کابل (پژواک، ٢٣ ورى ٩٦): يو شمېر ديني عالمان او ارواپوهان د ماشوم وېرونې د ناوړه پايلو په اړه خبردارى ورکوي او وايي چې د ماشومانو وېرول کولى شي د هغوى پر راتلونکې ناوړه اغېز ولري.
په افغاني کورنيو کې له پخوا نه تر اوسه پورې د کورنۍ او نورو نږدې کسانو له لوري د شوخۍ او ژړا پر مهال د ماشوم وېرول دود دي او خپل ماشومان په بلا، توتو (سپي)، پېشو، شيشکه، پېري او ... وېروي.
د يوه تحصيلي مرکز زده کوونکې ٢٠ کلنه زهرا وايي: ((په ماشومتوب کې به مې چې کوم کار يا شوخي کول، مور مې وېرولم، راته ويل يې چې په تياره کې مه ګرځه، بلاوې او پېريان دي، حتى اوس چې دې عمر ته هم رسېدلې يم، په تياره کې وېرېږم، د شپې نه شم کولى چې په تياره کې له ګوټې نه بهر شم.))
دغه وضعيت راته اوس په يوه رسمي معمول بدل شوى، ډېرى کورنۍ پرته له دې چې ددغه کار ناوړه پايلو ته پام وکړي، خپل ماشومان وېروي.
خو دا يوازې زهرا نه ده چې له خپل ماشومتوب نه يې داسې يو وېروونکى انځور ذهن کې پاتې دى، ګڼ نور کسان هم شته چې د خپل ماشومتوب له دورې نه تريخ تصوير لري او د دوى پر روان يې بدې اغېزې پرېښې دي.
اتلس کلنه تمنا چې د کابل ښار د يوه ښوونځي له دوولسم ټولګي فارغه شوې، له خپل ماشومتوب نه ښې خاطرې نه لري.
هغه واي کله چې ماشومه وه مور يې ورسره سم چلند نه کاوه، کله به يې چې کومه تېروتنه وکړه، شور ماشور به يې پرې جوړ کړ، اوس دغه کار د دې لامل شوى چې په ټولنه کې سم چلند نه لري، بې جرئته ده، حتى کله چې مېلمه راځي، په کور کې ورسره د مخامخ کېدو جرئت هم نه لري.
د ماشومانو وېرول نه يوازې چې د هغوى د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي، بلکې کله کله ډېر ناوړه خطرونه هم لري.
١٣ کلنه مروه د خپلو سترګو ليدلى حال داسې بيانوي:
(( د ماما زوى مې چې دوه نيم کلن دى، د شپې تياره کې مې ووېرولو، لاس او پښې يې کاږه شول، شونډې يې شنې وې، سترګې يې وازې پاتې وې، غږ يې نه پورته کېده، تر څو دقيقو پورې غلى و، لاس، پښې او زړه مو ورته وموښلو، ورور يې رنګ ځاى ته راغى، وروسته يې غږ وکړ او په چيغو شو.))
خو د پنځو ماشومانو مورعاليې وويل چې زوى يې په ماشومتوب کې له سپې وېرولو او ورته ويل مې (بهر مه ځئ، توتو به دې وخوري.))
د هغه په خبره چې زوى يې اوس لوى شوى، خو لا هم له سپې وېرېږي او په ټولنه کې له نورو خلکو سره هم غوره ټولنيز چلند نه لري او ګوښه توب خوښوي.
په ځينو مواردو کې د ماشومانووېرول د مړينې لامل ګرځي
د کابل ښار اوسېدونکې جمېله هغه ٤٥ کلنه مور ده چې څلورماشومان لري. نوموړې په دې برخه کې د خپلې ترخې تجربې په اړه وايي: ((شل کاله وړاندې په يوه واده کې وم، ماشوم مې ژړل، څه مې چې وکړل ارام نه شو، د دې لپاره چې ارام شي، ومې وېرولو، چيغې مې وکړې، په مخ مې دوې څپېړې ورکړې، هماغه شېبه لړزې واخيست او څو دقيقې وروسته مې له لاسه ورکړ.))
نوموړې په اوښلنو سترګو زياته کړه: ((له دې وروسته مې خپل نور ماشومان هېڅکله هم ونه وېرول، خو درد يې هېڅکله هم نه هېرېږي، خپل ماشوم مې په خپل لاس وواژه.))
د ماشومانو د ټولنيزې روزنې بنسټ کورنۍ ده
د کابل ښار خيرخانه مېنه کې د مخفي بدخشي لېسې ښوونکې انجيلا بابکرخېل چې د پنځو ماشومانو مور ده، وويل: ((تل مې هڅه کړې چې ماشومانو ته په زړه کې کومه وېره وا نه چوم، غوښتنو ته يې نه، نه وايم، دا کار وېره ده، ډېر ځله که څه زيات وحشتناک يا وېروونکي هم وي، ورته ساده کړي مې دي، څو په وجود کې يې وېره ځاى ونه لري.))
د کابل ښار اوسېدونکي او د درېيو ماشومانو پلار محمد احسان وويل: ((خپل اولادونه هېڅکله هم نه وېروم، مېرمنې ته مې هم د دغه کار اجازه نه ورکوم، وېره ماشومان بې جرئته او ناروغ اموخته کوي، زه ګورم چې وېرول شوي ماشومان اوسمهال سم ټولنيز چلند نه لري او عقده يي دي.))
د ماشوم وېرولو ناوړه پايلې
په ورته وخت کې يو شمېر ارواپوهان د ماشوم وېرولو د ناوړه پايلو په اړه خبردارى ورکوي او وايي چې دا موضوع په ماشوم کې هيجان راوړي او تر څنګ په راتلونکي کې ورته ناوړه پايلې پيدا کوي چې حتى د زړه درېدو امکان يې هم شته.
د کاپل پوهنتون د ارواپوهنې استاد محمد ناصر حبيبي د ماشومانو د وېرولو د لاملونو په اړه وويل چې کورنۍ د خپل ارام لپاره ماشومان غلي کوي او وېروي يې چې دغه کار د ماشومانو لپاره د شپنۍ وېرې، کمزورۍ او رواني ستونزې سبب ګرځي.
نوموړي زياته کړه، امکان لري چې وېرول د ماشومانو د ضربان کچه لوړوي او د هغوى د زړه درېدو او مرګ سبب هم ګرځي.
د پوهنتون استاد روح الله رضواني چې په کلينيکي ارواپوهنه کې ماسټري لري، وايي چې ماشومان له خپلو مشرانو نه خبري اوري، د ژوند قانون او واقعيت په توګه مني او فکر کوي چې دغه وېرېدنې د ماشومانو په ګړنو(خوب، خواړه، اړيکې...) کې ګډوډۍ رامنځته کوي او د انزوا طلبۍ سبب ګرځي.
نوموړي وويل، ممکن د ماشومانو وېرونه د ادرار، حساسيستونو، زړه درد، نفس تنګۍ او ... سبب شي او په خبره يې چې کورنۍ بايد د ماشومانو د روزنې لپاره مثبت روشونه او کسبونه زده کړي، څو وېروونکي فلمونو ته يې پام نه شي.
نوموړي له رسنيو، د جوماتونو له ملا امامانو، پوهنې وزارت، ښوونکو او... وغوښتل چې د ماشومانو مور او پلار د ماشومانو د سمې روزنې په اړه خبر وي.
د ماشومانو د وېرولو په اړه د عالمانو ليد لورى
ديني عالمان وايي چې د ماشومانو لفظي وېرونه په اسلام کې د مهربانۍ ترکول، ظلم او دروغ ويل ښودل شوي دي.
ديني عالم شمس الرحمان فروتن د دغه ټکي په څرګندولو سره وويل: ((نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) فرمايي که څوک پر ماشومانو رحم او لورينه ونه کړي او مشرانو ته مو درناوى ونه لري، زموږ له ډلې نه دي.))
نوموړي څرګنده کړه: ((د اسلام له نظره، که څوک ماشومان وېروي، دروغ وايي لکه هله بلا راغله، ... په داسې حال کې چې بلا ملا نشته.
فروتن په دې اړه د يوه حديث شريف يادونه وکړه او ويې ويل: ((يوه ورځ کومې مور غوښتل چې خپل ماشومان رسول اکرم ته راولي، خو رانه غى، مور يې ورته وويل چې راځئ خرما درکوم. رسول الله وپوښتل چې ايا له تا سره خرما شته؟ مېرمنې وويل چې نه! پيغمبر ورته وويل چې هله خرما ورته راوړه چې دروغ دې ويلي، که نه ماشومان به دروغجن راشي.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










