منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لغمان په مرکز مهترلام کې پراخ حلقوي سړک جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د يوه لوى حلقوي سړک د جوړولو تړون لاسليک شو.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغه تړون د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په شتون کې د مشرق ساختماني شرکت او  د ټولټګو وزارت استازي لاسليک وکړ.

هغه زياته کړه، د تړون له مخې به د ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۴،۸  کيلومترو په اوږدوالي او د ۴۰ مترو په عرض څلور لينه سړک جوړېږي چې په منځ کې يې ګلدان، پلې لارې د پارکنګ ساحې؛ د سړک دواړو غاړو ته سرپټې ويالې او د تنوير مجهز سيستم فعاله وي.

ځواک وايي، دغه سړک د مرکز مهترلام اړوند د ده ملخ له پل څخه پيل او د کابل تر اوسنۍ اډې پورې به غځېږي.

د والي وياند وويل، پر دغه سړک ٢٥٠ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د ټولټګو وزارت له خوا ورکول کېږي.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي، د دغه سړک له جوړېدو سره به په اقتصادي، ټولنيزه، امنيتي، کرنيز او نورو ګڼو برخو کې د لغمان د خلکو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه له ټولګټو وزارته وغوښتل چې د مهترلام- بادپښ، همدارنګه د شهيدانو له پول څخه تر بادپښ پورې د سړکونو جوړېدو او د دې تر څنګ د ځينو نورو زېربنايي پروژو د تطبيق په برخه کې لغمان ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د دغه تړون د لاسليک پر مهال د ټولګټو چارو وزير محمود بليغ د  لغمان خلکو ته د مبارکۍ پر ويلو سربېره له خلکو او د ولس له منتخبو استازو وغوښتل څو د دې پروژې په تطبیق کې همکاري وکړي.

هغه ژمنه وکړه، تر خپل وسه به په لغمان کې د زېربنايي پروژو عملي تطبيق ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د مهترلام ښار يو اوسېدونکى مجيب الرحمن وايي، ورځ تر بلې د ولايت په مرکز کې نفوس زياتېږي، خو د ښار ظرفيت ډېر کم دى.

نوموړي د حلقوي سړک پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې له دې سره به  خلکو ته پراخې اسانتياوې برابرې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه