منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۲ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په جلال اباد ښار کې د ناراجستر سيمکارتونو پلور خلک اندېښمن کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۳ سلواغه ٩٥): د ننګرهار ولايت اوسېدونكي وايي چې په دغه ولايت كې  ناراجستر سيمكارتونو خلکو ته ډېرې ستونزې پيدا كړې دي.

دوی وايي، د جلال اباد ښار په ټولو واټونو کې ناراجسټر سيمکارتونه پلورل کيږي چې د غلا، ترور، ترهګريزو بريدونو او نورو پېښو کې له همدې سيمکارتونو ګټه اخېستل کېږي.

د ياد ولايت اوسېدونكي، دا د دولت دنده بولي چې د دې شبکو پر وړاندې جدي اقدام وکړي او د ناراجستر سيمکارتونو پلور بند کړي چې په سيمه كې يادې ستونزې له منځه لاړې شي.

بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي که څه هم په ښار کې د ناراجستر سيمکارتونو شتوالی نه ردوي؛ خو وايي چې دوی يې د مخنيوي لپاره وخت ناوخته چاڼيز عمليات ترسره کوي؛ خو د مخابراتي شبکو نه همکاري د دغې ستونزې د دوام سبب شوې ده.

د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اوسېدونکی سيد رقيب وايي چې د کور له څنګه يې وسله والو غلو يو ډاکټر تښتولی و، وروسته يې له کورنۍ څخه شل ميليونه افغانۍ غوښتې وې او دغه چاره يې په ټيلېفون ترسره کړې وه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې که په ښار کې ناراجستر سيمکارتونه نه پلورل کېدای؛ نو هېڅ کله به دغو غلو د سيمکارت په مرسته له دغې کورنۍ څخه پيسې نه وې غوښتې.

ده زياته کړه : ((يو ځل به يې په يو نمبر زنګ ووهلو، کله به چې دغو خلکو دا نمبر امنيت ته ورکړ، هغه به بند شو بيا به يې په بل نمبر زنګ وهلو.))

پنځه ويشت کلنې تورپېکۍ چې د ننګرهار په يوه دولتي اداره کې کارمنده ده، له پژواک سره د خبرو پرمهال وويل  چې هره اوونۍ د نا بلدو نمبرو د زنګونو له لاسه يوه شمېره بدلوي: ((چې زما غږ واوري چې جينۍ ده؛ نو بيا راته هره شېبه زنګونه راوهي.))

هغه وايي چې كه سيمكارتونه په بازار کې بې راجستره نه  خرڅېدای، ولې به د خلكو كورونو ته  بې معنی ټيلېفونونه كېدل.

د جلال اباد ښار مخابراتو څلور لارې ته څېرمه په پلې لارې د بې شمېره نا راجستر سيمکارتونو تر شا ناست يو کوچنی پلورنکی هلک په لوړ غږ وايي: ((سيمکارتونه په پنځوس کلدارې اويا پنځوس افغانۍ هم په کې شته.))

دی وايي، دا سيمکارتونه د خرڅلاو له نماينده ګۍ اخلي؛ خو نه په ډاګه کوي چې نماينده ګي چېرته ده؛ ځکه وايي بيا ورباندې سيمکارتونه  نه خرڅوي.

 

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري نيوکه وکړه چې دا موضوع له بنسټيز پلوه ستونزو سره مخ ده او له پيله ورته داسې کوم سيستم نه دی جوړ شوی چې د نا راجستر سيمکارتونو مخه دې ونيول شي.

دی وايي چې د همدغو نا راجستر سيمکارتونو پلور ټولنيز او سياسي مشکلات ډير کړي او دغه راز يې د نا امنۍ او ترور په پېښو کې زياتوالی راوستی دی.

د ننګرهار د مخابراتو رييس عبدالرازق ثاقب پژواک سره د خبرو پرمهال ومنله چې په ښار کې دغه ستونزه شته، خو وايي چې د مخابراتي شبکو نه همکارۍ له امله په ښار کې نا راجستر شوو سيمکارتونو مخنيوی ستونزمن شوی دی.

هغه وايي، کابل ته يې په همدې موخه سفر کړی چې د اترا له ادارې سره په دې برخه کې خبرې وکړي چې څنګه يې مخنيوی ممکن کېدای شي.

ثاقب ډاډ ورکړ چې کابل څخه تر راتګ وروسته به په دې اړه جدي اقدامات وکړي او د نا راجستر سيمکارتونو په مخنيوي کې به ګټور بدلون رامنځته شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې تېره اوونۍ هم د ملي امنيت ادارې په مشرۍ د نا راجستر شوو سيمکارتونو د راټولولو کمپاين ترسره کړی او لا هم هڅې روانې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې له مخابراتي شبکو سره په دې برخه کې همغږي روانه ده او تمه ده چې يوه ځانګړې طرحه په دې برخه کې رامنځته شي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د خصوصي مخابراتي شبکو نظر واخلي، خو له هغوى سره اړيکه ونه نيول شوه. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه