جلال اباد (پژواک ۱۱ سلواغه ٩٥): په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان وايي چې د سرحدي پوليسو په ليکو کې د فساد مخنيوي لپاره يې مبارزه پيل کړې او د يو شمېر مفسدو سربازانو د نيولو ترڅنګ يې شاوخوا ۳۰ کسان تغير او تبديل کړي دي.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل دا څرګندونې د سلواغې په ۱۱مه له پژواک اژانس سره د ځانګړې مرکې پرمهال وکړې.
هغه زياته کړه چې شاوخوا يوه مياشت يې د نوې دندې کيږي، په دغه موده کې يې د وضعيت د کنټرولولو، سربازانو د روحيې لوړولو،د فساد مخنيوي او يو شمېر نورو برخو کې يې چټک ګامونه پورته کړي دي.
حسين خېل وايي، لومړی پيل يې د سرتېرو د وضعيت کتو او د هغوی د روحيې لوړولو څخه کړی، چې د ننګرهار او کونړ په ګڼو صفري نقطو کې يې د سرحدي پوليسو له پوستو ليدنه کړې ده.
نوموړي زياته کړه: ((د کونړ ولايت په دانګام او سرکاڼو ولسواليو صفري نقطو کې مې د سرحدي پوليسو له پوستو ليدنه وکړه، د ننګرهار ګوشتې، لعلپورې، مومندرې او نازيانو ولسواليو ته مې هم سفرونه درلودل، حتی د شمشاد پوستې نه مې ليدنه وکړه، سربازان مې ښکل کړل، هغوی ته مې ډاډ ورکړ او د هغوی تجهيزات مې هم وکتل.))
د سمونوال محمد ايوب حسين خېل د معلوماتو له مخې، په سرحدي پوستو کې د سرتېرو د اکمال، تجهيز او وضعيت اړوند ستونزې يې حل کړي .
هغه ډاډ څرګند کړ چې تر راتلونکي اوړي به ټول سرحدي پوليس د دښمن مقابلې ته چمتو وي او هغوی ته به غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان زياتوي چې د جګړييز وضعيت د کنټرول، سرحدي کرښو د ټينګښت او فساد مخنيوي په خاطر يې د څلورو رييس ارکانو په ګډون له ديرشو زيات هغه کسان تغير او تبديل کړي چې له دريېو کلونو يې زيات وخت په يوځای کې تېر کړي وو.
نوموړی له ډيورنډ فرضي کرښې سره د سرحدي پوليسو په دوو پوستو د وسله والو طالبانو ډله ييزو بريدونو ته په اشارې سره وايي، چې د پاکستاني ځواکونو نه همکارۍ د دوی پوستې له خطر سره مخامخ کړې دي.
حسين خېل دا مني چې يو شمېر سرحدي پوليس د قاچاق په مخنيوي او د کانونو په ساتنه کې پاتې راغلي او په فساد کې ښکيل دي؛ خو وايي، دوی هڅې ګړندۍ کړي او يو شمېر سربازان يې نيولي هم دي.
هغه وايي: ((زه دا نه ردوم چې يو شمېر سربازان به د قاچاق په مقابل کې پيسې اخلي؛ خو ما کشفي ارګانونو ته امر کړی چې د دغو سرتېرو پلټنه وکړي، تر اوسه درې کسان نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي او لا هم پلټنې روانې دي.))
د سرحدي پوليسو عمومي قوماندان د تورخم کميسارۍ په اړه د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دغه کميساري شايد په فساد کې ښکيله وي او ورته د تغير او تبديل پلان هم ولري؛ خو وايي چې مخکې له وخته يې په اړه معلومات نه ورکوي.
سمونوال محمدايوب حسين خېل د تورخم جګړې ته په اشارې سره وايي چې سرحدي پوليس په پوره تجهيزاتو او وسلو سمبال دي او که دا ځل هرڅوک د دوی په حريم بريد وکړي، نو له سخته غبرګون سره به مخ شي.
د سرحدي پوليسو قوماندان د خپلو وژل شوو سرتېرو د قدردانۍ او د نورو سرتېرو د روحيې د لوړولو په اړه وويل: ((ما د شهيدانو د قدردانۍ په خاطر د هغوی عکسونه وځړول او د يو څلي په اړه هم کار روان دی، چې نور سرتېري هم قربانۍ ته حاضر کړي او روحيه ورکړي. دغه راز مې د شهيد شوو سرتېرو له کورنيو څخه ليدنه کړې او هغوی مې نازولي دي.))
حسين خېل په خپلو چارو کې د لاسوهنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زه يو عسکر يم او هيچاته اجازه نه ورکوم چې زما په کارونو کې لاسوهنه وکړي.))
نوموړى په پای کې له ولسونو د همکارۍ غوښتونکی شو او په ټولو سرحدي پوليسو يې غږ وکړ چې د خپل ځان په بدله د هيواد ساتنه وکړي.
هغه زياتوي : ((په وطن مړ شهيد دی او ټول عمر به يې ولسونه مېړانه ياد ساتي.))
د يادولو ده چې سمونوال محمد ايوب حسين خېل تر دې وړاندې د همدغو پوليسو جګړه ييز قوماندان و؛ خو مياشت وړاندې د پخواني قوماندان جنرال ولي خان شينواري تر بدلون وروسته دى عمومي قوماندان وټاکل شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










