Language

چاودنې له دوو ماشومانو ژوند واخيست

کلات (پژواک ١٠ سلواغه ٩٥): د زابل چارواکي وايي، د دې ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د درې بجو په شاوخوا د شينکۍ په سيوري سيمه کې د هاوان د سرګولې چاودنه شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې دوه ماشومان چې يو ١٣ کلن او بل ١٤ کلن و، وژل شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics