ترينګوټ(پژواک،٨کب٩٥): د اروزګان د کلیو پراختیا او کرنې ریاستونو مسوولین وایي چې د وروستيو نا امنيو له امله په مرکز ترينګوټ او ولسواليو کې د لسګونو پروژو کار درېدلى چې له امله يې سلګونه کسان وزګاره شوي دي.
دغه مسوولین د کب په اتمه د اروزګان ولایتي شورا ته د اړوندو ادارو د فعالیتونو د راپور ورکولو په موخه غوښتل شوي وو.
د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغوني رییس محمد هاشم وويل چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د دوى لسګونه د پاکو اوبو، کلیوالي سړکونو، ویالو، او پولګوټو پروژې چې په مرکز او ولسوالیو کې د جوړېدو کار يې روان و، د نا امنیو له امله يې چارې ولاړې دي.
هغه وويل چې ددې پروژو د چارو د درېدو له امله سلګونه کسان هم وزګاره شوي دي.
دغه راز هغه وويل چې د ملي پيوستون پروګرام پرځاى د ولسي ملاتړ په نوم يو بل پروګرام پيليږي، خو که په اروزګان کې امنيتي وضعيت همداسې وي د دې نوي پروګرام پيل په کې ستونزمن دى.
نوموړي ټينګار وکړ چې په دې ولايت کې بايد امنيتي حالات سم شي ترڅو دوى خپلې پروژې عملي کړي.
په ورته وخت کې داروزګان د کرنې رييس زلمي الکو هم وويل چې په دې ولایت کې وروستۍ نا امنۍ د ګڼو پروژو د عملي کېدو مخه نيولې ده.
د هغه په وينا، دغه مهال ددې رياست د لسګونو پروژو چارې نيمګړې پاتې دي او له امله يې ګڼ شمېر کسان هم وزګاره شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو مياشتو کې د ترینکوټ اړوند، د خانقي، خاک بادي، سبزک، وانو او شاه منصور په سیمو کې د پنځو سربندونو دجوړېدو کار په ټپه درېدلى دى.
د ده په وينا، د يادو پروژو ٣٠ سلنه چارې چې بشپړې شوې وې د وروستيو ورښټونو له امله نړېدلې دي.
هغه دا هم وويل چې د ترینکوټ اړوند په کرنا سیمه کې د دوى د ریاست لخوا په ۶۰ جریبه ځمکه کې د پارک د جوړېدو پروژې چارې هم درېدلې دي.
د الکو په وينا، د وسله والو طالبانو يو شمېر کسانو د ياد پارک د سولري برېښنا هیندارې هم وړې دي.
نوموړي هم له اړوندو مسوولینو څخه د امنیت د ټينګښټ غوښتنه وکړه.
د غونډې په پاى کې د اروزګان د ولایتي شورا رییس امیرمحمد بارکزي وويل چې هرڅه ژر بايد په اروزګان کې امنيت ټينګښت ومومي.
بارکزى وايي چې ددې ولايت د امنيتي ستونزو په اړه يې څو ځلې له حکومتي مشرانو سره ليدلي او هغوى د امنيت د ټينګښت ژمنې ور سره کړې دي.
بل لورته د اروزګان والي محمد نذیر خروټي بیا پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو ډيرې سيمې بېرته له طالبانو څخه نيولې دي.
والي وایي، هغه سیمې چې تازه د دولت له وسله والو مخالفینو څخه نیول کیږي نه یوازې دا چې د ولاړو پروژو کار به يې بیا پیلوي، بلکې نورې پروژې به هم په کې پيليږي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









