منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل- جلال اباد دويم سړک چارې غير معياري روانې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۰ غويی ٩۶): د ننګرهار خلکو او د ولايتي شورا يو شمېر غړي د جلال اباد- کابل د دويم سړک جوړولو پر کار نيوکه کوي او چارې يې له قرارداد سره په ټکر کې ګڼي.

دوی وايي، د ياد سړک جوړېدو لپاره ټاکل شوې موده هم بشپړه شوې او هم هغه شان چې په قرارداد کې یې ذکر شوی نه دی، رغول شوی.

خلک دغه راز شکايت کوي چې حکومت تر اوسه هغو خلکو ته پيسې هم نه دي ورکړې چې د سړک جوړېدو په خاطر يې خپل ودان کورونه، دوکانونه او پټي وران کړي دي.

د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې، له کابل څخه تر جلال اباد ښار پورې د دويم سړک پر جوړېدو چې شاوخوا ١۵٠ کيلومتره اوږودوالى لري، په ټوليزه توګه ١۶٠ ميليونه ډالر لګښت راځي چې د نړيوال بانک له خوا ورکول کېږي.

دغه سړک د جلال اباد له ښاره پيلېږي او د ننګرهار څلور ولسوالۍ (سره رود، خوږياڼي، شېرزاد او حصارک) په بر کې نيسي، بيا د لوګر د ازرې له لارې له کابل سره نښلول کېږي.

د دغه سړک پلنوالی ۱۱ متره پلان شوی، ټول حريم يې ۳۰ متره دی، دواړو خواوو ته ۳ متره شولډر هم لري؛ خو اوس کيسه ټوله بدله شوې ده.

د حصارک ولسوالۍ يو قومي مشر ملکو خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې سړک په قرارداد کې سيخ او کانکرېټ ډيزاين شوی؛ خو اوس هغه قير کارول کېږي چې کيفيت يې ډېر کم دی.

نوموړی دغه راز وايي چې د سړک په پلنوالي کې هم ډېر تفاوت شته، ډيزاين د يوولس متره دی؛ خو اوس ۹ متره قير شوی دی.

هغه زياته کړه: ((قير يې تاريخ تېر او بې کيفيته دی، په نورو هېوادونو کې يې څوک نه اخلي؛ دوی به ارزانه بيه اخيستی دى او دلته يې کاروي، همدا اوس هم چې لا کار بشپړ شوی نه دی، ډېرو ځايونو کې بېرته تخريب شوی دی.))

د سره رود ولسوالۍ قومي مشر ملک محمد اکرم بيا د سړک د چارو د ځنډ او کيفيت خرابوالي تر څنګ د خلکو د ستونزو په اړه هم شکايت لري.

هغه وايي، د سړک دواړو خواوو ته د خلکو کورونه، دوکانونه او پټي ړنګ او وران شول؛ خو تر اوسه يې د استملاک پيسې نه دي ورکړل شوې.

دی وايي: ((له موږ سره يو ظلم دا شوی چې پيسې مو دا درې کاله وځنډېدې، بله ستونزه دا ده چې موږ ته پيسې کمې راکول کېږي، د خلکو کورونه وران شول، سرګردانه ګرځي او دوی په يوه بهانه او بله بهانه ځان خلاصوي.))

خلک غوښتنه کوي چې هم دې د دغه سړک د جوړېدو کار چټک، هم دې کيفيت ته پاملرنه وشي او هم دې د خلکو د ورانو شوو مېنو د استملاک پيسې ژر ورکړل شي.

د خوږياڼو د ځوانانو د پرمختيايي او اصلاحي ټولنې مشر جمشېد افغان پژواک سره د خبرو پر مهال د ننګرهار پر ولايتي ادارې او په ځانګړې توګه پر فوايد عامې رياست غږ وکړ چې د ياد سړک جوړېدو چارو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه، ولسونه غوښتنه لري چې کار ژر او با کيفيته خلاص شي او هم دې ځمکو د استملاک پيسې ورکړل شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا استازي اجمل عمر د خلکو ياد شکايتونه پر ځای ګڼي او وايي، د جلال اباد- کابل دويم لين سړک کې رښتيا هم ستونزې موجودې دي.

هغه تاييد کړه چې د سړک پلنوالی ۱۱ متره پلان شوی خو اوس ۹ متره پوخ شوی او دغه راز د سړک دواړو خواوو ته درې درې متره شولډرې هم موجودې دي چې ټول حريم يې ۳۰ متره کېږي.

وکيل اجمل عمر نيوکه کوي چې لا هم د خلکو د ځمکو د استملاک پيسې نه دي ورکړل شوې او دغه راز د سړک کيفيت هم د اندېښنې وړ دی.

د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير ضابط خان منګل بيا وايي چې د امنيتي ستونزو ياد سړک چارې ځنډېدلې؛ خو وايي، د دغه سړک له جوړوونکي شرکت سره قراداد تمديد شوی او ډاډ يې ورکړی چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به يې چارې بشپړې کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د سړک شل سلنه کار خلاص شوی او ۸۰ سلنه يې پاتې دی چې هغه به هم بشپړ شي.

د ننګرهار د فوايد عامې رييس زیاته کړه، د سړک په اوږدو کې دواړو خواوو ته د خلکو د ځمکو د استملاک چارې هم روانې دي او د سروې تر بشپړېدو وروسته به ټولو ته پيسې ورکړل شي.

پژواک هڅه وکړه په دې تړاو د دغه سړک د جوړوونکي شرکت له مسوولينو سره هم وغږېږي خو تر بيا ځلي هڅو وروستو هم بریالی نه شو.

د ياد سړک چارې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې پيل شوې او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۷ کال په اپرېل مياشت کې پای ته ورسېږي؛ خو لا يې هم کارونه نه دي بشپړ شوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه