منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې د نږدې لسو ميليونو افغانيو په لګښت د درېيو پروژو چارې بشپړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

جلال اباد (پژواک ۲۱ مرغومی ۹۵): د ننګرهار په ښېوې او دره نور ولسوالیو کې د نږدې لسو میلیونو افغانيو په لګښت درې بېلابېلې ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې.

د ننګرهار ولايت مقام رسنيو دفتر څخه د مرغومي په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په يادو ولسواليو کې په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس صفت الله شرفمل وویل، د ښېوې ولسوالۍ کې د یو میلیون او دوه سوه زره افغانیو په لګښت د پاکو اوبو ۱۶ څاګانې او د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت څلور سوه اتیا متره استنادي دېوال تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

نوموړې زیاته کړه، همداراز په دره نور ولسوالۍ کې هم د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې شبکه تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

د ده د معلوماتو له مخې، له جوړو شوو څاګانو او لمریزې برېښنا د اوبو رسونې شبکې څخه شاوخوا ۶ سوه کورنۍ چې زياتره یې تازه را ستانه شوي کډوال دي، ګټه اخلي او همداراز د جوړي شوي استنادي دېوال له امله شاوخوا ۷ سوه جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه د استوګنې کورونه د سېلابونو د وړلو له خطر څخه وژغورل شول .

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نورو ولسوالیو په مخورو هم غږ وکړ، چې د پروژو په تطبیق کې له ولایت مقام او اړونده ادارو سره همکاري وکړي، ترڅو په سیمه کې یې د ابادۍ چارې ترسره شي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه