جلال اباد (پژواک، ۷ وری ٩٦): د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رياست وايي چې د دغه ولايت د ۱۴ ولسواليو په ۱۴زره هکتاره ځمکه کې د کرل شوو کوکنارو د اړولو کمپاين يې پيل کړی خو زياتوي چې ياد کمپاين له امنيتي ننګونو سره مخ دی.
بلخوا کروندګر نيوکه کوي چې حکومت بايد دا ډول کمپاينونه د کوکنارو د کښت پر مهال ترسره کړي وای؛ ځکه اوس حاصل ته نږدې شوي او دوی به يې اړولو ته په هېڅ صورت اجازه ورنه کړی.
د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس ادريس ساپي د وري په ۷مه له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې د ننګرهار په ۱۴ ولسواليو کې ۱۴زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي.
هغه مني چې د کوکنار اړولو کمپاين محدود دی، ۱۱ ولسواليو کې پلان شوی او يوازې ۱۵۰۰ هکتاره ځمکه به يې واړول شي.
نوموړي وويل چې اوسمهال په روداتو او بټي کوټ ولسواليو کې د کوکنار اړولو کمپاين دوام لري او پر مهال يې د دواړو ولسواليو ۳۰۰ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
ساپي زياته کړه چې د کوکنار اړولو د روان کمپاين پر وړاندې امنيتي ننګونې هم موجودې دي او تېره ورځ هم يوه ډله وسله والو په بټي کوټ ولسوالۍ کې له دوی سره مقاومت کړی دی.
بلخوا کروندګر بيا د حکومت له خوا پر پيل شوي دغه کمپاین نیوکه کوي او وايي د کوکنارو د کر پر مهال به یې کمپاین کړی وای، نه د حاصلاتو پر مهال.
دوی وايي که دغه ځل د کوکنار اړولو پر مهال ورته کمپاین کوونکي ورشي، دوی به ورسره مقاومت وکړي او پرې به یې نږدي چې حاصل ته رسېدلي کوکنار یې واړول شي.
د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې سيمې يوه اوسېدونکي خان اکبر پژواک وويل چې په خپله ټوله ځمکه کې يې ځکه کوکنار کرلي چې نورو ټولو فصلونو کې يې تاوان کړی او حکومت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.
دغه راز د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۸مې ويالې سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپراوي په شرط پژواک ته وويل چې حکومت د کوکنارو د کښت پر مهال کمپاين نه دی کړی او اوس دوی هېڅ اجازه نه ورکوي چې کوکنار واړول شي.
قومي مشر حاجي ګل حسین هم وايي چې که دغه ځل د کمپاین په نوم لرو پرتو سیمو ته امنیتي ځواکونه ولاړ شي ښايي د ولسي خلکو له غبرګون سره مخ شي.
نوموړي پژواک ته په خبرو کې وويل چې ولسونه به له مجبورې ورځې دغه چاره ترسره کړي؛ ځکه په خبره یې له یوې خوا ورسره حکومت مرسته نه کوي او له بلې خوا یې له وړاندې مخنیوی نه دی شوی.
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکتر لعل محمد درانی هم د خلکو دغه شکايتونه پر ځای بولي او د ولايتي ادارې د کوکنارو اړولو کمپاين ته د شک په سترګه ګوري.
هغه له پژواک اژانس سره د مرکې پر مهال وويل، نه يوازې کمپاين نمايشي دی، بلکې د کمپاين په ساحه کې له کروندګرو پيسې هم راټولېږي او د کمياين کوونکو جېبونو ته ځي.
د ولايتي شورا يو بل غړي اصحاب ولي مسلم بيا وايي، حکومت د دې وړتيا نه لري چې د کوکنارو اړولو کمپاين بریالی سرته ورسوي.
د نوموړي په وينا، د کوکنارو له پيسو څخه وسله وال مخالفين هم ګټه پورته کوي او د يادو کمپاينونو پر مهال له دولت سره نښتې کوي.
ده زياته کړه: ((دولت کې هم بيا دومره توان نشته چې د وسله والو له يو څو ډزو وروسته په سيمه کې پاتې شي.))
خو په ننګرهار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې مشر ادریس ساپي د دغه کمپاین په اړه شکونه رد کړل او زیاته یې کړه چې دغه کمپاین د ټاکل شوو ۱۱ ولسوالۍ په ټولو برخو کې ترسره کېږي.
هغه دغه راز یادونه وکړه چې له وړاندې یې هم خلکو ته د کوکنار نه کرلو خبرداری ورکړی و او د افغانستان اساسي قانون او نشه يي توکو قانون هم په صراحت سره د نشه يي توکو او کوکنارو د کر قاچاق او استعمال د مخنيوي لارښوونه کړې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم پژواک ته وويل چې والي ګلاب منګل د کوکنار اړولو په برخه کې جدي دی او هېچا ته به د دغه کمپاين د خنډ جوړولو اجازه ورنه کړي.
هغه وويل چې د کمپاين پر مهال د رامنځته کېدونکو ټولو خطرونو د مخنيوي او ورسره د مقابلې لپاره امنيتي ځواکونه له کمپاين کوونکو سره ملتيا کوي او هرې حملې ته ځواب ويونکي دي.
له کلونو راهيسې په ننګرهار کې کوکنار کرل کېږي او چارواکي يې د مخنيوي لپاره ورته کمپاينونه ترسره کوي خو د کارپوهانو په باور د ولايتي ادارې نه جديت د دې لامل شوی چې دغه بوټی له ننګرهاره نه دی ورک شوی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










