Language

د شاولیکوټ اوسېدونکي د پوهنې، روغتیا او کرنې برخو کې خدمات او اسانتیاوې غواړي

کندهار (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د پوهنې، روغتیا، کرنې او د ژوندانه په نورو برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

هغوی په دغو برخو کې د خدماتو او اسانتیاوو غوښتنه کوي او وايي چې ولایتي اداره دې دغې ولسوالۍ ته پاملرنه وکړي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ د شورا مشر حاجي ظاهر جان پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې ۱۵ ښوونځي تړلي دي چې له امله یې زرګونه ماشومان او نجونې له زده کړو بې برخې دي.

هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ په مرکز کې یواځې دوه ښوونځي فعال دي چې په هغو کې هم د ښوونې بهیر معیاري نه دی.

نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې تړل شوي ښوونځي دې د دې ولسوالۍ په هغو سیمو کې فعال کړي چې امنیت یې ښه دی.

دی وايي، په دې توګه به د ولسوالۍ له زده کړو بې برخې ماشومان له زده کړو برخمن شي.

 دغه قومي مشر دغه راز د روغتیا په برخه کې هم د کافي اسانتیاوو له نشتوالي شکایت وکړ او ویې ویل، اوسني وړاندې کېدونکي خدمات د ټولې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره بسنه نه کوي.

هغه غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې دې د روغتیايي مرکزونو شمېر ډېر شي، څو خلک په دې برخه کې له ستونزو خلاص شي.

د ده په خبره، اوسمهال ډېر ناروغان اړ کېږي چې کندهار ښار ته د درملنې لپاره لاړ شي، په داسې حال کې چې د دې ولسوالې ډېری اوسېدونکي غربت ځپلي دي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي عبدالشکور بیا دې ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک له خرابوالي شکایت کوي او وايي، حکومت دې د دې ولسوالۍ سړک ورغوي.

دی زياتوي، دغه سړک اوس مهال ډېر خراب شوی چې خلک د تګ راتګ پر مهال پرې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې دغه ولسوالي یوه کرنیزه ولسوالي ده، خو د کرنې د ودې لپاره په کې ډېر کار نه دی شوی.

login or register a new account.

Related Topics