جلال اباد (پژواک،۱٥سلواغه٩٥): په وسله وال پوځ کې د شهیدو سرتېرو نږدې دوه زره کورنیو ته د استوګنې په موخه د نمرو قانوني اسناد ورکړل شوي، چې د دريو سوو يې نمرې هم تر لاسه کړې دي.
بلخوا د وژل شویو سرتيرو يو شمېر کورنۍ وايي، چې د اسناد په لاس ګرځي؛ خو تر اوسه ورته نمرې نه دي تسليم شوي.
د جلال اباد ښاروال حميد الله افغان د سلواغې په ۱٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې د دوی لورې تر دا مهاله د استوګنو په موخه د وسله وال پوځ د وژل شويو سرتيرو نږدې دوه زره کورنيو ته د نمرو قانوني اسناد ویشل شوي دي.
د افغان د معلوماتو له مخې،چې یواځې زر کورنیو ته یې په وروستیو درې میاشتو کې د نمرو د ورکړې اسناد ورکړي دي.
هغه ډاډ ورکړ،چې په راتلوونکې کې به هم د ولایت مقام په لارښوونه او د امکاناتو په شتون سره د ټولو وژل شويو سرتېرو کورنیو لپاره د استوګنې نمرو په برابرولو کې اقدامات وکړي .
خو بلخوا بيا د وسله وال پوځ په ليکو کې د وژل شويو سرتېرو کورنۍ شکايت کوي، چې له کلونو راهېسې يې اسناد په لاس دي؛ خو تر اوسه ورته نمرې نه دي تسليم شوي.
د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې د سيمې اوسېدونکي سردار محمد ، چې زوی يې هلمند ولايت کې د ملي اردو د دندې پرمهال وژل شوی، وايي له تېرو ۱۴ مياشتو راهېسې ورته اسناد ورکړل شوی؛ خو نمره ورته نه ده تسليم شوې.
دا وايي، په مياشت کې دوه درې ځلې له خپل کلي ښاروالۍ ته راځي؛ خو دلته ورته د راتلونکې مېاشت او راتلونکې اوونۍ د راتګ ځواب ورکول کيږي.
دغه راز د ښېوې ولسوالۍ د لمټک کلي اوسېدونکي خان محمد پژواک ته وويل، چې اته مېاشتو راهېسې ښاروالۍ ته د نمرې د ورکړې په نيت راځي؛ خو تر اوسه ورته نه ده تسليم شوې.
هغه وويل، زوی يې د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د يوې جګړې پرمهال وژل شوی دی.
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري له پژواک سره د خبرو پرمهال ټينګار وکړ، چې ښاروالۍ بايد د نمرو د ډيرو اسنادونو د ورکړې پرځای اسناد لرونکو کسانو ته نمرې تسليم کړي.
هغه زياته کړه، چې هره ورځ ولايتي شورا ته داسې کورنۍ راځي، چې اسناد ورسره په لاس وي؛ خو نمرې ورته نه وي تسليم شوي.
د جلال اباد ښاروال هم مني، چې د يادو دوه زره کورنيو څخه يوازې ۳۰۰ کورنيو ته نمرې ورکړل شوي او نورو ته يوازې سندونه ورکړل شوي دي.
خو حميد الله افغان ډاډ ورکړ، چې اوس د نمرو د تسليمۍ د ويش لړۍ چټکه شوې او د بهسودو ولسوالۍ اړوند په شيرزي ښارګوټي کې به ټولو د وژل شويو سرتيرو کورنيو ته نمرې تسليم شي.
د يادولو وړ ده، چې په ننګرهار کې د وژل شويو سرتيرو د کورنيو په ګډون، ښوونکو، پوليسو، بې وزله خلکو او نورو بېلابېلو قشرونو ته د نمرو سندونه ورکړل شوي؛ خو نمرې ورته تر اوسه نه دي تسليم شوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










