منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کونړ کې د کوچيانو چارو د سمون امريت لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۹ کتنې

اسعد اباد (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٥): په کونړ کې د کوچيانو چارو د سمون امريت لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دې ودانۍ په پرانيستنې کې د کوچيانو چارو د خپلواک رياست مشر دلاور فيضان، په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي يوسف صابر او د کونړ والي وحيدالله کليمزي برخه اخيستې وه.

په کونړ کې د کوچیانو چارو د سمون امر محمد شریف په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، دا ودانۍ د کوچيانو چارو د خپلواک رياست د ١١،٧ ميليونه افغانيو په لګښت په دوه جريبه ځمکه کې په يوه پوړ کې جوړه شوې ده.

ده زياته کړه، د کونړ په بېلابېلو ولسواليو کې څه باندې درې زره کورنۍ کوچيان مېشت دي، چې له نورو قومونو سره يې همغږي ډېره ښه ده.

د کوچیانو خپلواک ریاست مشر دلاور فیضان وويل، د کوچیانو د پرمختګ لپاره يې ډېر پروګرامونه پیل کړي چې په تر سره کېدو سره به يې تر ډېره د کوچي قوم ستونزې هوارې شي.

نوموړي د کونړ په کوچيانو غږ وکړ چې له دولت او په ځانګړې توګه امنيتي ځواکونو سره د امنيت په ټينګښټ کې په رښتينې توګه همکاري وکړي.

د يوه بل خبر له مخې، د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د دوو ښوونځيو د ودانيو او د پاکو اوبو رسولو د پروژې چارې بشپړې شوې.

د سويډن کمېټې د پروګرامونو د تنظيم او تطبيق مسوول ډاکټر فهيم، پژواک اژانس ته وويل پردې ټولو پروژو چې د دوى له خوا ترسره شوي، شپږ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه