو وروسته د خپلې خسرګنۍ د ليدو لپاره دايکنډي ته راغله.

هغې زياته کړه، په دايکنډي کې د اوسېدو په لومړيو ورځو کې يوې بهرنۍ موسسې چې د ياد ولايت د روغتيا په برخه کې يې کار کاوه، له نوموړې په دغه موسسه کې د ناروغانو د لېږدېدونکو ناروغيو د تشخيص او روغتيايي برخو کې د کار کولو غوښتنه وکړه.

ليلا وويل، دا چې په ياد ولايت کې باسواده ښځې ډېرې کمې وې، نو د خلکو او قومي مشرانو په غوښتنه يې خسرګنۍ دې ته حاضره شوه، څو نوموړې د دايکنډي له خلکو سره په روغتيايي برخه کې مرسته وکړي او ياد مسووليت څو کاله پر مخ يوسي.

ليلا قمبري، چې د خبرو پر مهال يې ټول لاسونه رپېدل او د خولې د وچوالي له امله يې په قراره خبرې کولې، ادعا وکړه چې د ١٣٨٩ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال يې له يوناما سره د (DDFC) په توګه او دغه راز يې له (MPO) موسسې سره د سيمه ييزو قابله ګانو د روزنې په برخه کې د روزونکې او په ياد ولايت کې د فرانسويانو په ٥٠ بستريز روغتون کې د مشرې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

مېرمن قمبري چې خپل ګګر وېښتان يې په رېږدېدلو لاسونو سمول، ناڅاپه يې په سترګو کې اوښکې راغلې او ويې ويل: "ډېره ستړې يم او ذهن مې کار نه کوي، نورو دفترونو کې مې چې کار کړى، هېر شوي مې دي."

په نشې د روږدي کېدو عوامل:

پر دې سربېره چې د يادې معتادې مېرمنې په مخ کې ډېره ستړيا تر سترګو کېده او ډېرې خبرې کولې يې نه غوښتل، له نيم ساعته وقفې وروسته مې ترې وغوښتل، څو پر نشه يي توکو د روږدې کېدو لامل راته ووايي.

ليلا وويل، شاوخوا پنځه کاله وړاندې د دايکنډي ولايت په شهرستان ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله يې د ملا مهرې ماتې شوې، چې له امله يې يو کال ورنځېده، له دې پرته چې روغتيا يې په برخه شي؛ ورځ تر بلې د مرګ خولې ته نږدې کېده.

نوموړې په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې بښېدې، وويل: يوه ورځ مې خواښې راته په يوې پياله کې د دوه نخودو په اندازې يوه تور رنګه ماده د چايو په پياله کې واچوله او ويې ويل، دا موملايي ده او د ملا مهرو ته ګټوره ده، دا چې ما ډېر درد درلود، نو هغه مې وخوړه.

ليلا چې ژړا يې لاپسې زياته شوه او ډېره ټوخېده، له يوې شېبې چوپتيا وروسته وويل، له هغه وروسته به يې چې ملا درد کاوه، نو د موملايي غوښتنه به يې کوله، خو له دې خبره نه وه، چې د موملايي پر ځاى ترياک ورکول کېږي.

هغې وويل، نوموړې په دغه موده کې اومېندواره هم وه او اومېندوارۍ مودې ته په نږدې کېدو سره د کابل ښار يوه روغتون ته راوړل شوه، ډاکټران له هغه وروسته چې په دې پوه شول چې د نشې ستن پرې تاثير نه کوي، نو پوه شول چې دغه مېرمن په نشه يي توکو معتاد ده او څو مياشتې ورته ترياک ورکړل شوي دي.

نوموړې وويل، له هغه وروسته ډاکټرانو تر ټولو سختې پېچکارۍ ورته ورکړې، چې په پايله کې يې خپل بچى هم له لاسه ورکړ.

له معتاد کېدو وروسته له کومو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه:

ليلا په ژړغونې  غږ سره وويل، له روغتون څخه له بهر کېدو وروسته يې په کابل کې ژوند پيل کړ، چې د درد د کمېدو لپاره به يې تل له خپل مېړه د نشه يي توکو د راوړلو غوښتنه کوله، چې دغه کار دوام وکړ او يوه ورځ يې خاوند هم د کابل ښار په واصل اباد سيمه کې له يادو ترياکو سره يوځاى د پوليسو له لوري ونيول شو، چې په دوه کلن زندان هم محکوم شو.

هغې وويل، د مېړه له زنداني کېدو وروسته په بشپړه توګه يواځې پاتې شوه، د يواځيتوب له امله يې کرايي کور هم له لاسه ورکړ او په پايله کې دې ته اړه شوه، چې خپلې شپې او ورځې په کوڅو او سړکونو کې تېرې کړي، چې اخر يې هم برخليک پل سوخته شو.

پل سوخته د کابل ښار په لوېديځ کې يوه مشهوره سيمه ده، چې په کې تر پله لاندې په نشه يي توکو سلګونه روږدي کسان ژوند کوي او له ډېر ناوړه حالت سره مخامخ دي. پر دې سربېره چې د کابل ښار روغتيايي چارواکو له نورو اړونده ادارو سره تر اوسه څو ځلې د روغتيا امن ځايونو ته لېږدولي، خو بيا هم په دغه سيمه کې د ښځو او نارينه وو په ګډون سلګونه معتادين ژوند کوي.

تر دغه پله لاندې يو شمېر معتادين په ګروپي ډول سره راټول شوي وي او نشه يي توکي دود کوي، ځينې يې بيا د پل په بله برخه کې يو بل ته پيچکارۍ وهي او نشې کوي، چې له دغو کسانو څو يې بيا له مرګ سره مخامخ دي.

ليلا قمبري چې له دغو سلګونو معتادينو يې يوه معتاده ده، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې په ايران کې له خپلې کورنۍ مرسته نه ده غوښتې، وويل: "ايران ته د خپلې کورنۍ د بدنامولو لپاره نه ځم، خو خسرګنۍ مې چې کله له دغه حالت خبره شوه، نو نور يې له ما سره له مرستې لاس اخيستى دى."

مېرمن قمبري په دې اړه، چې که چېرې د درملنې په موخه ولېږل شي؛ ايا د خپل عمل د پرېښودو هوډ لري؟ وويل: "يوځل مې درملنه وکړه، خو کله چې له روغتون بهر شوم، د اوسېدو ځاى مې نه درلود، بيا دغه پل سوخته پله ته راغلم، خلکو به ځورولم، خو اخر راته پوليسو وويل، د پله لاندې ځاى ته لاړه شه، موږ تاسو کوم ځاى ته بوځو، هغه شپه بيا ياد پله ته راغلم."

نوموړې په لړزېدلي اواز وويل: "پخوا به مې د زرګونو کسانو درملنه کوله او هره مياشت به مې اووه زره ډالره معاش درلود او له همدې معاش مې د مېړه وروڼو ته ودونه وکړل او دوى يو ژوند پيدا کړ، اوس مې هغوى هم نه مني او بل څوک هم نه لرم، څو ما له دې ناوړه حالت وژغوري."

ياده معتاده مېرمن له حکومته څه غواړي؟

له ليلا پوښتنه وشوه، چې له حکومته څه غواړي؟ نوموړې په داسې حال کې چې دغې پوښتنې ته راويښه شوه او پوره چمتووالى يې ونيو، پژواک ته وويل: "له حکومته غواړم چې زما د مېړه برخليک معلوم کړي، ما د درملنې لپاره يوه روغتون ته ولېږدوي او له درملنې وروسته په يوه روغتون کې راته د قابلګي او يا په نورو ادارو کې د کمپيوټر د استادې په توګه د کار زمينه برابره کړي."

د دايکنډي ولايت د چارواکو نظر:

د دايکنډي ولايت مرستيال حبيب الله رادمنش له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، چې ليلا قمبري څه موده وړاندې دوى ته هم مراجعه کړې او ورته ويلي يې و، چې يوه تحصيل کړې مېرمن ده او په دغه ولايت کې يې پخوا له ځينو نړيوالو موسسو سره دنده هم ترسره کړې، چې بايد له نوموړې سره همکاري وشي.

خو نوموړي د هغې ادعاوې ناسمې وبللې او ويې ويل، هغه يوه ناروغه ده او بېځايه ادعاوې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه