جلال اباد (پژواک، ۱۹ سلواغه ٩٥): د ننګرهار د ښځو چارو رييسه وايي چې په دغه ولايت کې د اجباري ودونو او ټيلېفوني اړيکو له امله له کوره د نجونو د تېښتې پېښې ډېرې شوې دي.
د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني د سلواغې په ۱۹مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې او نيوکه يې وکړه چې ديني عالمانو په دې برخه کې خپل سم رول نه دی ادا کړی.
د مېرمن عمراني د معلوماتو له مخې، روان کال په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۲۰ پېښې ثبت شوې چې له ۸۰ زياتې يې له کوره د تېښتې دي.
نوموړې زياته کړه: ((په دغو پېښو کې کورنی تاوتريخوالی، له کوره تېښته، د ميراث نه ورکړه، فسخ نامزادي او نورې پېښې په کې شاملې دي.))
انيسې عمراني له کوره د نجونو او مېرمنو د تېښتې د پېښو د ډېروالي په اړه وويل چې اجباري ودونه او د نجونو او هلکانو ټيلېفوني اړيکې د دې لامل شوې چې په دغه ولايت کې يادې پېښې ډېرې شوې دي.
نوموړې له کورنيو غواړي چې نجونو ته د ټيلېفون ورکړې په برخه کې دقيق و اوسي او څارنه يې وکړي.
د ښځو چارو رييسه دغه راز د اجباري ودونو په برخه کې پر ملا امامانو نيوکه کوي چې نه يې د وعظ او نصيحت له لارې د دې چارې مخنيوی کړی او د جبري نکاح په تړلو کې يې ملا امامانو ته د ملامتيا ګوته هم ونيوه.
خو بلخوا ديني عالمان وايي چې دوی هېڅ نکاح له شاهدانو او د کورنيو له موجوديت پرته نه ده تړلې.
ديني عالم مولوي محمد غني فاروقي پژواک اژانس ته وويل چې دوی د نکاح پر مهال له شاهدانو پوښتنه کوي او هغوی ورته وایي چې نجلۍ په نکاح کې رضايت ښودلی دی.
هغه د ځان په اړه کيسه کوي: ((زه چې کله کوم کور ته د نکاح لپاره غوښتل شوی یم، لومړی مې په جومات کې له سپين ږيرو پوښتنه کړې، بيا مې په لاره کې هغه کس چې زه ورسره ځم، هغه نه پوښتنه کړې او کله چې نکاح تړم له ټولو حاضرينو د دې برخې پوښتنه کوم.))
خو مدني فعال او د نظر خاوند اسدالله لاروی وايي چې کورنۍ بايد د جبري نکاح تړلو راتلونکي ته پاملرنه وکړي او نه بايد د نجونو له خوښې پرته د هغو نکاح وتړي.
نوموړی وایي چې د ټيلېفوني اړيکو موضوع رښتيا هم اندېښمنوونکې ده او کورنۍ دې خپلو پېغلو نجونو ته ټيلېفون نه پرېږدي؛ ځکه بيا يې د ډېرې شرمندګۍ لامل ګرځي.
که څه هم اجباري ودونه او ټيلېفوني اړيکې په ننګرهار کې له کوره د تېښتو د پېښو د ډېروالي لوی لاملونه دي؛ خو تر څنګ يې کارپوهان د کورنۍ ناسمه تربيه هم د يادو پېښو يو لامل په ګوته کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










