ښرنه (پژواک، ١١ کب ٩٥): د پکتيکا ځيني ځوانان شکايت کوي چې په سيمه کې د ولور کچه لوړه ده چې له امله يې ګڼ شمېر ځوانان مجرد دي او يا هم د ولور د پوره کولو لپاره نورو هېوادونو ته سفر کوي.
د پکتيکا په ډېرو سيمو کې د ولور کچه له څلور سوه زرو څخه نيولې تر دوه ميليونه افغانيو پورې ده.
د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي ٢٢ کلن ګل محمد پژواک خبري اژانس ته وويل د دغه ولايت د زياترو وګړو اقتصادي حالت ښه نه دى، خو د ولور کچه په کې ډېره لوړه ده.
دى زياتوي: ((زموږ په ولسوالۍ کې له شپږ سوه زره څخه نيولې تر دوه ميليونه پورې ولور اخيستل کېږي چې ډېرى ځوانان يې نه شي ورکولاى، نو مجبور دي چې په غير قانوني لارو بهر ته سفر وکړي.))
د هغه په وينا، د دوى د کلي څو هلکان همدا اوس د ولور پوره کولو لپاره دوبۍ، ايران، پاکستان او يا هم نورو هېوادونو ته تللي دي.
دغه راز د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي ٢٤ کلن خان وکيل هم پژواک ته وويل، په دې ولسوالۍ کې د لوړ ولور له امله ډېرى ځوانان مجرد دي.
نوموړى زياتوي: ((د همدې لوړ ولور له امله ډېرى وخت ځوانان اړ کېږي چې نجونې وتښتوي او ځان ته دښمنۍ جوړې کړي.))
د مرکز ښرنې اوسېدونکي ١٨ کلن سيد نور پژواک ته وويل: ((په دې ولايت کې کار او روزګار نشته، زياتره ځوانان وزګاره ګرځي، نو د ولور پيسې به له کومه کړي.))
د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي ٢٠ کلن وحيدالله پژواک ته وويل: ((زه دا څلور کاله کېږي چې نامزد يم خو د لور پيسې مې تر اوسه نه دي پوره کړي.))
هغه وويل چې د خسرګنۍ يې پر ٨ سوه زره افغانۍ ولور ايښى چې د پوره کولو په موخه يې دى اړ دى بهرنيو هېوادونو ته سفر وکړي.
دا او ځينو نورو ځوانانو له حکومتي چارواکو او قومي مشرانو وغوښتل چې دې ستونزې ته اساسي حل لار پيدا کړي.
بل لور ته د مټاخان ولسوال ښايسته خان اخترزاده پژواک ته وويل چې په پکتيکا کې تر ټولو لويه ستونزه لوړ ولور دى چې په ټولنه يې بدې پايلې رامنځته کړې دي.
هغه زياتوي: ((موږ د مدني ټولنو له غړو او قومي مشرانو سره خبرې کړي، تر څو يو تړون رامنځته کړو او له مخې يې ولور ته يو حد وټاکو.))
دغه راز د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي رازمحمد مخلص پژواک ته وويل چې دوه مياشتې وړاندې په دې ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په هلو ځلو د ولور په برخه کې يو تړون لاسليک شو.
د ده په خبره، د دغه تړون له مخې د ولور کچه درې سوه زره افغانۍ ټاکل شوې او هېڅوک نه شي کولاى له ټاکلي حد څخه ډېر ولور واخلي.
په پکتيکا کې ديني عالم مولوي اکرم پژواک ته وويل، دغه ډول ولور اخيستل د اسلامي شريعت له مخې ناروا عمل دى.
دى وايي: ((په اسلام کې د نجلۍ لپاره ټيټ مهر ٢٠ ديناره ټاکل شوى او لوړ حد معلوم نه دى، خو مهر په هره کچه کې چې وي، بايد نجلۍ ته ورکړل شي، خو پکتيکا کې پلار ولور اخلي او نجلۍ ته هېڅ هم نه ورکوي.))
دغه راز د پکتيکا د ښځو چارو رييسې بي بي حوا خوشيوال پژواک ته وويل، په پکتيکا کې د خلکو اقتصاد کمزورى دى، خو ولور په کې ډېر لوړ دى.
هغه زياتوي: ((د همدې لوړ ولور له امله د ډېرو کورنيو تر منځ د دوستۍ اړيکې پر دښمنۍ بدلېږي.))
د نوموړي په وينا، په دې اړه دوى عامه پوهاوى پيل کړى، څو د لوړ ولور مخه ونيول شي.
د يادونې ده، د پکتيکا په مرکز، سر روضې، خيرکوټ او يوسف خېلو ولسواليو کې د ولور د حد ټاکلو په اړه تړونونه شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










