منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار ښار د احمدشاهي جادې د پخولو چارې پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کندهار (پژواک، ١٠ ورى ٩٦): د کندهار والي ډاکتر محمد همایون عزيزي د یو شمېر چارواکو او قومي مشرانو په ملتیا د احمدشاهي جادې د پخولو چارې پرانیستې.

د دې جادې په اوږدو کې د ملکیتونو د استملاک، خامه کارۍ، چریو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړولو چارې چې یو کال مخکې پیل شوې وې، په دې وروستیو کې بشپړې شوې وې او نن یې د پخولو چارې پيل شوې.

د کندهار والي ډاکتر محمد همایون عزيزي وویل، د احمد شاهي جادې د پراخوالي پلان شاوخوا څلوېښت کاله مخکې د پخواني ولسمشر محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوى و، خو تېرو حکومتونو يې د عملي کېدو لپاره اقدام ونه کړ.

هغه خوښي وښوده چې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي، ښاري ښکلا او پراختيا په موخه دغه پلان اوس عملي کېږي.

نوموړي د کندهار له ښاروالۍ، اړوندو ادارو او خلکو مننه وکړه چې د دې جادې د پراخولو او جوړولو په چارو کې یې برخه اخیستې ده.

عزيزي ژمنه وکړه چې په کندهار ښار کې به ښاري او اصلاحي ماسټر پلان عملي کوي او د بنسټیزو پروژ پلي کېدو ته به لومړیتوب ورکوي څو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل پژواک اژانس ته وویل، د احمدشاهي جادې پر پخولو ۷۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کندهار ښاروالۍ له خوا ورکول کېږي.

ده زیاته کړه، دغه جاده چې ٢،٥ کيلومتره اوږدوالى لري، د ٧٤ متره په اندازه پراخه شوې او په اوږدوالي یې شته ملکیتونه استملاک شوي او اړوندې نورې ټولې چارې یې بشپړې شوې دي.

دی وايي، د دې جادې په جوړېدو سره د ترافيکي او امنيتي پېښو ګراف ټیټېږي او تر څنګ يې د ښار ښکلا هم ورسره زياتېږي.

نوموړي وویل، د جادې پخولو چارې به تر راتلونکو درېیو میاشتو بشپړې شي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د کندهار ښار په ټولو ناحيو کې يې په متوازنه توګه پرمختيايي چارې پيل کړې چې له مخې به يې خلکو ته د ژوند ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

د کندهار ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ د پراختیايي پلانونو پر پلي کېدو خوښي ښيي او وايي په تېرو ډېرو کلونو کې دې ادارې هغسې فعالیت نه درلود لکه په وروستیو دوو کلونو کې چې یې لرلی دی.

د کابل دروازې یوه اوسېدونکي عبدالغني پژواک اژانس ته وویل، د کندهار ښار نفوس ډېر شوی چې ورسره پر سړکونو د ترافیکو ګڼه ګوڼه هم ډېره شوې ده.

دی وايي، له همدې امله د دې جادې پراخوالى يوه ډېره مهمه اړتيا وه؛ ځکه تل به ورباندې ترافیکي پېښې کېدې.

نوموړي د کندهار له ولایتي ادارې او ښاروالۍ مننه وکړه چې دغه مهمه پروژه یې عملي کړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه