جلال اباد (پژواک ١٣ غويى ۹۶):په جلال اباد کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او نظم لپاره د ښار په ځینو څلور لارو کې څو څو ځلې ترافیکي اشارې فعاله شوي، خو ژر بېرته له کاره ولوېدې.
د ښار استوګن او موټر چلوونکي د دې چارې پړه له لویه سره د ترافیکو پر مدیریت اچوي او وايي چې دې مدیریت د دولت ډيره بودیجه پر ترافیکي برېښنایي اشارو یا زیګنالونو مصرف کړې خو ګټه ترې نه اخيستل کیږي .
دوى همداشان دا هم وايي چې وخت ناوخته دغه اشارې فعالیت پيل کړي، خو بېرته بیا په داسې حال کې په ټپه ودریږي، چې خلک لږ و ډیر له اشارو مراعاتولو سره بلد شي او یا هم ګڼه ګوڼه ډیره شي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي چې له اړوندو ادارو څخه د دغو اشارو د بیا فعالیدو غوښتنه کوي وايي چې په هر ښار کې د ترافیکي اشارو شتوالی او فعالیت حتمی مسئله وي.
دُرانی تدبير هم يو له هغو ښاريانو څخه دی چې د ترافيکي برېښنايي اشارو د فعاليت غوښتنه کوي،هغه پژواک اژانس ته وويل : ((مصرف پرې شوی، ځايونه يې هم نيولي، ترافيک هم ورسره تکليف کې وي؛ نو غوښتنه کوو چې فعالې شي.))
د اکرام الله په نوم د ښار يو بل اوسېدونکی هم همدا خبره کوي: ((د دولت بوديجه پرې مصرف شوه، کله چې چالانې شي او خلک ورسره لږ بلد شي؛ نو بيا غير فعالې شي، موږ نه پوهېږو ستونزه د برق ده، دا پايې شارټ دي او که څه بله ستونزه موجوده ده.))
د ننګرهار د ترافیکو مدیریت چارواکي هم مني چې برېښنايي ترافیکي اشارو باندې مصرف شوی او ګټه ترې نه اخیستل کیږي؛ خو دوى یی لامل په يادو زيګنالونو کې د تخنيکي ستونزو موجوديت په ګوته کوي.
د ننګرهارد ترافیکو مدیر سمونوال سيد حميد الله سادات پژواک اژانس ته وويل چې پخوا د برېښنا ستونزه هم موجود و، هغه حل شوې او يوازې ځينې تخنيکي ستونزې موجودې دي.
سادات زياته کړه: ((دا اشارې يوه خصوصي شرکت جوړې کړې وې او وسايل يې ټول ايراني دي، دلته نه پيدا کېږي، موږ مرکز ته څو ځل پيشنهادونه هم استولي؛ خو لا هم ستونزه موجوده ده.))
خو د ترافيکو مدير هيله وښوده چې په يادې موضوع يې په شدت کار پيل کړی او ډاډ يې ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به ستونزه حل شي.
دی وايي، د ترافيکو مرکزي ادارې له ياد شرکت سره بيا د ترميم قرارداد مساله پيل کړې او نږدې ورځو کې به پرې کار پيل شي.
د ترافيکو مدير که څه هم وايي چې دغه اشارې پخوا جوړې شوي او قرارداد يې په مرکز کې شوی، دوی يې له لګښتونو خبر نه دي؛ خو د ښار په ټولو واټونو کې نصب شوي او پر فعالېدو سره به يې د جلال اباد ښار د ترافيکي ګڼې ګوڼې مخه تر ډيره ونيول شي.
د چارو یو شمیر کارپوهان وايي،که دولت غواړي په ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي لومړی په کار ده چې په ښار کې ترافیکي اشارې ولګوي شي .
د ټولنیزو چارو کارپوه محمد نسیم وايي، دولتي ادارې که څه هم یو پر بل پړه اچوي خو دا یوه اړتیا ده او باید د اشارو د فعالولو لپاره یو ځانګړی قدم پورته شي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










