فيروزکوه( پژواک،١١کب ٩٥): د کليو پراختيا، ښارجوړونې او فوايد عامې وزيرانو غور ته په خپل سفر کې د والي او سيمه ييزو چارواکو په شتون کې د ولايت مقام اداري ودانۍ چې مخکې پرانېستل شوې وه، د دويم ځل لپاره پرانېستله.
د کليو پراختيا وزير نصيراحمد دراني، د عامې روغتيا وزير محمود بليغ او ښار جوړونې وزير سيدمنصور نادري نن غور ولايت ته سفر وکړ.
د غور ولايت مدني ټولنې يو فعال محمد ياسين اژند پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غور اوسېدونکي په تمه وو چې يادو وزيرانو بايد په دې سفرکې د ټولګټو پروژو چارې پيل کړې وې؛ خو غور ولايت ته د سفر پرمهال يې د غور ولايت مقام ودانۍ چې پخوا هم پرانيستل شوې وه دويم ځل پرانيستله.
نوموړي زياته کړه:"کله چې درې وزيران غور ولايت ته سفر کوي خلک انتظار لري چې پراختيايي پروژې دې پيل کړي؛ خو درې مياشتې وړاندې افتتاح شوې ودانۍ بيا افتتاح کېږي او دا کار خلکو ته د تعجب وړ ده."
ياد مدني فعال وويل، د غور د خلک غوښتنه داده چې داسې نمايشي سفرونه د خلکو ستونزې نه شي هوارولى بايد غور ولايت ته جدي پاملرنه وشي.
د غور ولايت يو اوسېدونکي ګل محمد وويل :" موږ دلته راغلي يوو څو په دې پوه شو چې وزيران دغور ولايت پراختيا لپاره څه پروګرامونه لري؛ خو دا چې درې وزيران له کابل څخه راځي او پرانيستل شوې ودانۍ بيا پرانيزي، د شرم ځاى دى."
د غور والي غلام ناصر خاضع وويل چې غور هيڅ پرمختګ نه دى کړى او بايد حکومت په ځانګړې توګه سکتوري وزارتونه دې، د دې ولايت سړکونو جوړولو ته لومړيتوب ورکړي؛ ځکه تېرو ١٥کلونوکې دې ولايت کې هيڅ راز ستره پروژه نه ده عملي شوې.
د يادونې ده چې د غور ولايت مقام ودانۍ د ښارجوړونې وزارت له لوري په څلوېښت ميليونه او اته سوه او اتيا زره افغانيو لګښت جوړه شوې ده، چې ٤٤ اداري خونې، کنفرانس سالون او نور محلقات لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










