منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار چارواکو له مرکزي حکومته د بنسټیزو پروژو پلې کولو غوښتنه کړې

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٦ ورى ٩٦): د ننګرهار چارواکو له مرکزي حکومته په دغه ولايت کې د برېښنا، سړکونو او سړو خونو په ګډون د ۲۹ مهمو پروژو پلې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځايي چارواکو دغه غوښتنه په بنسټيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار له ډاکتر همايون قيومي سره د ليدنې پر مهال کې وکړې.

هغه زياته کړه چې په دې ليدنه کې والي ګلاب منګل، د ولايتي شورا رييس، ښاروال او د يو شمېر مهمو او کليدي رياستونو مسوولينو برخه اخيستې وه.

د ننګرهار والي يادې غونډې ته وويل چې د ولسمشر سلاکار ډاکتر همايون قيومي په دغه ولايت کې د بنسټيزو پروژو د پيل او د نوو او نيمګړو پروژو د چارو معلومولو لپاره جلال اباد ته سفر کړى دى.

والي وايي، د ننګرهار لپاره تر ټولو مهمه بنسټيزه پروژه برېښنا ده چې له نغلو څخه جلال اباد ته د برېښنا ظرفيت په لوړولو، درونټې برېښنا کوټ درې توربينونه په اساسي ډول جوړول، د کامې او ګمبيري د برېښنا کوټونو ساختماني چارو پيل او ځینو ولسواليو کې د لمريزې برېښنا په جوړېدو سره حل کېدای شي .

ګلاب منګل دغه راز له سلاکار وزير څخه په ننګرهار ولايت کې د منظور شوو لسو سړکونو د چارو ګړنديتوب په موخه د سروې ډلو د زياتېدو، د جلال ابادـ کابل دویم لين سړک چارو د ګړنديتوب، په دغه ولايت کې شاوخوا ٥٠ سلنه ښوونځيو ته د احاطې دېوالونو، سرپناه او نورو ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي دغه راز له ډاکتر قيومي غوښتنه وکړه چې د ولايت په ګډون دې ټولو حکومتي ادارو ته اداري کمپلېکس جوړ شي او زياته يې کړه، د ياد کمپلېکس لپاره د هډې فارم په ۸۱ غونډ کې ځمکه هم ځانګړې شوې ده .

د ننګرهار والي او نورو ځايي چارواکو په دغه ولايت کې د سړو خونو جوړولو د چارو د ګړندیتوب، کانالونو، سربندونو، پلونو، يو شمېر سړکونو او د نيمګړو پروژو د چارو د بشپړولو او نوو پروژو منظورولو غوښتنې هم وکړې.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني د ولسمشر له سلاکاره د يو لوی مرکزي دارالعلوم او د مرکزي دارالحفاظ لپاره د ليليې د منظورۍ په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

په بنسټيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکتر همايون قيومي ډاډ ورکړ چې د ځايي چارواکو له لوري د وړانديز شوو ۲۹ مهمو پروژو په اړه به ولسمشر سره معلومات شريک کړي .

هغه ژمنه وکړه چې له اړوند وزارتونو سره به د يادو پروژو د چارو د ګړنديتوب او منظورۍ په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړي .

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې له تېرو څو کلونو راهيسې لويې پروژې نه دي پيل شوې او پخوانۍ هغه هم د ځنډ ښکار دي.

د ولايتي شورا غړی ذبيح الله زمری که څه هم د ولايتي ادارې دغه غوښتنې پرځای ګڼي؛ خو وايي، مرکزي اداره له ولسونو سره په خپلو ټولو ژمنو کې پاتې راغلې او نه شي کولى چې دغه برخه کې هم اقدام وکړي.

زمری پژواک ته وويل، له ولسمشر او اجراييه رييس نه نيولې بېلابېلو وزيرانو ننګرهار ته سفرونه کړي؛ خو دلته يې هېڅ کار نه دی کړی او نيوکه کوي سلاکار چې هېڅ صلاحيت نه لري؛ نو هېڅ کومه ګټه به دغه ولايت ته ونه رسوي.

د ولايتي شورا يو بل غړي اسرار الله مراد له پژواک سره په خبرو کې د يادو پروژو تطبيق د ننګرهار لپاره ګټور کار وباله او غوښتنه يې وکړه چې دغه غوښتنې بايد د ولسمشر سلاکار د ولسمشر تر ميزه ورسوي.

هغه له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه چې د دا ډول غونډو پرمهال بايد ټولو وکيلانو ته برخه ورکړي، تر څو د ټولو ولسونو ستونزې له راغلي پلاوي سره شريکې شي او د حل په موخه يې ولسمشر او کابينې ته ورسوي.

مدني فعال عمران الله حليم کاکړ وايي چې د بهسودو پول، د تورخم دويم سړک، د کابل دويم او د پښتورګو روغتون څلور هغه پروژې دي چې له تېرو پنځو شپږو کلونو راهيسې يې کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ دي.

هغه زياته کړه چې د برېښنا نه شتون د دغه ولايت ستره ستونزه او حکومت د دې ستونزې په هواري کې پاتې راغلى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه