جلال اباد (پژواک، ۲۵ غويی ٩۶): ننګرهار کې د نږدې يوولس ميليونه افغانيو په ارزښت د يوې لېسې او يو جومات د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند درونټې په سیمه کې د پوهنې وزارت د پرمختیایي بودیجې په لس میلیونه یو سلو څلور پنځوس زره افغانیو مالي لګښت د بي بي مریم لېسه کې په اته نیمې بسوې ځمکه کې د نوي ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې څخه یې د لس میلیونه یو سلو څلور پنځوس زره افغانیو په مالي لګښت په یو پوړ کې د بي بي مریم لېسې لپاره د یوې ودانۍ د جوړولو چارې پيل کړې.
هغه زیاته کړه، یاده ودانۍ چې په اته نیمې بېسوې ځمکه کې جوړېږي، لس تدریسي او څلور اداري خونې لري چې چارې به یې د لسو میاشتو په موده کې بشپړې شي .
ګلاب منګل د یادې ودانۍ جوړوونکي شرکت مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، څو چارې په معیاري ډول ترسره کړي او د ولایتي شورا غړو، د پوهنې ادارې مسوولینو او د سیمې له مخورو څخه یې وغوښتل چې له چارو څخه په ښه توګه څآرنه وکړي .
د پوهنې ريیس الله داد اسماعیلزي وویل چې هڅه یې پيل کړې چې په دغه ولایت کې د ښوونځيو زده کوونکو لپاره نورې ودانۍ جوړولو چارې به پيل کړي.
د بي بي مريم لېسې مديرې شمشاد ساپۍ د يادې لېسې د نوې ودانۍ د چارو په پيلېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د بي بي مريم لېسې ۲۶ ټولګيو چې درسي خونې نه لرلې، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به یاده ستونزه تر يو حده حل شي.
د یاد ښوونځي د ودانۍ جوړولو شرکت مسوول انجينر مطيع الله عظيمي ډاډ ورکړ چې دغه ودانۍ به په ټآکلي وخت او انجينري معيارونو سم جوړه کړي.
د يادونې ده، بي بي مريم لېسه په ۱۳۸۳ کال کې جوړه شوې چې تر دې مهاله یې ديارلس دورې فارغان ورکړي او دمګړۍ په کې ۳۵۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د يو بل خبر له مخې، د نږدې يو ميليون افغانيو په لګښت ټولګټو چارو رياست کې د نوي جومات د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ټولګټو چارو ريیس ضابط خان منګل د ياد جومات د چارو د پيل په مراسمو کې وویل، دغه جومات په پنځه څلوېښت متره مربع ځمکه کې د ۷ سوه زره افغانیو په مالي لګښت د شپږو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
دغه راز ننګرهار والي د ټولګټو چارو رياست د ودانۍ د رغنیزو چارو ليدنه هم ترسره کړه چې د ټولګټو چارو ريیس له لوري ورته په بېلابېلو برخو کې معلومت ورکړل شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










