چاريکار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): د دولتي ځواکونو ځيني خپلوان له وسله والو طالبانو او د وسله وال طالبانو خپلوان له دولتي ځواکونو شکايت کوي او وايي چې د ازار او ځورونې له امله يې د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
خو دولتي چارواکي او طالبان وايي چې هېڅکله يې غير پوځي وګړي نه دي ځورولي.
د پروان ولايت د شينوارو ولسوالۍ د قشلاق کلي اصلي اوسېدونکي ٣٠ کلنې ګل خانم وويل چې وسله والو طالبانو شاوخوا څلور کاله وړاندې د هغې خاوند وواژه، خپله د طالبانو له وېرې له خپلو دوو لوڼو او درېیو زامنو سره چې له درېيو تر ١١ کلونو پورې عمرونه لري، له خپلې سيمې وتښتېدل.
هغې زياته کړه: ((روح الله مې خاوند و، طالبانو له موټر ښکته او شهيد کړ؛ ځکه چې ورور يې عبدالمالک د سيمه ييزو پوليسو قوماندان و، له دې وېرې چې طالبانو موږ هم ونه وژني، د شپې په تياره کې له خپلو ماشومانو سره غره پره غره چې يو ماشوم مې په غېږ کې وو، روان شوو، ډېر ځله به مو لاره هم غلطه کړه، کله به مو پښې په ډبرو ولګېدې، په ډېرو ستونزو مو تېښته وکړه، سهار د جبل سراج ولسوالۍ [د شينوارو ګاونډۍ سيمه] اشابه درې ته ورسېدو، که د ورځې له خوا مو دغه کار کړى واى، نو طالبانو مو خامخا مخه نيوله او يا يې وژلو.))
دغه کونډه چې له شاوخوا يوه نيم کال راهيسې د پروان د مرکز په هوفيان شريف کې له خپلو دوو لوڼو او درېيو زامنو سره په يوه ګوښه حويلۍ کې تر خېمې لاندې ژوند کوي، وويل چې د خپل کور له پرېښودو وروسته يې يوه موده په ابشار او يوه موده هم د پروان د مرکز چاريکارو ښار کې په ډېره سختۍ ژوند کړى.
هغې د اقتصادي ستونزو په اړه شکايت وکړ او ویې ويل: ((لېور مې راسره مرسته کوي، خو تنخوا يې کمه ده، زموږ ستونزه نه شي هوارولى، ماشومان د خسو خاشاکو او پسونو د پچو ټولولو لپاره غرونو ته استوم، د ښوونځي پيسې يې نه لرم چې قلم او کتابچې ورته واخلم؛ ځکه له زده کړې پاتې دي.
د نوموړې لېوره عبدالمالک وويل، وروسته له هغه چې د سيمه ييزو پوليسو د يوې لس کسيزې ډلې قوماندان شو، طالبانو يې ورور (روح الله) له دې امله په کمين کې وواژه چې په سيمه ييزو پوليسو کې شامل شوى دى.
هغه زياته کړه: ((اړ شوم چې له خپلې او د ورور له کورنۍ سره له سيمې وتښتو.))
نوموړي زياته کړه چې د هغه د خپلوانو پنځلس کورنۍ د طالبانو له وېرې له شينوارو نه د پروان مرکز ته تښتېدلې دي او ١٥ نورې کورنۍ يې لا هم په سيمه کې د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي وويل چې طالبانو شاوخوا ٢٠ ورځې مخکې د ده د تره زوى (حمزه) هغه مهال چې د کورنۍ له ځينو ښځو سره د ګهواره سنګ له کلي نه د شينوارو قشلاق کلي ته روان و، وهلى ډبولى و.
عبدالمالک زياته کړه: ((په شينوارو کې د طالبانو نومول شوى ولسوال له څو طالبانو سره جګړې ته ځي، کله چې زما د کاکا زوى ويني، څوک نومول شوي ولسوال ته اشاره کوي چې دا د عبدالمالک د کاکا زوى دى، وروسته يې تر خپله توانه پورې وهلى ډبولى دى او ښځې ورته چيغې وهي؛ ځکه خو اړ شول چې له سيمې وتښتي.))
د شينوارو ولسوالۍ د کهن ده سيمې اصلي اوسېدنکې ٦٠ کلنه بي بي عايشه بله هغه مېرمن ده چې وايي درې کاله وړاندې يې زوى (زمرى) د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري ووژل شو او وروسته د خپلې کورنۍ له غړو (پنځه لمسيان او کونډه نګور) يې له کهن ده نه وتښتېدل او د پروان د مرکز په تتمدره کې په يوه حويلۍ کې چې ١٥٠٠ کرايه لري، ژوند کوي.
هغې زياته کړه: ((طالبانو مې زوى ته ويل چې وسله واخله او له زموږ سره همکار شه، څو له دولت سره جګړه وکړو، زوى مې ونه منله، طالبانو ويل چې ته [زمرى] له دولت سره لاس لرې، ويې واژه، مېرمن، د صغير او مجنون په نامه دوه زامن او درې لوڼې ترې پاتې شول.))
دغه سپين سرې د خپل څادر په لرې کولو سره طالبانو ته بده دعا وکړه او ویې ويل: ((خدايه طالبان تباه او برباد کړې، همداسې چې موږ يې بې ځايه او بېچاره کړي يو، خداى پاک دې دوى هم زموږ په څېر کړي، سختې ورځې شپې تېروو، يوې مړۍ ډوډۍ ته محتاج يو.))
د هغه په خبره، بل زوى يې سره له دې چې ترې بېل دى، خو د دوى سرپرستي کوي.
په پروان کې د امنيتي ځواکونو د همغږۍ قوماندان ډګروال الوزى احمدي ادعا کوي چې وسله والو مخالفينو په وروستيو درېيو کلونو کې د پروان ولايت په شينوارو، کوه صافي او سياه ګرد ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو د کورنيو ٢٠ غړي وژلي دي.
هغه همدارنګه زياته کړه چې د دولتي منسوبينو د خپلوانو شاوخوا ٧٧ کورنۍ په سياه ګرد او شينوارو ولسوالۍ کې د طالبانو له لاسه د کورونو پرېښودو ته اړې شوې او د پروان ولايت مرکز، د سياه کرد مرکز او حتى کابل ته تللې دي.
د پروان والي محمد عاصم عاصم هم وويل، دا د طالبانو پاليسي ده چې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو کورنۍ د خپل واک په سيمو کې تر فشار لاندې نيسي.
هغه زياته کړه چې دا ستونزه، په کوه صافي، شينوارو، سياه ګرد او د ولايتي په ځينو نورو سيمو کې ده او د شينوارو د سيمه ييزو پوليسو دېرش کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې او اوسمهال په فوفيان شريف کې ژوند کوي.
د نوموړي په خبره، په ځينو سيمو کې حتى دولتي کارکوونکي هم د طالبانو له خوا ګواښل کېږي.
هغه زياته کړه: ((په ځينو سيمو کې چې طالبانو په کې په شبکه يي ډول شتون لري، د دولت مامورين ګواښل کېږي، ښوونکي ګواښل کېږي، اته مياشتې وړاندې په عبدى باى، سه دکان، تيلانچي او د قلعه ژاله [د پروان ولايت مرکز] ځينو ساحو کې چې د طالبانو پټې شبکې په کې فعالې وې، ښوونکي، مامورين او حتى ديني عالمان چې کورونه يې په دغه ولايت کې وو او تګ راتګ يې کاوه، تر فشار لاندې نيول، وروسته مو وسله وال ځواکونه ور زيات کړل او فشار يې کم شو.))
د پروان والي وويل، هڅه کوي چې د طالبانو تر واک لاندې په سيمو نيولو سره دغه ستونزه حل کړي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وويل: ((دا ادعا ردوم چې که چېرته څوک پوليس وي، اربکى يا عسکر، البته پر خپل جرم له منځه وړل شوي، خو خپلوان يې چې په جرم کې يې هېڅ ښکېل نه دي، زموږ له لوري دې ځورول شوي وي، دا ادعا د دښمن د پروپاګند يوه برخه ده چې زموږ پر وړاندې يې کوي.))
نوموړي همدارنګه زياته کړه چې طالبانو د امنيتي ځواکونو او د هغوى د خپلوانو کورنۍ د کورونو پرېښودو ته نه دي اړ کړي.
د هغه په خبره، کومو کسانو چې ځانونه يې ولسي پاڅونوال بلل، کله چې طالبانو يادې شوې سيمې ونيولې، خپله له خپلو کورنيو سره له سيمې ووتل.
مجاهد وويل: ((که چېرته کوم څوک د مجاهد له نوم نه په ګټه اخيستلو سره هغه کس چې مخامخ زموږ سره په پوځي کړنو کې ښکېل نه دی، وګواښي، مجازات کېږي، موږ هېڅ بې ګناه وګړى او فرد نه دى ګواښلى، البته هغه کسان چې مخامخ يې زموږ پر ضد وسله اخيستې وي، هغه زموږ دښمنان دي او هغوى هيڅ مصوونيت نه لري.))
هغه په ټينګار سره وويل: ((که چېرې موږ په کره ډول پوه شو چې څوک خلک د مجاهدينو په نوم له کوم شرعي حکم او اسلامي امارت له لايحې پرته ګواښي، خپله به هغه کس مجازات کړو، موږ په دې برخه کې هر اړخيزه څېړنه کوو.))
خو مجاهد زياته کړه چې سيمه ييز پوليس او په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه هغه خلک چې له طالبانو سره همکاري کوي او يا يې د کورنۍ ځيني غړي له دولت سره د وسله وال مخالفت جبهه کې دي، ګواښي، بمبار پرې کوي او له سيمې يې تللو ته اړ باسي.
د هغه په خبره، دى د پروان په دره غوربند او کوه صافي ولسوالۍ کې څه باندې دېرش دا ډول کورنۍ تېښتې ته اړې شوې او لسګونه کسان له اسنادو او شواهدو پرته بند شوي او لسګونه نورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ د قمچاق کلي اوسېدونکى ميرزا ګل شکايت کوي چې څو ځلې د امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د سيمه ييزو پوليسو له لوري له دې امله ګواښل شوى او نيول شوى چې زوى يې (محمد حفيظ) طالبانو ګرو کړى دى.
د هغه په خبره، دا په داسې حال کې ده چې زوى يې له ده جلا اوسېږي او خبرې ته يې پاملرنه نه کوي.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ټيلېفوني اړيکه کې وويل: ((څو ځلې سياه ګرد ولسوالۍ ته د تګ پر مهال اربکيانو نيولى يم، يو ځل يې دوه ورځې څېړنې راڅخه کولې چې زوى مې ولې له طالبانو سره دى. زوى مې زما په خوله نه کوي چې وسله مه اخله، طالبانو ته مه ځه، خپلسرى دى، زه څه کولى شم، کور يې رانه جلا دى، اوس د امنيتي ځواکونو له وېرې بازار او روغتون ته نه شم تللى، هره ستونزه چې را پېښه شي، بازار او د پروان مرکز ته نه شم تللى، پوليس مې نيسي او ځوروي مې، په داسې حال کې چې يو ملکي کس يم، جنګ او جبهه که نه يم، له هېچا سره کار نه لرم.))
هغه زياته کړه چې د هغه بل زوى (سيد محمد) چې له طالبانو سره يې هېڅ اړيکه نه درلوده او د خوراکي توکو د پېرلو په موخه په موټر سايکل سياه ګرد بازار ته تللى و، د سيمه يزو پوليسو له لوري له دې امله ونيول شو چې ورور يې له طالبانو سره کار کوي.
نوموړي ادعا وکړه چې سيمه ييزو پوليسو سيد محمد د لس زره افغانيو په بدل کې خوشی کړ، خو موټرسايکل يې لا هم نه دى ورکړى.
هغه وويل چې سيمه ييزو پوليسو شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې په سياه ګرد بازار کې د هغه د اوښي (قند اغا) د تېلو هټۍ وسوځوله او قند اغا تېښتې ته اړ شو. د ميرزا ګل په خبره، د دغه کار لامل يې دا و چې د قنداغا خوريی (محمد حفيظ) طالبانو ګرو کړى دى.
نوموړي زياته کړه چې د قمچاق سيمې شاوخوا ٢٠ کورنۍ چې خپلوان يې د طالبانو په واک کې دي، د ((سيمه ييزو پوليسو د ظلم)) په سبب د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي، د پروان په مرکز، بلخ، کابل او هرات ولايتونو کې ژوند کوي.
هغه زياته کړه چې د سيمه ييزو پوليسو د دې ډول ظلمونو دوام، ځايي خلک اړ کوي چې له طالبانو سره يو ځاى شي.
د سياه ګرد ولسوالۍ د واغز سيمې ٦٥کلن اوسېدونکي غلام محمد وويل چې دى يو بې طرفه شخص دى، خو شاوخوا څلور مياشتې وړاندې ځکه د دولتي ځواکونو له لوري د پنځو مياشتو لپاره بندي شو چې د استوګنې سيمه يې د طالبانو تر واک لاندې ده.
هغه زياته کړه: ((څلور کاله وړاندې کابل ته يوه واده تللى وم، د ستنېدو پرمهال د پروان د مرکز لغماني سيمه کې امنيتي ځواکونو ونيولم چې ګني له طالبانو سره همکار يم، په داسې حال کې چې خپله يو ٦٥ کلن سپين ږيرى يم، پنځه مياشتې بندي وم، بالاخره يې ثبوت نه کړه او خوشي يې کړم.))
هغه ادعا وکړه چې څه موده وړاندې يې د نور محمد په نوم د کاکا زوى چې ملکي وګړى و، د دولتي ځواکونو په بمبار کې ووژل شو.
هغه چې له وازغر نه يې په ټيلېفون خبرې کولې، وويل چې ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي د دولتي ځواکونو له لوري په دې تور ځورول کېږي چې سيمه يې د طالبانو تر واک لاندې ده.
د پروان د امنيتي ځواکونو د همغږۍ قوماندان سمونوال الوزي احمدي دا څرګندونې رد کړې او وويل چې دولتي ځواکونه ملکي خلک نه ځوروي، ددې ترڅنګ يې پوځي عمليات هم د ملکي وګړو د ژوند د خونديتوب په موخه ډېر په احتياط سره مخته ځي.
د هغه په خبره، که چېرې څوک د سيمه ييزو پوليسو او يا هم نورو دولتي ځواکونو له لوري ځورول شوي، بايد مسوول چارواکي ته يې شکايت کړى وى، څو د قانون سره سم يې پلټنه شوى وى، خو داسې کوم شکايت نه دى شوى.
د خلکو دا شکايت چې د جګړې د ښکېلو لورو لخوا ځورول کېږي، داسې مهال کېږي چې د پروان د عالمانو شورا د مشر مولوي عبدالرحيم شاه اغا په وينا، د اسلام مقدس دين د جګړې ښکېلو دښمنو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې بې دفاع او ملکي وګړي په نښه کړي او ويې ځوروي.
نوموړي زياته کړه: ((مسلمان په خپل حال پرېږدئ، که مسلمان له کافرو سره هم جګړه کوي، حق نه لري چې د همغه کافر کورنۍ ته زيان ورسوي، په دې اړه د قرانکريم د بقرې سورت هغه ايت صراحت لري چې وايي تاسې ظلم مه کوئ، يعني پر بې ګناه وګړو تعرض مه کوئ.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










