منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ميدان وردګو کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

کابل  (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٥): په ميدان وردګو ولايت کې د ٦٣ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې دوه سترې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل د مرغومي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيره پوهنوال سلامت عظيمي، د ميدان وردګو والي ځنډي ګل زماني، ځايي چارواکو، د ولايتي شورا او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه  چې په ميدانښار کې يو جمنازيوم چې ٩ خونې ، يو سالون او نور ملحقات لري، د ٣١ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې پوهنوال سلامت عظيمي  ياده پروژه په دغه ولايت کې د ورزشکارانو لپاره  يو مثبت ګام وباله.

د نوموړې په وينا، په دغه ولايت کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ښه شوې او د کوکنارو کښت صفر ته ټيت شوى.

د ميدان وردګو د والي وياند دغه راز وويل چې نن له غرمې وروسته ياد پلاوي په ميدانښار کې د مېوو او سبزيجاتو نوى جوړ  شوى مارکېټ هم پرانېست .

د منګل په وينا، دا مارکېټ په ١٣٠٠ متره مربع ځمکه کې جوړ شوى، ٣٢ دوکانونه، تشنابونه، شنه ساحه، پارکېنګ او نور ملحقات لري.

نوموړى وايي  چې پر دې مارکېټ  ٣٧ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او د دواړو پروژو لګښت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت لخوا ورکړل شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه