کندهار(پژواک د سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۵): چارواکو په کندهار کې د پسرلني کمپاین د پیلولو پر مهال وویل چې په کندهار ښار او ۱۷ ولسوالیو کې به ۱،۵ میلیونه نیالګي ولګول شي.

دغه کمپاین ته "یو نیالګی د ځان لپاره او یو نیالګی د هېواد لپاره" نوم ورکړل شوی دی.

په دې کمپاین کې د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب، کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل، د کرنې رییس حفیظ الله سعید او نورو ګډون کړی و.

د کندهار سرپرست والي وویل، سږ کال به په کندهار ښار او ولسوالیو کې یو نیم میلیون نیالګي ولګول شي.

خو ده له خلکو وغوښتل چې د دغو نیالګیو په پالنه او ساتنه کې برخه واخلي.

د کندهار د کرنې رییس وویل، د کندهار ښار او ۱۷ ولسوالیو لپاره د کرنې ریاست، ښاروالۍ، خصوصي سکتور او یو شمېر موسساتو په مرسته یونیم میلیون مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي چمتو شوي چې د لګولو لړۍ یې نن پیل شوه.

هغه زیاته کړه، د یو نیالګی د ځان لپاره او یو نیالګی د هېواد لپاره کمپاین په لړ کې به پر ۵ زره جریبه ځمکه د مېوه لرونکو نیالګو باغونه هم جوړ شي.

د کرنې رییس هم وویل چې هر کال یو شمېر زیات نیالګي د نه پاملرنې او ساتنې له امله وچېږي.

ده په دې برخه کې د خلکو مرسته ډېره مهمه وبلله او ویې ویل ایښودل شوي نیالګي شاوخوا درې کلونه ساتنه غواړي چې دوی یې په یوازې ځان نه شي کولای.

هغه دا هم وویل چې پخوا به نیالګي د کرښې له هغې غاړې راوړل کېدل چې تر ډېره به یې د دې ځای له اقلیم سره به جوړ نه وو او ډېر به وچېدل، خو په دې وروستیو کې په هېواد کې د ننه د نیالګيو روزنې وده کړې او چمتو شوي ټول نیالګي په هېواد کې دننه روزل شوي دي.

د کندهار اوسېدونکي د پسرلني کمپاین د پیل هرکلی کوي خو وايي حکومت دې د نیالګيو د ایښودلو تر څنګ د هغو د ساتنې او پالنې غم هم وخوري.

د کندهار ښار اوسېدونکي قدرت الله کامران پژواک اژانس ته وویل، هر کال سلګونه زره نیالګي ايښودل کېږي خو ډېر کم یې لګېږي او پاته کېږي.

ده وویل، دا سمه ده چې خلک هم باید د نیالګیو په ساتنه کې ونډه واخلي، خو ډېر کار حکومت کولای شي، څو داسې یو چوکاټ جوړ کړي چې په ګډه د نیالګیو ساتنه او پالنه وشي.

د یادونې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نیالګیو ایښودلو پسرلنی کمپاین پیل شوی چې په دې لړ کې به د هېواد په کچه میلیونه نیالګي ولګول شي.