کابل (پژواک ٢١ مرغومى ٩٥): د کليو او پراختيا وزارت له خصوصي سکتور سره د ٦٦٧ ميليون افغانيو په لګښت د ١٢ پراختيايي پروژو قراردادونه لاسليک کړل.
د يادو پروژو قراردادونه نن د کليو او پراختيا وزير انجنير نصيراحمد دراني او د خصوصي شرکتونو د استازو ترمنځ لاسليک شول.
د کليو او پراختيا وزير نصيراحمد دراني وويل، دغو پروژو کې چې د حکومت له پراختيايي بوديجې يې مالي ملاتړ کېږي، ٢٦،٥ کيلومتره قيرشوى سړک، د ٢٨،٥ کيلومتره جعل شوي سړک او د ٣٢٨ متره پول جوړول شامل دي.
هغه زياته کړه، چې دغه پروژې د کليو د لارو جوړولو ملي پروګرام له لارې په هرات، بغلان، لوګر، کاپيسا، لغمان، تخار، کونړ او پروان ولايتونو کې ترسره کېږي.
د کليو او پراختيا وزير پر دې سربېره چې له قراردادي شرکتونو د پروژو کيفيت ته د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه، ګواښ يې وکړ چې که شرکتونه له قرارداد سره سم کار ونه کړي نو د افغانستان د تدارکاتو قانون له مخې به له دوى سره قانوني چلند وشي او قراردادونه به هم ورسره لغوه شي.
نوموړي وويل: "موږ به د دغو شرکتونو د کار پر څرنګوالي په ځانګړي ډول د پروژو له عملي کولو جدي څارنه وکړو او د دغو پروژو په عملي کولو سره به شا وخوا ١٥٢،٦٠٠ ورځې کاري فرصتونه رامنځته شي."
د کليو او پراختيا وزارت دغه لوړپوړي چارواکي د يادو پروژو د کار د مودې په اړه معلومات وړاندې نه کړل.
د يعقوبي شرکت مشر غلام نبي يعقوبي د قراردادي شرکتونو په استازيتوب ژمنه وکړه، چې د کار کيفيت ته به ډېره پاملرنه کوي او هڅه به وکړي، چې د پروژو کار د قرارداد په چوکاټ کې ترسره کړي او په خپلې ټاکلې مودې کې به کار پاى ته رسوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










