کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۵): د پوليسو اکاډمي کې د شاملېدو په موخه ٣٥٠٠ تنو د کانکور ازموينه ورکړه، خو دغه ازموينه د لاروڼتيا په موخه دا ځل د لوړو زده کړو وزارت واخيسته.
تر دې مخکې به د پوليسو اکاډمي د کانکور ازموينه د اکاډمي له خوا اخيستل کېده.
د پوليسو اکاډمي د تدريساتو مشر مل پاسوال شالند څپاند پژواک خبري اژانس ته وويل، په پام کې ده چې له يادو ٣٥٠٠ کسانو څخه چې څلور تنه يې نجونې دي، ٥٥٠ تنه د يادې ازموينې له لارې د پوليسو اکاډمي د (امني، جنايي، لوجيستک، سرحدي او ترافيکو) څانګو ته جذب شي.
دى وايي چې دغه ازموينه د وزيرانو شوار د پرېکړې له مخې، دا ځل د لوړو زده کړو وزارت واخيسته.
ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې تر دې وړاندې ځينې کسانو په ازموينه کې لاسوهنه کوله او يو شمېر کسان په تحميلي ډول يادې اکاډمي ته رالېږل کېدل، خو اوس به يې تر ډېره بريده مخه ونيول شي.
د باميانو ولايت اوسېدنکي او د نننۍ ازموينې ګډونوال صبغت الله وويل:”ډېر خوښ يم چې نن د پوليسو اکاډمي په ازموينه کې ګډون لرم، تر څو يو مسلکي افسر واوسم او له خپلو خلکو او خاروې ساتنه وکړم.”
هغه له چارواکو وغوښتل چې په ازموينه کې د هر ډول درغلۍ مخه ونيسي، تر څو وړ کسان بريالي شي.
د ازموينې بل ګډونوال او د خوست ولايت اوسېدونکي رفيق الله دانش وويل، وياړي چې د هېواد خدمت لپاره يې مټې رانغاړلې دي.
هغه وويل:”ما سره د وطن مينه ده، زه غواړم په راتلونکې کې يو مسلکی افسر شم او د افغانستان خدمت وکړم؛ د مظلومانو لاسنيوی وکړم او که په دې لار کې مړ هم شم؛ شهادت زما يوه هيله ده.”
دانش هم پر چارواکو غږ وکړ چې د ازموينې روڼتيا ته پام وکړي او هغه کسان جذب کړي چې لياقت ولري او په رښتيني ډول يې د افغانستان چوپړ ته ملا تړلې ده.










