منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۲ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په فارياب کې موټر چلوونکي له غير قانوني پيسو اخيستلو شکايت کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

 

 ميمنه(پژواک، ٢٨سلواغه ٩٥): په فارياب ولايت کې يو شمېر موټر چلوونکي د غير مسوولو قوماندانانو له لوري د پاټکونو د جوړېدو او غير قانوني پيسو له اخيستلو شکايت لري او ګواښ کوي که چېرته يې دولت ستونزه حل نه کړي، د خپلې کورنۍ د اړتياوو پوره کولو لپاره به هېواد پرېږدي.

د پښتونکوټ، بلچراغ، ګرزيوان او کوهستان ولسواليو ياد شوي موټر چلوونکي چې د فارياب مرکز ميمنه ښار کې کار کوي، په يوه اعتراضيه خوځښت کې د ولايتي شورا مخې ته راټول شوي وو.

 موټر چلوونکي وايي چې له ميمنې ښار نه تر ګرزيوان ولسوالۍ پورې په ٩ ځايونو کې دولت ته منسوب وسله وال پاټکونه لري  چې له هر فلانکوچ موټر نه له ٢٠٠ تر ٥٠٠ افغانۍ اخلي او يوه کاغذي پارچه ورکوي، که چېرته جنجال وکړي نو د پيسو پارچه دوه چنده کېږي او حتى وهل ډبول هم ورسره وي.

 د فارياب ولايتي شورا او د مدني ټولنو شبکه هم تاييدوي چې نا قانونه وسله والو د مېمنې- بلچراغ او ګرزيوان لويې لارې په اوږدو کې پاټکونه جوړ کړي او له موټرو پيسې اخلي.

د فلانکوچ موټر چلوونکى باز محمد وايي چې په ١٥ ورځو کې يو ځل د موټر نوبت ورسېږي، د ميمنې-ګرزيوان پر لاره د تګ راتګ ١٠ زره کرايه اخلي، خو ٣ زره ترې وسله وال کسان اخلي، د کرايې پاتې پيسې د تېلو او ترانسپورټ لګښت نه پوره کوي.

 هغه له دولته غواړي چې د وسله والو کسانو او زور واکو مخنيوى وکړي، که نه دوى به موټر ودروي او له دې سره به تر پله لاندې روږدو شمېره زياته شي او د خلکو د مالونو او اجناسو غلاوو ته به مخه کړي.

د حفيظ الله په نامه يو موټر چلوونکى وايي چې وسله والو کسانو  پخوا ترې له ميمنې تر ګرزيوان پورې په درېيو ځايونو کې دوه سوه افغانۍ اخيستې، خو اوس په ٩ ځايونو کې د وسله والو قوماندانانو او د کليو ملکانو پاټکونه جوړ کړي او په تګ راتګ کې ترې د ټوپک په زور ٤ زره افغانۍ اخلي.

 

 

 د فارياب ولايتي شورا مرستيال عبدالاحد ايليبک تاييدوي چې د ميمنې، بلچراغ، ګرزيوان او پښتونکوټ لارو په اوږدو کې د ولسي پاڅون ګڼ شمېر وسله وال قوماندانان له خلکو نه په نا قانوني ډول پيسې چې خلکو يې له امله ولايتي شورا ته مراجعه کړې او شکايت کوي.

ايلبيک وويل چې ددې کمېټې په اړه د ولايت په امنيتي کمېټه کې بحث شوى او ډېر ژربه هغه کسان پيدا او له قانوني چلند سره مخ شي چې په لاره کې يې پاټکونه اچولي او له موټرو پيسې اخلې.

هغه زياته کړه چې د غير قانوني وسله والو د پيسو اخيستلو پارچې چې د وسلې او دولتي امکاناتو په مرسته يې له خلکو د باج په نامه اخلي، څرګندوي چې له فلانکوچ موټرو ٥٠٠ او له بار وړونکو موټرو نه ١٠٠٠ افغانۍ اخيستل کېږي.

د فارياب د مدني ټولنو شبکې مشر سيد زين الدين عابدي وايي چې په فارياب ولايت کې د نا امنيو زياتوالى او په بېلابېلو برخو کې د وسله والو مخالفينو نفوذ د غير قانوني وسله والو او د ولسي پاڅونوالو د قوماندانانو د ظلم او زياتي له امله دى، که چېرته دې ستونزې ته جدي پاملرنه ونه شي، خلک له دولته  لرې کيږي او په راتلونکي کې به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د فارياب امنيه قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش هم مني چې ځينو زور واکو او نا مسووله وسله والو د ميمنه- بلچراغ او ګرزيوان لويو لارو په اوږدو کې پاټکونه اچولي او له موټرو پيسې اخلي.

يورش وويل چې د تر لاسه کړلو معلوماتو له مخې، ګومارل شوي پلاوي بلچراغ او ګرزيوان ولسوالۍ ته سفر کړى، موضوع به وڅېړي او وروسته به له باج اخيستونکو سره قانوني چلند وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه