منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لومړنیو ټولګیو د لوست مهارت پياوړي کولو په موخه یو پروګرام پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٥): په هېواد کې د لومړنیو ټولګیو د لوست مهارت پياوړي کولو په موخه د ۷۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یو پروګرام پيل شو.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې (يو ايس اې آى ډي) د افغانستان پوهنې وزارت سره په نږدې همغږۍ د لومړنیو ټولګیو د لوست مهارت د لوړولو (EGR) په برخه کې له لومړي ټولګي څخه تر درېيم ټولګي زده‌کوونکو لپاره د «افغان ماشومان یې لولي»(ACR) تر نامه لاندې یوه پنځه کلنه پروژه په رسمي توګه پیل کړه.

سرچينه کاږي، په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې له شوو پرمختګونو سره سره، بیا هم د لوړ کیفیت لرونکو ښوونیزو خدمتونو ته لاس‌رسی یوه ننګونه ده؛ نو په همدې بنسټ، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د دغې ستونزې هوارولو په موخه د «افغان ماشومان یې لولي»پروژې باندې د ۷۰ میلیونه ډالرو پانګونه کوي.

سرچينه زياتوي، دغه پروژه به په دولتي او سیمه‌يیزو ښوونځیو کې د ابتدائیه کچې له لومړي ټولګي څخه تر درېيم ټولګي زده‌کوونکو (نجونو او هلکانو) د لوست مهارت پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، د «افغان ماشومان یې لولي» پروژه به د پوهنې وزارت ته دا وړتیا ور وبښي چې د ابتدائیه کچې زده‌کوونکو د سواد او د زده‌کړې مهارتونو ښه کولو په موخه د لومړنیو ټولګیو د لوست مهارت تر ټولو غوره معیارونو څخه ګټه واخلي.

د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ځانګړي شارژدافیر هوګو لورینس ويلي، د امریکا متحده ایالاتو حکومت د پوهنې ودې ته ژمن دی او موږ له ډېرې لېوالتیا سره په دې باور یو، چې پوهنه د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره تر ټولو غوره او ډاډمنه لاره ده.

هغه زیاته کړه، د «افغان ماشومان یې لولي» پروګرام د دغې ارزښتمنې ژمنې یوه بېلګه ده او دغه پروګرام به په مستقیمه توګه د لومړنیو ټولګیو یو میلیون نه ډېرو زده‌کوونکو ته غوره فرصتونه چمتو کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د «افغان ماشومان یې لولي» پروژه د ابتدائیه ښوونې لپاره د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې له خوا تمویل شوی نوښت دی. دغه پروژه په افغانستان کې د لوړ کیفیت لرونکو ښوونو ته د نجونو او هلکانو د لاس‌رسي پراخولو په موخه رامنځته شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه