جلال اباد (پژواک ۱۳ سلواغه ٩٥): د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د کلیو پراختیا او عامې روغتیا ادارو د ١٢٠ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۷ بېلابېلې پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د ننګرهار د والي په ګډون څو دولتي چارواکو په همدې موخه د سلواغې په ۱۳مه کوټ ولسوالۍ ته سفر کړی و او هلته يې د دغو پروژو د پرانيستې ترڅنګ د ځايي خلکو ستونزې هم واورېدې.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، کوټ ولسوالۍ ته یې د تګ موخه د سیمه ییزو او نورو سرتېرو د مېړانې او قهرمانیو څخه قدرداني او همداراز د څه باندې ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کلیو پراختیا او بیارغونې او عامې روغتیا ادارو اړوند د ۱۷ پروژو د چارو پیل کېدل او ګټې اخیستنې ته سپارل دي .
ده زیاته کړه، په کوټ کې له ترسره شويو عملیاتو وروسته ځينې پروژې پیل شوې وې، چې نن یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې او ګڼ شمېر نورې پیلېږي، چې په ترڅ کې به يې د یادې سیمې ۲ زره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي .
نوموړي د کوټ ولسونو د غوښتنو د ځواب په ترڅ کې ډاډ ورکړ، چې په یاده ولسوالۍ کې به د روغتیا، پوهنې، سرپناه، مدرسې او ګڼ شمېر نورو برخو کې لازم اقدامات ترسره کړي .
د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجنیر صفت الله شرفمل وویل، د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت یې په کوټ ولسوالۍ کې د ۹ استنادي دېوالونو، د لمریزې برېښنا، د اوبو رسونې درې شبکو او دېرش څاګانو د کېندلو چارې يې پیل کړې .
هغه زیاته کړه: ((د دغو پروژو په پیلېدو سره به شاوخوا ۲ زره ځوانانو ته مستقیم او غير مستقیم د کار کولو زمینه برابره شي او همداراز به د استنادي دېوالونو په جوړېدو ۸ زره جریبه ځمکه او په یاد شمېر د استوګنې کورونه د سېلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي.))
د ده په وینا، د لمریزې برېښنا د اوبو رسونې شبکې څخه به هم د یادې ولسوالۍ شاوخوا دوه زره کورنۍ ګټه واخلي، چې د پروژو چارې به د درې میاشتو په موده کې بشپړې شي .
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال وویل، په کوټ ولسوالۍ کې یې د څه د پاسه ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پروژو چارې پیل او پای ته ورسېدې .
نوموړي زیاته کړه: ((په دغو پروژو کې د لس بستریز ایمرجنسي روغتون څانګې کار خلاص شو، ۱۲ بستریزه نسایي او ولادي څانګې چارې یې پیل شوې او ډېر ژر به د کوټ ولسوالۍ لپاره د ځانګړي روغتیایي مرکز او همداراز د کوټ او روداتو ولسوالۍ لپاره د پنځوس بستریز روغتونونو د جوړولو چارې پیل شي.))
د هغه په خبره، یو مجهز امبولانس یې هم د کوټ ولسوالۍ د روغتون لپاره ځانګړی کړی دی، چې ډېر ژر به ورته وسپارل شي.
د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکو او قومي مشرانو خپلې ستونزې له ننګرهار والي سره شريکې کړې، چې هغه ورته د حل ډاډ ورکړ.
قومي مشر حاجي حيات خان وويل، د کوټ ولسونه د داعش وسله والو د بريدونو او جګړو له لاسه ډېر ځپل شوي او ډېرو مرستو او د رغنيزو پروژو پيل ته اړتيا لري.
هغه د يادو پروژو د پرانيستې د هرکلي ترڅنګ د لا ډېرې توجه غوښتنه وکړه، ځکه په وينا يې دا ولسوالي څو ځلې د داعش تر ډله ييزو بريدونو لاندې راغلې، عامه تاسيسات او کورونه ړنګ او زيانمن شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










