اسعداباد (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٥): د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي د جوړېدو کار پاى ته ورسېد، د يوه پول د جوړېدو چارې پيل شوې او په ماڼوګي ولسوالۍ کې د يوې ديني مدرسې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه
په وټه پور ولسوالۍ کې د يوه پول د جوړېدو د چارو د پرانېستې پرمهال د کونړ والي وحيدالله کليمزي وويل، چې د وټه پور کانکريټي پول چې ٦٠ متره اوږدوالى او ٦ متره سور لري، د کليو او پراختيا وزارت د ٣٥،٥ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کال په موده کې په اساسي ډول جوړېږي.
ده زياته کړه، له دې پول نه به د کونړ د وټه پور، ماڼوګي او چپې درې ولسواليو او د نورستان ولايت د مرکز پراون، وامان او وانټ وايګل ولسواليو خلک ګټه واخلي.
نوموړي د ولسوالۍ له خلکو وغوښتل چې د دې پروژې په ساتنه کې له اړوندو کسانو سره همکاري وکړي.
د کونړ د پوهنې مشر سيد جمال الدين حسني وويل چې په وټه پور کې د دې ولسوالۍ د منځني ښوونځي ودانۍ چارې د نړيوال بانک د ١٠،٥ ميليونه افغانيو په لګښت چې ١٤ خونې به ولري، بشپړې شوې.
د ده په خبره، په دې ښوونځي کې به ٧٠٠ تنه زده کړې کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه راز په ماڼوګي ولسوالۍ کې د شهيد ميرزا محمد د ديني مدرسې د ودانې چارې د پوهنې وزارت په ٧،٣ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې.
د هغه په وينا، په دې ديني مرکز کې به تر ٢٠٠ تنه ديني زده کړې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










