منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کانونو پخوانی رييس: د فساد د مخنيوي په لاره کې مې دنده له لاسه ورکړه

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

جلال اباد (پژواک ١٢ سلواغه ٩٥):د ننګرهار د کانونو پخوانی رييس ادعا کوي چې د فساد د مخنيوي په لاره کې ترې دنده اخېستل شوې او د ګوندي او شخصي ګټو له امله څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی دی.

د کانونو پخواني رييس انجنير شکرالله طلوع دا څرګندونې له پژواک اژانس سره د ځانګړې مرکې پرمهال وکړې او ويې ويل چې د ننګرهار پخواني والي مولوي عطاءالله لودين د خپل ګوند يوکس د ده پرځاى مقرر  او دى يې لرې کړ. 

دی وايي: ((هم د ګوند په خاطر هم د پيسو په خاطر يې پر ما کودتاه وکړه او خپل ګوندي کس يې زما پر ځای سرپرست کړ. ځکه ما ورته ګټه نه ورکوله او هغه هم شخصي ګټه غوښته او هم ګوندي او ما له فساد سره مبارزه کوله.))

طلوع وايي، ځکه د وخت چارواکو ونه زغامه چې د دولت د عوايدو د ډيروالي په خاطر يې د څو کسانو عايد رسوا او هغوی ته يې د عوايدو د ورتلو مخه ونيوله.

نوموړي ادعا وکړه، هغه مهال ورته پلانونه جوړ شول چې د شخصي ګټو په خاطر د کانونو بند شويو قراردادونو ته يې د کار اجازه ورکړه.

د ننګرهار دکانونو پخوانی رييس وايي، اوس يې دوسيه څارنوالۍ ته استول شوې، لومړنۍ محاکمه يې هم شوې؛ خو دا چې د ده په اړه کوم اسناد نه و موجود؛ نو موضوع يې يوې او بلې ورځې ته ځنډيږي.

دی وايي، تر راتګ وړاندې يې رياست د يوه کال دېرش ميلېونه افغانۍ عايد دولت ته تحويل کړي و؛ خو د ده د هڅو په پايله کې ياده کچه درې سوه ميليونو افغانيو ته لوړه شوه.

هغه زياته کړه: ((د وخت د استېناف څارنوالۍ رييس په يوه غونډه کې دا خبره تاييد کړې چې کال وړاندې يې د همدې مامورينو په موجوديت کې ۳۰ ميليونه افغانۍ عايد درلود؛ خو اوس دا عوايد د يو رييس په بدلون درې سوه ميليونه افغانيو ته پورته شوي دي.))

نوموړی وايي چې د ننګرهار ټول کانونه اوسمهال د وسله والو په لاس کې دي او د هر قرارداد په سر  وسله وال له قرارداديانو پيسې اخلي.

د طلوع په وينا، د کانونو نظارت د دى رياست کار دی؛ خو ساتنه يې د سيمه ييزو چارواکو، پوليسو او سرحدي پوليسو دنده ده او په دغه برخه کې ورسره هيڅ همکاري نه ده شوې.

ده زياته کړه:((هر ولسوال خپله ولسوالي ساتي، هلته پوليس د کان ساتنه نه کوي، له سرحدي پوليسوڅخه د کانونو قاچاق تيرېږي؛ خو هغوی يې هم مخه نه نيسي.))

دی وايي، په عدليي او قضايي ارګانونو يې هم باور له لاسه ورکړی او هېڅ تمه يې نشته چې قضيه به يې ژر حل شي؛ خو په مرکزي ادارې غږ کوي چې د ده موضوع ته پاملرنه وکړي او ستونزه يې حل کړي.

خو د ننګرهار پخوانی والي مولوي عطاء الله لودين دا نه مني چې ګواکې د شخصي او ګوندي ګټو لپاره دې دغه چاره ترسره شوې وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د کانونو پخواني رييس شکرالله طلوع باندې کودتاه نه ده شوې او د اسنادو په موجوديت کې څارنوالۍ ته معرفي شوی او څو محکمې يې هم ترسره شوې دي.

نوموړی د طلوع دا څرګندونې د ځان د برائت لپاره هڅې ګڼي او وايي، هر هغه څوک چې په يوه دوسيه کې ښکېل شي، دا ډول ادعاوې کوي.

بلخوا د ننګرهار د استېناف څارنوالۍ رييس احمد ولي هاشمي پژواک سره د خبرو پرمهال د طلوع دا څرګندونې چې ګواکې عدليي او قضايي ارګانونه يې دوسيه ځنډوي ردوي او وايي چې د هغه دوه محکمې شوي اوتراوسه د دويمې محکمې پرېکړې ته نه دی حاضر شوی.

نوموړي زياته کړه چې لومړۍ محکمې د اسنادو نه موجوديت په صورت کې شکرالله طلوع ته برائت ورکړی؛ خو دويمې محکمې د اختلاس په تور په شپږو مياشتو تنفيذي بند محکوم کړی دی.

دی وايي، د طلوع درېيمه محکمه پاتې ده او تر هغه وخته چې د دويمې محکمې پرېکړې ته حاضر نه شي؛ نو درېيمه محکمه يې نه ترسره کېږي.

د ننګرهار د کانونو اوسنى رييس ديپلوم انجنير سيد صالح شينواری هم مني چې د دغه ولايت کانونه په ناامنو سيمو کې دي او دوی نه شي کولی چې له دغو کانونو څارنه وکړي.

هغه د رياست په اوسنۍ اداره کې فساد نه مني او ډاډ ورکوي چې د هرې دولتي او نظارتي ادارې څار ته حاضر دی.

د يادولو ده چې انجنير شکرالله طلوع له ۱۳۹۰ کال څخه تر ۱۳۹۲ کال پورې د ننګرهار د کانونو رييس پاتې شوی او د پخواني والي مولوي عطاء الله لودين په وخت کې له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته ور وپېژندل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه