منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتيکا کې چارواکو د لسګونو پروژو د پيل ژمنې وکړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

ښرنه (پژواک، ٣ کب ٩٥) : پکتيکا ته  ګڼ شمېر دولتي چارواکو د سفر پر مهال په دغه ولايت کې د بيارغونې د لسګونو پروژو د پيل  ژمنې وکړې.

د پکتيکا والي محمد الياس وحدت په دې اړه يوې جوړې شوې لويې غونډې ته وويل، چې دوی په پکتيکا کې د ولسونوغوښتنې درک کړي او هغه يې په همغه وخت ولسمشر ته رسولې دي.

هغه زياته کړه چې په همدې موخه د ولسمشر په سپارښتنه نن يو لوړ پوړى پلاوى راغلى چې په کې د بېلا بېلو ادارو استازي او د ولسمشر سلاکاران شامل دي.

وحدت وويل چې پکتيکا د نورو ولايتونو په پرتله پراخ ولايت دى او له وګاونډي هېواد پاکستان سره هم لويه ګډه پوله لري، چې هره شېبه په کې دښمن د بريد هڅه کوي .

خو هغه وويل چې د ولسونو په ملاتړ امنيتي ځواکونو د هېواد له پولو ساتنه کړې ده.

د پوهني وزارت مرستيال ابراهيم شينواري وويل چې پکتيکا وال په هره برخه کې ښه استعدادونه لري، خو تېرو کلونو کې ورته  مرکز (کابل) هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د هغه په وينا، دوی  په راتلونکي ۱۳۹۶ لمريز کال کې پکتيکا دهيواد په لسو هغو ولايتونو کې نيولی چې د پوهني په برخه کې ورته ډير کار  وشي.

شينواري وويل، دوى پلان لري چې په دغه ولايت کې د  ۶۶۰ ميليونه افغانيو په لګښت  پروژې پلې کړي.

د فوايد عامې وزارت معين شيرولي شيرزي هم په خپلو خبرو کې وويل چې راتلونکي  کال کې به د پکتيکا د ولسواليو د سړکونو جوړولو، د تخريب شوو سړکونو ترميم او نورو بېلابېلو  برخو کې   ۱۲ ميليارده افغانۍ ولګوي.

هغه وايي، د يادو پروژو دپيل پرمهال چې په راتلونکي کال کې به يې کارونه پيل شي، کارکوونکي به يې  ټول پکتيکا وال وي، ځکه له يوې خوا به په دغه ولايت کې د بيارغونې کارونه تر سره شوي وي او له بل لوري به  خلکو ته دکار زمينه برابره شوې وي.

د کانونو او پټروليم وزارت مرستيال هم وويل چې په هيوادکې پنځه د نفتو حوزې شته چې يوه يې هم په پکتيکا کې ده .

هغه زياته کړه چې راتلونکی کال به د پکتيکا د نفتو په حوزه کار وکړي چې ددې وزارت له لوري ورته ۵۰۰ ميليونه افغانۍ هم منظورې شوې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال امان الله غالب هم په دغه ولايت کې په راتلونکي کال کې دبېلا بېلو پروژو دپيلولو ژمنه وکړه  او زياته يې کړه چې دوی غواړي په پکتيکا کې دبرېښنا ددوه پروژو ترڅنګ دپلتو او پارک په بندونو عملا کار پيل کړي چې لومړني کارونه يې هم بشپړ شوي دې.

د يادونې ده چې د دغو پروژو د اعلانولو پرمهال زرګونه  پکتيکا وال موجود او دا   کار يې پکتيکا ته د مرکز پاملرنه وبلله او په راتلونکي کې يې د دا ډول نورو پروژو د پيل غوښتنه هم وکړه.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه