کابل (پژواک، ١٢سلواغه ۹۵): د کابل ښار د مکروريانونو يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې مرکز ګرمۍ يې کافي تودوخه نه لري او په ٢٤ ساعتونو کې د څو ساعتونو لپاره غير فعالې وي.
خو د کابل ښاروالۍ د مکروريانونو د تدوير او مراقبت تصدي وايي چې د مرکزګرمۍ د بخار خونې برېښنا تر تخنيکي ستونزو پرته نه پرې کېږي او د مرکزګرمۍ د پوره تودوخې د نه توليد لامل د مکروريانونو ځيني اوسېدونکي دي چې په سيستم کې يې لاسوهنې کړې دي.
د لومړي مکروريان د يو دېرشم بلاک اوسېدونکي محمد حسن احدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا يوه نيمه اوونۍ وړاندې به که برېښنا هم وه، خو مرکزګرمي به پوره تودوخه نه لرله او دغه ستونزه به د ورځې له خوا ډېره وه.
خو هغه وايي چې اوس دغه ستونزه تر يوې کچې کمه شوې ده، خو لا هم په ٢٤ ساعتونو کې له پنځو تر ٧ ساعتونو د مکروريانونو برېښنا پرې کېږي چې ورسره مرکزګرمۍ هم کار نه کوي او خونې ډېرې سړې وي.
احدي چې د درېيو خونو لرونکي کور کې اوسېږي، وايي چې تېر کال يې د مرکزګرمۍ، صفايۍ او د نل اوبو نږدې ۲۱زره افغانۍ تحويل کړې، خو سږ تر اوسه نه ده معلومه چې ټول لګښت به يې څومره شي.
د درېيم الف مکروريان اوسېدونکى محمد ياسين مشهور چې د دغو مکروريانونو د يو سل او درېيم بلاک استازى دى، وايي چې يوه اوونۍ وړاندې د مکروريانونو مرکزګرمۍ سيستم ډېر له ستونزو ډک و؛ خو اوس د هغه وخت په پرتله ښه شوى دى.
هغه وويل: "په اوونۍ کې داسې ورځ به حتمي وه چې ان تر ۱۴ ساعتونو پورې به مرکزګرمي غير فعاله وه، بيا د بلاکونو استازي سره راټول شول او خپل شکايت مو په کتبي ډول د مکروريانونو د تدوير او مراقبت تصدۍ ته وړاندې کړ؛ چې له حقه تېر نه شو شاوخوا پنځه ورځې کېږي چې مرکزګرمۍ ښې شوې دي."
خو دى وايي چې اوس هم هره ورځ درې يا څلور ساعته د درېيم الف مکروريانو برېښنا پرې کېږي او ورسره مرکزګرمۍ هم کار نه کوي.
د څلورم مکروريان د ۹۵ نمبر لرونکي بلاک اوسېدونکی ذبيح الله رفيعي وايي: "زه په درې اتاقه اپارتمان کې اوسېږم او هر کال له ۱۵ تر ۱۷زره افغانۍ ورکوو، خو متاسفانه د مرکز ګرمۍ سيستم ډېر له ستونزو ډک دی."
هغه هم وايي چې د څلورم مکروريان برېښنا هم په ٢٤ ساعتونو کې شاوخوا شپږ ساعته پرې کېږي او کله چې برېښنا پرې شي، مرکزګرمۍ هم کار نه کوي.
د ده په وينا، کله چې مرکزګرمۍ کار نه کوي، خونې ډېرې سړې وي؛ ځکه چې په بلاکونو کې تېلي، د لرګيو او يا ذغالو بخارۍ نه شي کارول کېداى او د مسموم کېدو له وېرې خلک ګازي بخارۍ هم نه شي کارولى.
د کابل ښاروالۍ د مکروريانونو د تدوير او مراقبت تصدۍ مشر محمد ميرويس ارغنديوال وايي چې د مکروريانونو د مرکز ګرمۍ سيستم تخنيکي ستونزه نه لري.
هغه زياته کړه: "زموږ سيستم په دوه ډوله انرژي پورې اړه لري چې لومړى اوبه د تېلو په وسيله تودېږي او تودې اوبه د پمپونو پر مټ چې برېښنا ته اړتيا لري ټولې شبکې ته وېشل کېږي، خو کله چې برېښنا پرې شي نو مرکز ګرمي هم قطع کېږي؛ خو زموږ برېښنا ډېره نه قطع کېږي."
ده وويل چې د خلکو د کورونو او د مرکزګرمۍ د بخارخونې د برېښنا مزي بېل دي او د بخارخونې برېښنا له تخنيکي ستونزې پرته نه پرې کېږي.
د هغه په وينا، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د بخارخونې برېښنا دوې دقيقې يو ځل او ٧ دقيقې بل ځل پرې شوې ده.
ارغنديوال وايي، ياده تصدۍ په پام کې لري چې راتلونکی کال د اوبو د پمپ کولو لپاره يو ستر جنراتور وپېرې څو د بخارخونې د برېښنا د پرې کېدو په صورت کې ترې کار واخلي.
د کابل د برېښنا مشر محب الرحمن مومند هم وايي چې د مکروريانونو د بخار خونې برېښنا د نغلو له بنده ورکول کېږي او تر تخنيکي ستونزو پرته د يادې بخار خونې برېښنا نه پرې کېږي.
ارغنديوال د خلکو د دغه شکايت په اړه چې مرکزګرمۍ خونې سمې نه شي تودولاى، وايي: "د مکروريانونو يو شمېر اوسېدونکو په خونو کې پر خپل سر تغييرات راوستي، برنډې يې په خونو کې شاملې کړې، د مرکزګرمۍ نوعيت او موقعيت ته يې بدلون ورکړی؛ نو په داسې وخت کې د مرکز ګرمۍ سيستم له معياري حالت څخه وځي او نه شي کولای خونې په منظم ډول تودې کړي."
همداراز دی زياتوي چې ځينو کسانو د مرکزګرمۍ په نلونو کې شيردانونه لګولي تر څو د مرکز ګرمۍ له اوبو د نورو کارونو لپاره استفاده وکړي.
دى وايي چې د دې ستونزې له امله د مرکزګرمۍ د اوبو د تودوخې کچه ټيټېږي، اړين فشار يې منځه ځي او مرکز ګرمي نه شي کولای خونې په منظم ډول تودې کړي.
ارغنديوال وايي، له هغو اوبو سره چې د مرکز ګرمۍ لپاره کارول کېږي مالګه ګډېږي، د هېڅ ډول ګټې اخيستنې وړ نه دي او ممکن کارول يې روغتيايي ستونزې رامنځته کړي.
هغه په دې اړه چې تصدي د مکروريانونو له خلکو د مرکز ګرمۍ په بدل کې څومره پيسې اخلي، وايي چې د مکروريانونو د اوسېدونکو د استازو په ګډون د کابل ښاروالۍ پلاوی کلنی لګښت سنجوي، د تصدۍ لپاره لس سلنه عوايد هم ورسره جمع کوي او بيا يې د مکروريانونو پر مساحت وېشې.
دى وايي چې د مکروريانونو د هر کور له يو متر مربع څخه په ۱۳۹۳ کال کې ۳۰۰ افغانۍ او تېر کال ۲۵۸.۵ افغانۍ اخيستل شوې او د روان ژمي لګښت به د ژمي په پاى کې معلوم شي.
د هغه په وينا، له هر کور څخه شاوخوا ٣٠ سلنه پيسې مخکې له مخکې اخيستل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










