منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۱ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

“په هېواد کې د کتابونو د وارداتو، چاپ او خپرېدو چاره له څار پرته تر سره کېږي “

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

کابل(پژواک، ١٨ سلواغه ٩٥): د افغانستان د کتاب خپروونکو ټولنه وايي چې هر کال شاوخوا ٧٥٠٠  عنوانه  کتابونه د حکومت له څارنې پرته واردېږي او په همدې ډول نږدې ١٥٠٠ عنوانه کتابونه په هېواد کې  د ننه چاپېږي چې ډېرى يې په رسمي ډول نه ثبتېږي.

د ياد شوې ټولنې مرستيال اجمل عازم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هېواد کې د کتاب ٨٠ خپرونکي د فعاليت جواز لري، خو د کتاب د وارداتو، چاپ  او خپرېدو په برخه کې له قانون نه د تېښتې او حکومتي ملاتړ د نشتوالي په سبب، يوازې ٢٥ کتاب خپرونکي مستمر(دايمي) فعاليت لري.

هغه زياته کړه:((داسې اټکل کېږي چې هر کال له پنځو زرو تر لسو زرو پورې عنوانه  کتابونه له بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران او پاکستان نه د حکومت له څارنې پرته واردېږي او بايد د هر کتاب د واردولو لپاره جواز واخيستل شي، خو دا کار نه کېږي او په خپل سري ډول پرته له دې چې اطلاعات او کلتور وزارت خبر کړي، واردېږي.))

عازم په ورته وخت کې وويل چې ډېرى کتاب خپروونکي په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د کمزوري مديريت او بې پروايۍ په سبب د کتاب چاپ ته مخه کوي او چاپ شوي کتابونه نه ثبتوي.

 نوموړي زياته کړه:((زما د براورد له مخې هر کال په هېواد کې شاوخوا ١٥٠٠ عنوانه کتابونه چاپېږي چې له ٢٠٠ تر ٢٥٠ عنوانه يې په رسمي ډول ثبت شوي چې شابک(د کتاب نړيواله معياري شمېره)يې اخيستې او ځينې يې هم کاپي رايټ(د مولف حق) کوي، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ددې موضوع په اړه جديت نه لري.))

هغه وويل:((له بده مرغه چې له وضعيت نه ناوړه ګټه اخيستل کېږي، له بهرنيو هېوادونو په خپل سري ډول کتابونه واردېږي او حتى په هېواد دننه په خپل سري ډول چاپ او بازار ته وړاندې کېږي چې د مولف او خپروونکي حقونو ته يې زيان رسولى، ددې تر څنګ د پلور ماليه چې څلور سلنه ده، د دولت خزانې ته نه ځي.))

د کتاب خپروونکو د ټولنې مرستيال په ډاګه کړه چې دا بهير ددې لامل شوى چې ګڼل شمېر خپروونکي ددې ټولنې په چوکاټ کې له فعاليت کولو چې قانوني بڼه ورکوي، ډډه وکړي او حتى د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم په دې برخه کې همکاري نه کوي.

 د  "انتشارات محمد رفيق" مشر شاه ولي سلطاني پژواک ته وويل چې تر اوسه يې خپاره کړي کتابونه په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې نه دي ثبت کړي.

هغه زياته کړه:((چا مو کتابونه نه دي څېړلي او ما هم نه دي ثبت کړي، ځکه چې ماليه به ولګول شي او موږ نه شو کولى چې هم ښاروالۍ او هم ماليې وزارت ته ماليه ورکړو.))

د سلطاني په خبره، اوس چې خلک انټرنټ ته زيات لاس رسى لري، د کتابونو پلور کم شوى، ددې پر ځاى چې حکومت د کتاب خپروونکو او پلورونکو نه ماليه واخلي، بايد له هغوى ملاتړ وکړي، څو د کتاب لوستنې کلتور پراختيا ومومي.

د مولف، مصنف، هنرمند او څېړونکي له حقونو د ملاتړ قانون، د ١٣٨٧لمريز کال د چنګاښ په ٣١مه  د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د يوه تقنيني فرمان له لارې نافذ شو، خو وروسته له کورنيو او نړيوالو معيارونو سره د جوړښت په موخه په کې تعديلات راغلل او د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې په ٢٤مه، د ولسمشر محمد اشرف غني تر توشيح وروسته په رسمي جريده کې خپور شو.

ددې قانون په ٤٥مه ماده کې راغلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزرات کولى شي چې ددې قانون د احکامو د غوره پلي کېدو لپاره مقررې، لايحې او کړنلارې وضع کړي.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستيالې سيدې مژګان مصطفوي، له بهر نه د کتاب د خپل سرو وارداتو په اړه د  کتاب خپروونکو ټولنې د شکايت په اړه وويل چې وزارت يې هغه کتابونه پلټي چې د هېواد د ګمرکونو له  لارې واردېږي.

نوموړې ددې کتابونو د پلټنې څرنګوالي ته له اشارې پرته وويل چې وزارت چمتو دى، څو د خپروونکي او مولف د حقونو د ساتنې په موخه ټولو هغو کتابونو ته چې د هېواد په دننه چاپېږي، شابک او کاپي رايټ ورکړي، څو د هغوى له اړوندو کتابونو ناسمه ګټه وانه خيستل شي.

مېرمن مصطفوي څرګنده کړه چې په دې وزارت کې د کتابونو د ثبت په برخه کې هېڅ زور نشته، خپروونکي کولى شي چې په داوطلبانه ډول خپل بېلابېل کتابونه له چاپ وړاندې ثبت کړي او له حقونو يې ګټه واخلي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د مولف د حقونو د ثبت ادارې(  Copy Right) مشر ذکي الله اميري تاييد کړه چې په هېواد کې ډېرى چاپ شوي کتابونه، پرته له دې چې په دې اداره کې ثبت شي، خپرېږي.

هغه وويل:((له ١٣٩١ کال راهيسې چې زموږ کار په جدي ډول د کتابونو د ثبت په برخه کې پيل شو، تر اوسه مو زر عنوانه کتابونو شابک (د کتاب نړيواله او معياري شمېره) اخيستې او له ١٣٩٤ کال راهيسې تر اوسه پورې ١٦ کتابونو کاپي رايټ تر لاسه کړى دى.))

خو د اميري په خبره، د مولف د حقونو په اړه د پوهاوي نشتوالى، د دولت پر کار بې باوري، د خپلو حقونو څخه د مولفينو بې پروايي، د خپرندويو ادارو له لوري د مولف د نوم د ثبت په برخه کې تقلب ددې سبب شوى چې زيات چاپ شوي کتابونه په رسمي ډول ثبت نه شي او د مولف حقونو ته پاملرنه ونه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور