Language

تخار کې دولتي ځواکونو د طالبانو یو زندان نیولی

تالقان (پژواک، ٥ کب ٩٥): د تخار امنیتي چارواکي وایي چې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې یې د دغه ولایت په ينګي کلا ولسوالۍ کې د طالبانو يو محبس نيولى دى.

د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه محبس یې نن د ينګي کلا په عمرخېلو سيمه کې د پيل شوو پامير شپږ عملياتو پر مهال موندلی دی.

ده زياته کړه، له دغه محبسه د نظم عامه يو سرتېرى چې له طالبانو سره بندي و هم را خلاص شوى دى.

خو نوموړي په دې اړه چې په دغه محبس کې نور بنديان وو که نه، څه ونه ويل.

د ینګي کلا یوه اوسېدونکي محمد نسیم پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو په عمرخېلو سیمه کې له یوه کور څخه محبس جوړ کړی و.

امنيه قوماندان دغه راز وايي، د یادو عملیاتو په ترڅ کې چې له پرون سهار راهيسې تر اوسه پورې دوام لري، له ینګي کلا او خواجه بهاءالدین ولسوالیو څخه طالبان ایستلي دي.

د ده په خبره، د عملياتو لړۍ اوس درقد ولسوالۍ ته غځول شوې ده.

خو وسله والو طالبانو د ياد محبس او عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics