منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۰ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په نشه يي توکو د روږدو کسانو زياتېدا کندوزيان اندېښمن کړي دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

کندوز (پژواک،١٥کب ٩٥): د کندوز ځيني اوسېدوونکي وايي، په دې ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زياتېدل، خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي او دولت بايد د هغوى راغونډولو ته جدي پاملرنه وکړي.

په کندوز کې د ايمل په نوم يوه محصل، پژواک خبري اژانس ته وويل، په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي چې کندوزيان يې اندېښمن کړي دي.

نوموړي وويل: "موږ له پوډريانو څخه اندېښمن يو، غلاوې کوي، د شپې پرمهال له موټرو څخه غلاګانې کوي؛ يوه ستره ستونزه طالبان دي او بل يې پوډريان، دولت بايد د دې درملنې ته جدي پاملرنه وکړي."

د کندوز بل اوسېدونکي ٣٥کلن فيروز وويل، په نشه يي توکو روږدي کسان کله ناکله له کورونو څخه غلاوې کوي چې څه موده وړاندې، روږدو کسانو د خپل ګاونډي له کوره ٩ پسونه او د کور سامان غلا کړي وو.

.د کندوز مدني فعال فريد په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زياتېدا په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او ويې وويل، د روږدو کسانو له امله کندوز اوسېدونکي يوه دقيقه هم خپل ور پرانيستى نه شي پرېښودى.

خو د کندوز روږدې کسان د خپلې روږدتيا لامل، بېوزلي، وزګارتيا او اقتصادي کمزوري په ګوته کوي او د درملنې له سنبالو مرکزونو له نه شتون سرټکوي.

يو روږدى چې ځان يې عبدل معرفي کړ، وويل: "وزګار وم، ايران ته ولاړم، هلته چې کله وزګارېدم، ملګرو مې چې هيرويين څکول، ما ته يې هم راکول او درې کاله کېږي چې زه هم روږدى شوى يم."

نوموړي د دې مطلب په بيانولو سره چې نشه يي توکي د کندوز له مرکز څخه له ستونزې پرته ترلاسه کوي، دولت يې په بې پاکۍ تورن کړ او زياته يې کړه، چې ځوانانو ته د کار نه شتون د دې لامل شوى چې ځوانان په نشو اخته شي.

د کندوز سيمه ييزو مسوولينو په دې ولايت کې د روږدو کسانو زياتېدا تاييد کړه او ويې ويل، د تېرکال په پرتله د معتادانو شمېر زيات شوى دى.

د کندوز له نشه يي توکو سره د مبارزې مشر عبدالبصير مرشد په  دې ولايت کې د روږدو کسانو شمېر په ډاګه نه کړ؛ خو ويې ويل چې د تېرو کلونو شمېرو له مخې، څه باندې ٣٠زره روږدي کسان موجود وو؛ خو په دې اړه تازه سروې نه ده شوې.

نوموړي زياته کړه: "موږ سره د تېرو دوو کلنو شمېرې شته، شاوخوا ٣٠زره په نشو روږدي کسان موجود دي؛ خو په تېرو دوو کلنو کې ښايي دا شمېرې زياتې شوې وي، امکان لري کندوز کې د روږدو کسانو شمېر له ٣٠زرو څخه زيات وي.

کندوز ولايت کې د نشه يي توکو روږدوکسانو درملنې ٥٠ بستريز روغتون مشر ډاکټر قدوس مياخېل  وويل، د دې ولايت معتادينو روغتون له ٢٠ بسترو څخه ٥٠ بسترونو ته لوړ شوى دى چې هر کال ٤٠٠ کسان دې روغتون کې تداوي کېږي.

مياخېل زياته کړه: "موږ په درې پړاوونو کې په نشه يي توکو  د روږدو کسانو درملنه کوو، لومړى پړاو يې بستر حالت کې درملنه ده چې ٤٠٠ کسانو ته  د درملنې ټولې اسانتياوې برابروو، دويم پړاو يې عمومي درملنه ده، په دې برخه کې هغه ناروغان چې نه غواړي روغتون کې بستر شي، روغتون ته ورځي، له مشورې او درملو اخيستو څخه وروسته، بېرته رخصتېږي او د روغتيايي وضعيت تر ښه کېدو د روغتون ډاکټرانو تر څارنې لاندې وي."

د ده په وينا، په درېيم پړاو کې د روغتون ګرځنده ډلې د روږدو کسانو هستوګنې ځايونو او کورونو ته ورځي، د روږدو کسانو درملنه پيلوي چې په يادو درېيو پړاوونو کې هر کال شاوخوا زر معتادين د کندوز روږدو کسانو روغتون ډاکټرانو له لوري تداوي کېږي.

مياخېل پر نشه يي توکو د زيات شمېر کسانو اخته کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، روږدې دې روغتون کې په نوو معيارونو او وړيا ډول تداوي کېږي.

د کندوز له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست چارواکي وايي، په دې ولايت کې له تېرو څو کلونو څخه د کوکنارو کښت صفر دى؛ خو ځينې مافيايي ډلې د خپلو ګټو لپاره د نشه يي توکو قاچاق کوي.

د يادو مسوولينو په وينا، بېوزلي، وزګارتيا، ناامنۍ او ټولنه کې د سواد کچې ټيټوالى د دې لامل شوى څو خلک په ځانګړې توګه ځوانان په نشه يي توکو اخته شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه