کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٦): د ځينو دولتي او نادولتي ادارو تر څنګ يو شمېر کسانو هم په کابل ښار کې د امنيتي ګواښونو ډېرېدو په پلمه د خپل امنيت خوندي کولو لپاره له حفاظتي کانکړيټي دېوالونو کار اخلي چې ميليونونه ډالر لګښت ورباندې راغلى دى.
د پژواک خبري اژانس خبريال د بېلګې په توګه د کابل ښار له څو مهمو ناحيو نه ليدنه کړې ده او وايي چې ځينو دولتي، نا دولتي، اکاډميکو ادارو، افرادو، عامې روغتيا وزارت، د کورنيو چارو وزارت، د حکومت د رسنيو مرکز، د ولسمشر او او اجرائيه مشر کورونه، د پخواني ولسمشر کور، ملي شورا، امريکايي پوهنتون، ملي موزيم، د روسيې سفارت، د پوليسو اکاډمي، ملي دفاع وزارت او ... هغه ادارې دي چې ستر حفاظتي کانکريټي دېوالونه يې اېښې دي.
د پژواک خبري اژانس د خبريال په خبره، د کابل په څو مهمو واټونو کې زرګونه محافظتي کانکريټي دېوالونه اېښودل شوي دي. دغه کار د دې لامل شوى چې د کابل ښار په ډېرو برخو کې د عامو خلکو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې جوړې شي او تر څنګ يې د کابل ښار د واټونو پر ښکلا هم سيوری وکړي.
دغه وضعيت د پلازمېنې کابل د واټونو ګڼه ګوڼه زياته کړې ده.
د کابل ښاريان وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په کابل کې کانکړيټي دېوالونه ډېرېږي، دا موضوع د دې لامل شوې چې کابل ښار بېخي پوځي بڼه خپله کړي او د ښاريانو په زړونو کې وېرې او اندېښنې وزېږوي.
د کابل ښار اوسېدونکې شميمې احدي وويل: ((امنيتي او يا کانکړيټي دېوالونه سره له دې چې د لارو بندېدو لامل ګرځي او خلکو ته ډېرې سترې ستونزې پيدا کوي، کله چې ناروغ ولرو او غواړو چې په بېړه يې روغتون ته ورسوو، له ګڼو ستونزو سره مخ کېږو، په ساحه کې د مسوولو امنيتي کسانو له ناسم چلند سره مخ کېږو.))
د نا امنيو له ډېرېدو سره ددغه دېوالونو لوړوالى او پنډوالى هم زيات شوى دى.
د يوه ودانيز شرکت مشر عبدالقيوم وويل چې کانکړيټي دېوالونه د لوړوالي او پنډوالي په بېلابېلو کچو جوړېږي، په دې وروستيو کې د توليداتو زياتوالي او د له يادو کانکريټي دېوالونو د يو شمېر دولتي او نا دولتي ادارو د ډېرې ګټې اخيستنې له امله په بيو کې هم د پام وړ کمښت راغلى دى.
هغه وويل چې د يوه شپږ متري دېوال بيه شاوخوا ٣٥٠ امريکايي ډالر ده، خو درې کاله وړاندې يې همدا ډول کانکريټي دېوال په ١٨ سوه ډالر پلورل کېده.
هغه وويل چې کانکړيټي دېوالونه په بېلابېلو بيو او کيفيت سره جوړېږي: ((يو متري دېوالونه له ٥٠ ډالرو نيولې تر ٤٠٠ ډالرو پورې بيه لري چې کيفيت يې په پام کې نيول کېږي. که چېرته له کيفيت لرونکو موادو جوړ شي، د شپږ متري دېوال بيه يې تر ١٢٠٠ ډالرو پورې رسېږي.
د ياد شرکت مشر زياته کړه چې دا دېوالونه د مرمۍ، راکټ، بم او انتحاري موټر پر وړاندې اوچت مقاومت لري، په جوړښت کې يې له ګول سيخ، ميده ډبرو، شګو او سمنټو څخه کار اخيستل شوى دى.
نوموړي د دغو دېوالونو د پلور د کچې په اړه وويل چې هره مياشت شاوخوا ١٠٠ کانکرېټي دېوالونه پلوري، په دې وروستيو کې په هېواد کې د نا امنيو له ډېرېدو سره د امنيتي دېوالونو د پلور تقاضا ډېره شوې ده او اوسمهال په کابل کې څه باندې ١٣ ودانيز شرکتونه کانکړېټي دېوالونه جوړوي.
اقتصادي زيان
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد اکبر وايي په داسې حال کې چې افغانستان د مالي او پولي سرچينو له کمښت سره مخ دى، د کانکريټي دېوالونو پيسې د ملت له پولي سرچينو لګول کېږي، د هېواد اقتصاد ته سخت زيان رسوي.
هغه وويل: ((امنيت يوازې د محافظتي دېوالونو شاته دى، وکيلان او وزيران هم کولى شي چې د نورو خلکو په څېر له محافظتي دېوالونو پرته ژوند وکړي. امنيتي چارواکي بايد د امنيت خوندي کولو لپاره نورې لارې ولټوي، څو د ملت پيسې بې ځايه او شخصي جېبونو ته ولاړې نه شي.))
د پوهنتون محصل او د کابل ښار اوسېدونکي ٢٢ کلن عبدالوهاب هم وويل چې چې کانکړيټي دېوالونه د هېواد اقتصاد ته سخت زيان رسولی؛ ځکه چې هر دېوال په دېره ستره بيه جوړېږي.
هغه زياته کړه چې افغانستان بيا رغونې ته اړتيا لري، دا پيسې بايد د سړکونو او زيربناوو په جوړولو ولګول شي، د دېوالونو پر اقتصادي زيان سربېره د ښار ښکلا هم کموي، د ترافيکي سيستم او واټونو د ګڼه ګوڼې لامل هم ګرځي.
د امنيت خوندي کېدو کې د کانکريټي دېوالونو رول
پوځي کارپوه عتيق الله امرخېل د دغو دېوالونو شتون د امنيت خوندي کولو کې موثر نه بولي او وايي چې دا دېوالونه د امنيت خوندي کولو کې موثر نه دي او په ګڼو مواردو کې د کانکريټي پر ېوالونو سربېره هم بريدګر توانېدلي چې امنيتي ارګانونو ته ننوځي؛ د بېلګې په ډول د مهمو کسانو د ساتنې رياست بريد کې کانکړيټي دېوالونه له منځه ولاړل او بريدګر وتوانېدل چې دې ادارې ته ننوځي.
نوموړي په ډاګه کړه: ((لومړى بايد کانکړيټي دېوالونه محدود شي، يوازې تر مهمو سياسي ځايونو لکه ارګ، اجرائيه رياست او ځينو نورو ځايونو لپاره وي، هلته پروا نه لري، خو نه دا چې هر وکيل، رييس او زورواکى لارې بندې کړي.))
هغه د دې ستونزې د حل په اړه وويل، د سر خلک بايد ځانونه له خلکو پټ نه کړي، هر څومره چې خلکو ته نږدې شي، په هماغه اندازه خلک له هغه دفاع کوي، قوي امنيت او استخبارات چې دښمن تفکيک کړي، کولى شي چې دغه ستونزه حل کړي.
د دېوالونو لرې کولو لپاره د چارواکو اقدامات
د کابل١٠١ اسمايي زون قوماندان پاسوال حسن شاه فروغ ، د کانکړيټي دېوالونو د لرې کولو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه: ((هيله ده چې بالاخره به د هېواد وضعيت ښه شي او دا دېوالونه به لرې کړو، ترې وبه وځو او د سولې او ارام فضا ته به ورسېږو.))
هغه وويل چې دغه دېوالونه کولى شي چې د امنيت په خوندي کولو کې اغېزناک وي، خو د خلکو په روح او روان منفي اغېز لري، خلک د خپل راتلونکي په اړه ناهيلي کېږي.
فروغ زياته کړه چې دا د کابل امنيې قوماندانۍ دنده نه ده چې کانکريټي دېوالونه لري کړي، دا چاره د هېواد پر امنيتي وضعيت او وخت پورې اړه لري چې له بدلون سره به خپله لرې کېږي.
د کابل پوليسو دغه چارواکي ومنله چې کانکړيټي دېوالونه له پوليسو سره له همغږۍ پرته اېښودل شوي: ((اى کاش چې له ما يې اجازه اخيستی، يوه ته مې هم اجازه نه ورکوله، دا ډول دېوالونه پر خپل سري ډول جوړ شوي دي.))
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کورنيو چارو وزارت ويلي وو چې هېڅوک هم په ښار کې د کانکړيټي دېوالونو د اېښودو اجازه نه لري، څو ځله يې په دې اړه اقدام کړى، خو پايله يې نه درلوده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










