منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۶ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست ته د نوري فايبر شبکې غځېدو د شپږو مياشتو پرځای نږدې اووه کاله وخت نيولى

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

 خوست ښار(پژواک،٢٩ورى٩٦): د خوست يو شمېر مدني فعالان او د ولايتي شورا ځينې غړي پر دولتي مسوولينو نيوکه کوي چې د دوی د ناغېړۍ له امله د نوري فايبر پروژې پلې کولو د شپږو مياشتو پرځای نږدې اووه کاله وخت ونيوه.

د پروژې د کار پيل او لګښت

د نوري فايبرشبکې د پروژې چارې د ۲۰۱۱ ميلادي کال په جولای مياشت کې پيل شوې او هغه مهال ولايتي چارواکو ويل چې په شپږو مياشتو کې به بشپړې او خلکو ته به خپل خدمات وړاندې کېږي.

که څه هم تر ډېره بريده ددې شبکې چارې ترسره شوې دي، خو د اوو کلونو په تېرېدو سره اوس هم دغه پروژه نه يواځې بشپړه شوې نه ده، بلکې په ځينو مواردو کې ترسره شوې چارې يې بيا ترميم او يا له سره جوړولو ته اړتيا لري.

له کابل څخه سوېل ختيځو ولايتونو ته د نوري فايبر شبکې د غځول شوي کېبل اوږدوالی ۴۸۰ کيلومتره ښودل شوی او ۱۲ ميليونه امريکايي ډالره لګښت پرې راغلی  چې نړيوال بانک ورکړی دی.

لوګر، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې نوري فايبر شبکې خپل فعاليتونه څه باندې درې کاله مخکې پيل کړي او اوسېدونکي يې له انټرنېټي خدماتو برخمن دي.

د خلکو نيوکې او اندېښنې

د خوست مدني فعال احمد شاه د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پر رياست نيوکه وکړه، چې د دوی د بې کفايتۍ له امله ددې پروژې چارې ډېرې ورو مخته ځي او په ځينو حالاتو کې په ټپه ولاړې دي.

احمدشاه د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دا رياست له سره تر اخره جدي اصلاحاتو او بدلونونو ته اړتيا لري. که يو رياست د شپږو مياشتو پروژه په اوو کلونو کې نه شي پلې کولی، د دې رياست نوم او شته والی له پوښتنې سره مخ کېږي.))

نوموړې زياته کړه چې په خوست ښار کې د نوري فايبر شبکې ځينې غځول شوي مزي د سړکونو او لښتيو د ترميم پرمهال شليدلي چې له لومړي سره غير معياري تر خاورو لاندې شوي وو.

ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې له وزارت څخه وغوښتل چې په خوست کې په خپله اداره کې د بدلونونو ترڅنګ د نوري فايبر شبکه کاميابه کړي او دغه راز د نورو مخابراتو کيفيت هم جدي وڅاري.

د خوست د مرکز اوسېدونکی کريم منګل وايي چې د دوی کلي ته د غځول شوي نوري فايبر صندوقونه چې کورونو ته ترې مزي غځول کېږي، تر نصبولو وروسته د ماشومانو له لوري مات شوي دي.

منګل پژواک ته وويل، د نوري فايبر غځول شوو مزو ته خلک ځکه ارزښت نه ورکوي چې تر اوسه ترې کار نه دی اخيستل شوی.

نوموړي وويل: ((که مسوولين وغواړي چې د نوري فايبرشبکه فعاله کړي، نو اړ دي چې له سره بيا پرې کار وکړي، که حالت همداسې دوام وکړي، نو د هرې کوڅې په سر کې نصب شوې ستنې به هم له بيخه وويستل شي.))

منګل زياته کړه: ((موږ هيله درلوده چې خوست ته به د نوري فايبر شبکې په راغځولو سره له چټک انټرنېټ او ټيلېفوني خدماتو برخمن شو، خو خبر نه وو چې د مسوولينو د ناغېړۍ له امله ددې پروژې  کاميابېدل له پوښتنې سره مخ کېږي.))

دغه راز په خوست کې د شيخ زاهد پوهنتون د کرنې پوهنځي محصل محمد کاظم پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې انټرنيټ ډير کمزورى او بيې يې لوړې دي.

هغه وايي چې په خوست کې ټول خصوصي شرکتونه، ښوونځي، پوهنتونونه او نور ارګانونه چټک انټرنيټي خدمتونو ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه: (( موږ چې کله تحقياتي موضوعاتو پسې ګرځو، نو ډيره اړينه ده چې زموږ لپاره تيز انټرنيټ وي او که نوري فايبر فعاله شي، نو دغه ستونزه به هواره شي.))

د ولايتي شورا نظر

د خوست د ولايتي شورا غړی قديم افغان ددغې پروژې د ناکامۍ عمده لاملونه، له ځايي ادارې او د پروژې له پلې کوونکي شرکت سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت نه همغږي او له لومړي سره د پروژې ناسم تطبيق بولي.

هغه وويل: ((وزارت ته د پروژې په اړه سم راپور نه ورکول کېږي، دلته چې کوم کار شوی، وزارت ته يې په راپور ورکولو کې زياته مبالغه کېږي، نيمګړتياوې او ستونزې يې په سم ډول نه په ګوته کېږي.))

قديم افغان زياته کړه چې د CCN2 يا د کېبل په وسيله د اړيکو دويمې شبکې په نوم انټرنيټي او ټيلېفوني شبکه چې دوه کاله مخکې بشپړه شوې، د نوري فايبر پروژې د ځنډېدو له امله تر اوسه نه ده پرانيستل شوې.

نوموړي دغه راز وويل: ((کله چې له ګردېز نه خوست ته د نوري فايبر شبکې کېبل غځول کېده، دوه درې ځلې د سړک پخولو پرمهال پرې شو، ځکه چې د اصولو خلاف تر خاورو لاندې شوی و.)) .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.