کندهار (پژواک ٢١ مرغومى ٩٥): د کار او ټولنیزو چارو وزیرې او د متحده عربي اماراتو سفیر کندهار ته سفر وکړ او دغلته یې د یوه دارالایتام د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودله.
د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل او د متحده عربي اماراتو سفیر جمعة الکعبي لومړی په ولایت مقام کې د کندهار له والي، د ولایتي شورا له غړو، ملي سوداګرو او قومي مشرانو سره لیده کاته وکړل او وروسته یې د کندهار ښار په عینو مېنه کې د دارالایتام د جوړولو چارې پرانیستې.
جمعة الکعبي وویل، متحده عربي امارات او افغانستان په خپل منځ کې دیني او فرهنګي ګډ مشترکات لري او په همدې بنسټ یې هڅه کړې له افغان حکومت او ولس سره تل ښې اړیکې وپالي.
هغه زیاته کړه، هېواد یې تر دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي او دغه لړۍ ته به دوام ورکوي.
د ده په خبره، متحده عربي امارات په دې لړ کې دا ځل په کندهار کې یو دارالایتام جوړوي چې ۶۰۰ بې سرپرسته نجونې او هلکان به په کې روزل کېږي.
دی وايي، دغه دارالایتام د دغه هېواد د ۲ میلیونه امریکايي ډالره په لګښت پر ۱۰ جریبه ځمکه جوړېږي چې د لیلیې ودانۍ، ورزشي میدانونه، ښوونځی او روغتیایی مرکز به په کې وي.
د ده په خبره، د دغه درالایتام د ودانۍ د جوړولو چارې به تر راتلونکو دوو کلونو بشپړې شي.
هغه یادونه وکړه چې دغلته د والي، سوداګرو او قومي مشرانو له خوا شوي وړاندیزونه یې له ځان سره اخیستي او د خپل هېواد له مشرانو سره به یې شریکوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل د متحده عربي اماراتو له سفیر څخه مننه وکړه چې د دغه وزارت په تر ټولو لوی ماموریت کې له دوی سره مرسته کوې.
دې زیاته کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر ټولو لوی ماموریت دا دی چې د بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو روزنه او پالنه وکړي، د زده کړې امکانات ورته برابر کړي او خوندیتوب ته یې پاملرنه وکړي.
د نوموړې په خبره، په کندهار کې د یوه مجهز دارالایتام جوړولو ډېر اړین دي، ځکه دغه ولایت د هېواد له هغو ولایتونو دی چې ډېر شهیدان یې ورکړي او په سلګونو ماشومان یې بې سرپرسته دي.
دې یادونه وکړه چې په ټول هېواد کې د بې سرپرستو ماشومانو شمېره چې له دوی سره ثبت دي، ۱۳۵۰۰ ته رسېږي، خو دا وايي چې اصلي شمېره د اوسنۍ هغې دوه برابره ده، ځکه دوی یې د ساتنې او پالنې امکانات نه لري.
login or register a new account.