منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۱ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لطيفې د لاسي صنايعو په مرسته ٢٥ کورنيو ته د ګټې زمينه برابره کړې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۹ کب ٩٥): د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ يوې اوسېدونکې د لاسي صنايعو په مرسته د خپل کور ترڅنګ ٢٥ کورنيو ته د ګټې زمينه برابره کړې او وايي که مرسته ورسره وشي،نو د ډيرو نورو کورنيو اقتصاد ته به هم ګټه ورسوي.

نازيه لطيفه شاوخوا شل کاله عمر لري او همالته په خپل کلي او کور کې يې د لاسي صنايعو اوبدنې يو مرکز جوړ کړی، چې ورسره پنځه ويشت نورې مېرمنې کار کوي.

هغه وايي، د همدغه مرکز په ګټه يې نه يوازې خپل کور ساتلی،بلکې خپلې لومړنۍ زده کړې يې بشپړې کړې او اوس يې په يو خصوصي پوهنتون کې د حقوقو پوهنځی هم پيل کړی دی.

نازيې د لاسي صنايعو دا مرکز شاوخوا درې کاله وړاندې د يوې موسسې په مرسته او هڅونه جوړ کړی، هغه وخت يې دوه درې کارمندانې لرلې؛ خو اوس يې د کارمندانو شمېر ۲۵ تنو ته رسېدلی دی.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مرکز نه يوازې د همدغو ٢٥ ښځينه کارمندانو کورنيو ته ګټه رسوي، بلکې د دوی د کلي شاوخوا شل نورو کورنيو ته يې هم وخت ناوخته ګټه رسيږي.

نوموړې زياته کړه: ((کله نا کله چې په موږ کار ډير شي؛ نو په کلي کې ځينې نورې کورنۍ هم شته، چې لاسي کار او خياطي کولی شي؛ نو بيا هغوی ته خام مواد ورکوو او هغوی د پيسو په بدل کې راته کار کوي.))

نازيه وايي، خام مواد له بازار څخه خپله وړي او بيا د ښار په مختلفو سيمو کې دوکاندارانو ته د خپلو لاسو جوړ افغاني ګنډونه، په خامک ښکلي شوي کمېسونه او څادرونه ور وړي او پر هغوی يې پلوري.

نوموړې وايي: ((ځينې ساده جامې دي، د مياشتې درې نيم سوه هغه جوړوو، لس پنځلس افغانۍ  ګنډونه هم جوړوو، دغه شان يوولس جوړې خامک جامې، پنجابي جامې هم د مياشتې پنځه دېرش څلوېښت جوړې خرڅېږي.))

د نازيه لطيفې د معلوماتو له مخې، په هره جوړه جامو کې ورته له سل نيولې ان تر زرو افغانيو ګټه پاتې کيږي او اوس يې په ښار کې ډير دوکانونو د لاس جوړ کالي پلوري.

هغه زياتوي چې يو کميس له ساعتونو نيولې ان تر يوې مياشتې وخت هم اخلي او د هر ډول کاليو کار ته په کتو هماغومره وخت کې جوړېږي.

د لاسي صنايعو د دغه مرکز مشره وايي چې په جلال اباد ښار کې د بېلابېلو مارکېټونو دوکانونو سربېره په نندارتونونو کې هم د دوی د لاس جوړ کالي پلورل کيږي او هم ورته د نويو ډيزاينونو فرمايشات ورځي.

  لطيفه وايي، په مرکز کې ورسره يو شمېر کونډې او داسې مېرمنې هم شته چې مېړونه يې د ګټې وټې نه دي او عصبي مشکلات لري.

هغه وايى: ((دا دوه ورځې وړاندې په يو بل کلي کې يوه ښځه وه چې مېړه يې ليونی دی او اقتصادي وضعيت يې ډير خراب و، ما دلته راوسته او د کار زمينه مې ورته برابره کړه.))

نوموړې وويل چې د نورو کليو مېرمنو هم ورته د کار وړانديز کړی؛ خو دا يې د تنظيم لپاره نور امکانات او بازار نه لري.

هغې زياته کړه: ((که ما سره موسسې مرسته وکړي او هم راته په نورو ولايتونو کې لکه کابل يا بل ولايت کې بازار برابر کړي؛ نو کولی شم چې د دغو نورو کليو مېرمنو ته هم کار ورکړم.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې