منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتيکا کې دوه کلينيکونه جوړ شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

ښرنه(پژواک،١٣سلواغه٩٥): د پکتيکا د دوه ولسواليو په سرحدي سيمو کې د لومړي ځل لپاره دوه فرعي کلينيکونه جوړ شول.

د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاګټر ولي ګل د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوه کلينيکونه د وازېخوا په ګواشتې او بله يې هم د برمل ولسوالۍ په شکين سيمه کې جوړ شوي دي.

هغه زياته کړه: (( دغه دواړه سيمې سرحدي دي، خلکو يې روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى نه درلوده خو اوس موږ په کې دوه فرعي کلينيکونه جوړ کړل، ترڅو ستونزه يې هواره شي.))

ده وويل چې دغه دوه فرعي کلينيکونه په کرايي کورنو کې دي چې يو ډاکتر، يوه نرسه، يو واکسيناتور او يوه قابله به په کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه دوه کلينيکونه (OHPM) موسسې په مالي مرسته جوړ شوي دي او دې موسسې د شپږ ميليونو افغانيو په لګښت له ٣٤ نورو کلينيکونو سره هم د روغتيايي وسايلو او تجهيزاتو په برخه کې مرستې کړې دي.

د يادې موسسې مشر عبدالسلام باورزي پژواک ته وويل چې په دې وسايلو کې د جراحي ماشينونه، کمپيوټرونه، المارۍ او نور اړين روغتيايي توکي شامل دي.

ده وويل چې له يادو کلينيکونو سره به دوى خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

د برمل ولسوالۍ د شکين سيمې اوسېدونکي سيد نور پژواک ته وويل: (( کله به چې په کور کې مريض پيدا شو، سخت مشکل سره به مخ وو، ځکه دلته نه ډاکټر  و او نه هم کلينيک، مجبور به وو چې د ولسوالۍ مرکز ته لاړ شو.))

د هغه په وينا، تر ساعتونو مزل وروسته به دوى روغتون ته رسيدل چې ځينې وختونه به ناروغانو په لاره کې ساه هم ورکوله.

هغه د ياد فرعي روغتون پر جوړېدو خوښي وښوده خو زياته يې کړه چې دا ستونزې بايد په اساسي توګه  حل  شي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې دوى هڅه کوي ترڅو په ټوله پکتيکا کې خلک روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى پيدا کړي.

د وحدت په وينا، دا مهال دوى د پرسونل په ځانګړي ډول د ښځينه ډاکټرانو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: (( متخصصو ډاکټرانو ته موږ اتيا زره افغانۍ او نورو ډاکټرانو ته ٤٠ زره تنخوا په پام کې نيولې او کوښښ کوو چې په راتلوونکي کال کې دغه مشکل حل کړو.))

پکتيکا د افغانستان د سرحدي ولايتونو له ډلې څخه دى چې ډيرى اوسېدونکي يې روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى نه لري.

ديادونې ده چې سږکال په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ناروغې ١٣ پېښې ثبت شوي چې ٧ يې يواځې په پکتيکا ولايت کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه