ګردېز(پژواک،٨کب٩٥): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د نا معلوم دليل له مخې د دوو کلونو په تېرېدو سره د ګـردېز- ډنډپټـان سړک د جوړېدو چارې نه دي پيل شوي.
شاوخوا دوه کاله وړاندې د ګـردېز ــ ډنډپټان ولسوالۍ تر منځ د غځېدلي شاوخوا ۸۳ کيلومتره سړک د جوړېدو پرانېسته وشوه.
فوايدعامې وزارت د دې سړک جوړېدو ته ۱۹۹ ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې دي، خو د ټاکلې مودې په پوره کېدو تر اوسه يې د جوړېدو چارې نه دي پيل شوي.
د پکـتيا د ولايتي شورا ځينې غړي وايي چې اړوند ساختماني شرکت د يادې لويې لارې د بوديجې کابو ۶۰٪ پيسې اخيستې، خو کار يې نه دی پرې کړی.
د ياد سړک د چارو پرانېسته د فوايدعامې وزارت مرستيال او د پکـتيا د هغه مهال والي جمعه خان همدرد او نورو چارواکو کړې وه.
هغه مهال همدرد ويلي و:((انشاالله دا سړک به په دوو کلونو کې د ۱۹۹ ميليونه افغانيو په لګښت په اساسي توګه ترميميږي، دا سړک بايد مخکې جوړ شوی وای خو د بوديجې نشتوالي يې کار ځنډولی و.))
اوسمهال د دوو کلونو په تېرېدو بايد د دې سړک چارې بشپړې شوې واى او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی وای، خو د يوې برخې پيسو په اېستلو هماغسې پاتې دی.
د پکتيا ولايتي شورا رييس ډاکټر الله مير بهرامزي د کب په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی څو ځله د فوايد عامې رياست ته شکايتونه کړي، خو وايي د نامعلوم دليل له مخې يې د جوړېدو چارې ولاړې دي.
بهرامزي وویل:((د دې سړک په اوږدو کې نهه ولسوالۍ پرتې دي او د سړک ناسم حالت خلک له سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي؛ د سړک د جوړېدو تقريبا ۶۰٪ پيسې اخيستل شوې، خو يوازې درې سوه متره دېوال په کې په ډېر ټيټ کيفيت جوړ شوی دی.))
د ولايتي شورا غړی ايوب غروال هم ورته خبره کوي او وايي چې تر اوسه د دې مهمې لويې لارې ترميم ته د بوديجې له شتون سره هم کوم پام نه دی شوی او حالت يې مخ په خرابېدو دی.
غروال وايي:((بيا، بيا له رسنيو هم شکايتونه شوي، خو پام نه دی ورته شوی؛ د سړک حالت له مخکې نور هم خراب شوی او لا پسې خرابیږي.))
د دې سيمې اوسېدونکي او موټر چلوونکي هم د سړک له ناسم حالته تر پوزې راغلي، د مسوولينو او اړوند شرکت له نه پاملرنې شکايت کوي او د جوړېدو غوښتونکي يې دي.
د احمدابا ولسوالۍ يو اوسېدونکی عبدالله وايي:((سړک نه دی جوړ شوی، مشکلات ډېر دي، ټيکه داران راځي يو په بل يې خرڅوي په اخر کې هېڅ هم نه وي پاتې، له دې قراردادي بايد د کار نه کولو پوښتنه وشي.))
د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکی جانداد چې په دې لاره بار وړونکی موټر چلوي، د سړک له بد او کنډ کپر حالت څخه شکايت کوي او وايي چې دې کار لار ډېره اوږده کړې او له سختو ستونزو سره يې مخ کړي دي.
دی وايي:((موږ بارداره موټر چلوو، لاره ډېره خرابه ده، ټوله کندې ده، ډېر ناوخته او په مشکلاتو رسيږو او که جوړه نه شي تکليف به لا زيات شي.))
خو د پکـتيا د فوايدعامې رييس عبدالله درانی د ۶۰٪ پيسو اېستلو خبره نه مني او وايي چې د سړک د چارو د ځنډېدو لامل قراردادي شرکت ته د کړي کار د پېسو نه ورکول دي.
درانی زياتوي چې له ژمي وروسته به د لارې جوړېدو چارې پيل شي:((قراردادي شرکت په استنادي دېوال او پولګوټو کار کړی دی، د دې بوديجه ۱۹۹ ميليونه افغانۍ ده، چې دوه برخې يې د سړک د قير او يوه برخه يې د ساختماني چارو لپاره ده، همدا د ساختماني چارو يوه برخه پيسې يې اېستل شوې دي.))
د ياد سړک د قراردادي شرکت مسوول نيازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل چې سلګونه متره استنادي دېوال او ګڼ لوی او واړه پلونه او پلچکونه يې رغولي او جوړ کړي دي.
خو شېرزاد بيا وايي چې د ملي شورا يو شمېر غړي يې په چارو کې لاسوهنه کوي چې د کار د ځنډېدو لامل شوى دى.
د نوموړي په خبره، تر هغه به د سړک پاتې کار پيل نه کړي، څو چې د تر سره کړي کار ټولې پيسې نه وي ورکړل شوې:((موږ کار ډېر کړی او پيسې کمې راکړل شوې دي، تر څو چې موږ ته له کار سره سمې خپلې پيسې را نه کړل شي، موږ د اعتراض په ډول کار نه شروع کوو.))
ولسمشر محمداشرف غني هم د يادې لويې لارې د اساسي جوړېدو ژمنه کړې وه؛ ځکه چې ياده لاره د ترانزيټ لپاره پلازمېنې کابل ته تر ټولو نږدې، اسانه او ارزانه لاره ده.
ياده لويه لار د پکـتيا تر ټولو اوږده او مهمه مواصلاتي لاره هم ده، چې له نهو ولسواليو په تېرېدو مرکز ګردېز له سرحدي ولسوالۍ ډنډپټان سره نښلوي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










