کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩٥): د سولې عالي شورا د رييس او جهادي مشر پير سيد احمد ګيلاني روح ته د دعا او فاتحې مراسم په ارګ کې ترسره شول.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مراسم نن د ارګ په سلام خانې ماڼې کې د ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې ترسره او په کې ګڼ شمېر دولتي او سياسي شخصيتونو ګډون کړى و.
سرچينه کاږي، د فاتحې په مراسمو کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني جمهوررئیس حامد کرزي، جهادي رهبرانو حضرت صبغت الله مجددي او استاد عبدرب الرسول سیاف، د سترې محکمې رئیس او قاضيالقضات سیدیوسف حلیم، لویڅارنوال فرید حمیدي، د مشرانوجرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، د اجرائیه ریاست مرستیالانو انجنیر محمدخان او استاد محمدمحقق برخه اخيستې وه.
سرچينه زياتوي، دغه راز د ملي شورا اداري پلاوي او یو شمېر غړو، د کابینې یو شمېر غړو او د ملي امنیت شورا سلاکار محمدحنیف اتمر، د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د جمهوري ریاست سلاکارانو، د سولې عالي شورا ستر مرستیال استاد محمد کریم خلیلي، محمد یونس قانوني، په کابل کې د اسلامي هېوادونو کورډيپلوماتیک استازو، د سولې عالي شورا غړو او د پیر سید احمد ګیلاني د کورنۍ یو شمېر غړو او لارویانو او د هېواد یو شمېر ملکي او نظامي منسوبینو هم ګډون کړی وو.
په دې مراسمو کې استاد قاري برکت الله سلیم او د هېواد یو شمېر نورو قاریانو له خوا د قران کریم ختم وشو او د ارواښاد پير سید احمد ګیلاني روح ته دعا وشوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د فاتحې مراسمو په پای کې د پير ګیلاني د کورنۍ او د هغه د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو جوړولو کميسیون په وړاندیز، د اشرف غني په حضور کې حضرت صبغت الله مجددي د پير سید احمد ګیلاني پګړۍ د هغه مشر زوی سید حامد ګیلاني ته ور په سر کړه او حاضرینو هغه ته د افغانستان خلکو لپاره د خدمت او د پلار د ارمانونو د تحقق په برخه کې د بریالیتوب هیلې څرګندې کړې.
سید حامد ګیلاني د ده له کورنۍ سره د ولسمشر د غمشریکۍ له امله مننه وکړه او څرګنده یې کړه، هڅه به یې دا وي، لکه د خپل پلار په څېر د ملي حاکمیت او همدارنګه د سولې او ثبات د تامین په خاطر د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام تر څنګ، هڅې وکړي.
هغه له وسلهوالو مخالفانو وغوښتل چې جنګ او تاوتریخوالی بس کړي او د بینالافغاني خبرو له لارې د سولې بهیر سره یو ځای شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










