منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۲ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان به راتلونکو پنځوکلونوکې د برېښنا توليد له اړخه په ځان بسيا شي

· ۶ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

 کابل (پژواک،١٦سلواغه ٩٥): افغانستان به راتلونکوپنځوکلونوکې د اوبيزو، لمريزې، ګازي، بادي او ډبروسکرو له زيرمو نه په استفادې سره د برېښنا توليد له اړخه په ځان بسيا شي او راتلونکو اوو کلونوکې به هېواد کې د ٥٠٠ زره هکتاره ځمکې خړوب لپاره لار هواره شي.

د اوبو او انرژي وزارت مرستيال امان الله غالب پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېرو دوو کلونو کې حکومت  پرځان بسيا کېدنې ته د رسېدو، د برېښنا انرژي او هېواد کې د اوبوکابو کولو لپاره، د پنځه کلن پلان د جوړولوترڅنګ، د برېښنا توليد په برخه کې د عامه او خصوصي ګډون قانون، د ٢١ کوچنيو او منځنيو بندو لومړني مطالعات او د شپږو سترو بندونو اساسي مطالعات بشپړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د کاپيسا باغ درې، د کوکچې اوکونړ سيندونو د کابل سروبي دويم بند، د هلمندکجکي بند چې څلور نور توربينونه  په کې لګول کېږي، د يادو سترو بندونو اساسي مطالعات بشپړ شوي دي..

د هغه په وينا، بنسټيز مطالعات ښيي چې د کاپيسا باغ درې بند به ٢٥٠ ميګاواټه، د کونړ ساګۍ بند٣٢٠ ميګاواټه، د بدخشان پر کوکچه سيند د بند ظرفيت شاوخوا ٥٠٠ ميګاواټه او د کجکي پر بند د څلورو نوو توربينونو لګولوسره ١٠٠ ميګاواټه او د سروبي دويم بند به ٢٠٠ ميګاواټه برېښنا توليد کړي.

دنوموړي په وينا، افغانستان کې به د لمريزې، بادي او ګاز انرژي دستګاوو په لګولوسره څه باندې ٥٠٠ ميګاواټه اود سکرو ډبرو له اړخه ٥٠ ميګاواټه برېښنا توليدشي.

نوموړي وويل، ټاکل شوې ده چې ټولې دا پروژې ( د بندونوجوړول او د دستګاوو نصبول) په راتلونکو پنڅو کلونو کې سرته ورسېږي د نوموړي معلوماتو له مخې، د يادو پروژو بشپړتيا لپاره ټولټال پنځه ميليارده امريکايي ډالروته اړتيا  شته.

سرچينې يادونه وکړه چې د يادو پروژو پلي کولو لپاره، نړېوالې ټولنې دوه ميليارده ډالره ژمنه کړې ده.

همداراز هغه وويل چې د ځينو بندونو د جوړولو تړونونه چې يو ميليون ډالره لګښت پرې راځي، له خصوصي سکتورسره لاسليک شوي دي او دا لړۍ روانه ده.

نوموړي د يادو پروژو لپاره د پاتې نورو دوه ميلياردو ډالرو برابرولو په اړه وويل چې له يادو پيسو څخه يوه اندازه يې د افغانستان دولت ورکوي او اړتيا ده چې زيات اندازه پيسې به نړيواله ټولنه مرسته وکړي او همداراز پانګوال به هم په دې برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړي د هغو بندونو په اړه چې تراوسه يې له خصوصي سکتور سره تړونونه لاسليک شوي نور جزييات ور نه کړل؛ خو د اوبو اوبرېښنا وزارت مالي او اداري مرستيال عبدالبصيرعظيمي وويل چې د تړونونو له مخې، دکجکي بند دويمه برخه د يوې ترکي کمپنۍ له لوري د ٢٠٠ ميليونو ډالرو په پانګونه او د سروبي دويم بند د الکوزي کورني شرکت له لوري د ٣٠٠ ميليونو ډالرو په ارزښت جوړېږي.

هغه همدارنګه زياته کړه چې د لاسليک شوي قرار داد له مخې، کورنۍ کمپنۍ(پاور بيات) د ګازي سرچينو او ډبرو سکارو څخه د برېښنا د توليد په برخه کې ٢٠٠ ميليون امريکايي ډالر پانګونه کوي، له دې لارې به د ٥٠ ميګاواټه برېښنا د توليد زمينه مساعده شي.

د هغه په خبره، اوسمهال د کابل د شکردرې ولسوالۍ د شاه و عروس بند کار روان دى، خو د فراه د بخش اباد بند جوړولو چارې او د ميدان وردګو ولايت د چک بند د بيا رغونې چارې په نږدې ورځو کې پيلېږي.

د راپورونو له مخې، د شاه وعروس بند ١.٢ ميګاواته، د ميدان وردګو ولايت د چک بند اووه مېګاواټه او د فراه د بخش اباد بند ٢٧ ميګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري.

د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، اوسمهال افغانستان له ٢٨٠ نه تر ٣٢٠ ميګاواټه پورې برېښنا توليدوي او زر مېګاواټه نوره برېښنا له ايران، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان نه واردېږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال وويل چې اوسمهال افغانستان دوه زره ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري چې د يادو شوو پروژو په عملي کېدو سره به پوره شي.

خو نوموړي وويل چې د برېښنا انرژي ته به اړتياوې د ماسټر پلان پلي کولو، ښارونو او کليو په پراختيا سره زياتې شي.

د هغه په خبره، افغانستان د ٣١٨ زره ميګاواټه برېښنايي انرژي د توليد وړتيا لري.

عظيمي زياته کړه چې په تېرو دوو کلونو کې د ٢١ کوچينو او منځينو بندونو لومړنۍ څېړنې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې بشپړې شوې چې د اوبو د زېرمې او خړوب چارو کې به رول ولري.

  د هغه د معلوماتو له مخې، د سرپل د شورابه بند، د بلخ ولايت د چهارکنت ولسوالۍ د تنګي شادان بند، د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ د دهنه دره بند، د سمنګانو ولايت د خرم سارباغ ولسوالۍ د ابه کيلي بند، د کندوز خان اباد ولسوالۍ کې د خان اباد دوم بند، د پکتيا ولايت د څمکني ولسوالۍ سورۍ خوله بند، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د لوړه بند زېرمه، د اروزګان ولايت د چوره ولسوالۍ د اغاجان د بند زېرمه، د نيمروز ولايت په چهار برجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند د درېيمې برخې جوړول، د خوست ولايت د دوه منډه بند زېرمه او  د لغمان ولايت د علينګار ولسوالۍ د بند زېرمه د يادو شوو بندونو برخه ګڼل کېږي.

سرچينې همدارنګه زياته کړې چې د پکتيکا په شرنه ولسوالۍ کې د پلتوني بند زېرمه، د لوګر ولايت په خوشي ولسوالۍ کې د ابتک بند زېرمه، د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د زردالو په نوم بند د اوبو زېرمه، د پروان د شيخ علي ولسوالۍ د دهنه غوري د برېښنا بند، د باميانو ولايت د يکاولنګ ولسوالۍ د ګزک اوبو بند زېرمه، د دايکنډي ولايت د شهرستان ولسوالۍ د غوداربند زېرمه، د بادغيس ولايت د ابکمري ولسوالۍ د اب شوره بند زېرمه، د هرات ولايت د کوهسان ولسوالۍ د برېښنا بند او زېرمه، د غور د چغچران ولوسالۍ د دهنه بوم بند زېرمه او د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د زره مردان بند د زېرمې جوړول په دې پلان کې شامل دي چې لومړني مطالعات يې بشپړ شوي دي.

د عظميي په خبره، ځينو کمپنيو ددې بندونو د بنسټيزو مطالعاتو د تر سره کولو لپاره لېوالتيا ښودلې او ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې د يادو شوو ځينو بندونو د بنسټيزو مطالعاتو قرار دادونه له کمپينو سره لاسليک شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال وويل چې د ټولو ٢١ يادو شوو بندونو جوړېدل به اووه کاله وخت ونيسي.

هغه زياته کړه چې د بندونو لګښت به د بنسټيزو مطالعاتو نه وروسته بشپړ شي، خو اټکل کېږي چې له دې بندونو به هر يو ١٠٠ ميليون ډالره لګښت وغواړي.

هغه وويل چې د يادو شوو ٢١ او نورو بندونو په جوړېدو سره به چې په راپور کې يې يادونه شوې، په هېواد کې د ٥٠٠ زره هکتاره ځمکې د خړوب لپاره زمينه مساعده شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ټوله کې په افغانستان کې د ٧.٩ ميليون هکتاره ځمکه د خړوب قابليت لري، خو په ورته وخت کې يې درې عشاريه شپږ ميليون هکتاره د استفادې وړ ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه