منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د باریکاب د اقتصادي او پرمختیايي ښارګوټي د جوړولو قراردادونه لاسلیک شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۴۹ کتنې

کابل (پژواک ١٤ کب ٩٥): د پايتخت پرمختيايي زون ادارې له خصوصي سکټور سره د باريکاب د اقتصادي او پرمختيايي ښارګوټي د جوړولو قراردادونه لاسلیک کړل.

د پایتخت پرمختیايي زون د خپلواکې ادارې رئیس الهام‌عمر هوتکي، نن له غرمې مخکې د کوـ۳، ایکسلینټ او لطیفي په نومونو درېيو شرکتونو سره د باریکاب د اقتصادي او پرمختیايي ښارګوټي د جوړولو لپاره په درېيو برخو کې قراردادونه، د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک کړل.

په پيل کې د پایتخت پرمختیايي زون د خپلواکې ادارې رئیس انجنیر الهام‌عمر هوتکي د باریکاب اقتصادي زون، د موقعیت، د ځمکې د څرنګوالي او اقتصادي اهمیت په اړه خبرې وکړې، وې ویل، دغه ښارګوټی د زرو فابریکو د جوړولو لپاره ډیزاین شوی دی، چې ۳۵زره کسانو ته به کاري فرصتونه برابر کړي او د خصوصي سکتور شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګه به جذب کړای شي.

ده زیاته کړه، په دغه ښارګوټي کې به سلو هغو فابریکو لپاره ځمکه ووېشل شي، کوم چې زموږ ګاونډيو هېوادونو کې پرې د کار او فعالیت زمینه تنګه شوې ده.

د هغه په خبره، حکومت په دغه ښارګوټي کې ۱۵ میلیون ډالره پانګونه کوي، چې د درې کلونو په موده کې به د حکومت عاید  ۲۸ میلیون ډالرو ته ورسېږي.

هوتکي وايي، دا زون په هغو ځمکو جوړېږي چې له اوږدو کلونو راهیسې غاصبینو غصب کړې وې، چې د ملي امنیت شورا د پرېکړو او د ولسمشر په ملاتړ به نه یواځې دا ځمکې بېرته ترلاسه شي، بلکې هلته به سترې پرمختیايي پروژې هم پلې کېږي.

د کابل ګارنیزیون عمومي قوماندان ګل‌نبي احمدزي د کابل ګارنیزیون له جوړېدو راهیسې د هغو دولتي غصب شویو ځمکو یادونه وکړه چې د کابل اړوند بېلابېلو سیمو کې زورواکو غصب  کړې وې او د غاصبینو له منګولو یې راخلاصې کړې دي.

هغه وویل، له غاصبینو څخه د باریکاب ښارګوټي اړوند شاوخوا سیمو د خلاصولو او د دغه ښارګوټي د امنیت د تامین په موخه ورته د ګارنیزیون په چوکاټ کې یوه قطعه منظور شوې ده، چې تر دې مهاله یې دوه ټولیه جوړ شوي دي.

نوموړي، جمهور رئیس او ولس ته ډاډ ورکړ چې د غاصبینو له منګولو څخه د دولتي ځمکو د ترلاسه کولو لپاره به تر اخرۍ سلګۍ د ځمکو مافیا پر وړاندې درېږي او ټولې غصب شوې ځمکې به د هغوی له منګولو خلاصوي.

همدارنګه د ملي تدارکاتو ادارې رئیس یما یاري په دولتي پروژو کې پر شفافیت د ټینګار ترڅنګ د هېواد په اقتصادي وده کې د دغو پروژو په اهمیت خبرې وکړې، وې ویل، په تېر کال کې د ولسمشر په ملاتړ او د دغې ادارې او وزارتونو د ګډو هڅو له امله د تدارکاتو په نظام کې د پام وړ اصلاحات راغلي، چې اغېزې یې د شفافیت د بین‌المللي سازمان، سیګار ادارې، د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې (میک)، د افغانستان د روڼتیا څار او د ملي او بین‌المللي رسنیو په راپورونو کې منعکس شوې دي.

د هغه په وينا، تر اوسه یې د ۲۹۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰۰۰ قراردادونه منظور کړي دي، چې له دې جملې څخه یې د ۱۲۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۶۰ پروژې د ودانیزو چارو دي چې د باریکاب پروژه هم په کې شامله ده. 

یما یاري د پایتخت زون په نوې جوړې شوې اداره کې رامنځته شوي تدارکاتي ظرفیت ته په اشارې وویل، د پایتخت زون یوه له هغو ادارو څخه ده چې د تدارکاتو په مخ کې يې پراته خنډونه هوار کړي دي او د ملي تدارکاتو ادارې له خوا ورته د تدارکاتي ظرفیت د درلودو تصدیق ورکول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه